ژباړه: عمران لمر
په اوسني وخت کې د کوچنيو کاروبارونو پرمختګ دومره سخت نه دی او نه هم د مخکې په څېر پانګې او شرايطو ته اړتيا لري.
کولی شئ په يو کوچني ځای کې محدود کارمندان راټول کړئ او خپل کاروبار جوړ او چټکه پراختيا ورکړئ. مونږ به درته د کوچنيو کاروبارونو د پرمختګ لپاره څلور اړين ټکي دروښيو:
۱- د کوچنيو کاروبارونو پرمختګ
انفرادي کاروبارونه د دنيا د ټولو کسبونو ۵۰٪ تشکيلوي چې په راتلونکو لسو کلونو کې به هم د پرمختګ همدا نښې ولري.
د دې راپور په اساس د څو نفره کاروبارونو اندازه بيا په سلو کې تر ۲۰ را ټيټه شوې ده.
دا ټکی ولې مهم دی؟
دا موضوع په دې مانا ده چې کاروبارونه د کوچني کېدو او ښه کېدو په حال کې دي.
په بل عبارت: تاسې هم اوس د کمې انساني قوې په درلودلو کولی شئ؛ لوی او رغوونکي کارونه وکړئ، ځکه چې ډېر امکانات په واک کې لرئ؛ نو په دې اساس يواځې د څو مجربو او اړينو مهارت لرونکو کسانو په درلودلو سره کولی شئ چې د خپلو هدفونو مهمې برخې عملي کړئ.
۲- په ځانته ځان کار کول او د کاري آزادۍ زياتوالی
دې ورځو کې ډېری خلک دا غوره ګڼي چې نورو ته د کار کولو پر ځای مستقل کار وکړي او په دې ترتيب په ځانته ځان کار کولو او یا د مشروطو کارکوونکو شاهدان يوو چې د ځان لپاره په اقتصاد کې ډېره برخه لري.
کوچني کاروبارونه هم په شدت سره د همدغو کارکوونکو د قوې په بناء جوړ شوي دي يا په بل عبارت:
ډېر شمېر خلک وروسته له دې چې پرېکړه وکړي چې بايد ځانته په مستقل ډول کار وکړي او د کار فرما له لاس لاندې نه وي، کولی شي يو کوچنی او آزاد کاروبار د ځان لپاره جوړ کړي.
دا بهير د دوی لپاره ځانګړې ګټې او زيانونه لري او نور اړ نه دي د خپلو کارفرمايانو د تېروتنو په زيان کې شريک شي او يا په يو معمولي او ثابت حق رضا شي.
دا بهير د ډېرو لپاره ډېر خوند لري او کار کول په يوه له خطرونو او له هيجانه ډکه لاره باندې بدلوي.
۳- د کوچنيو کاروبارونو په ودې کې له وسايلو استفاده
نن ورځ کوچني کاروبارونه د ټکنالوژۍ او د نويو وسايلو نه په استفادې کولی شي د ځان لپاره د پرمختګ او پراختيا زمينه برابره کړي. د مثال په ډول يو آنلاين پلورنځی جوړ کړئ او پرته له دې چې د پلور لپاره کوم ځای ته اړ شئ او يا د مالونو د لېږد رالېږد لپاره مسئول او ساتونکي ته اړتيا ولرئ؛ يواځې يو کس وګمارئ چې په پوره پاملرنې او په انلاين نړۍ کې د تبليغاتي مهارت سره وکولی شي ستاسې جنسونه په ښه ډول خلکو ته وروپېژني.
وروسته له دې د انلاين پېر و پلور اپليکيشنونو نه په استفادې له پېرودونکو فرمايشات اخلئ او په لږ وخت کې يې د پوسټ له لارې او يا پيک د هغوی لاسونو ته رسوئ.
په دې ترتيب به په پوره آرام او لږ وخت کې خپل جنسونه وپلورئ او يو لوی تعداد به مو له خدمتونو ګټه واخلي.
۴- د اپليکشنونو پرمختګ
په دې ورځو کې لکه څنګه چې مخکې مو هم وويل په کوچنيو کاروبارونو کې له ټکنالوژۍ او وسايلو يې ګټه اخېستل په لويه کچه تر سترګو کېږي؛ نو په دې اساس دا ډول کارونه د برنامه جوړوونکو او د اپليکشنونو د جوړوونکو لپاره ښه فرصت دی؛ تر څو ډېر سافټويرونه د دا ډول کارونو لپاره جوړ کړي او د ځان لپاره د کار ډېر فرصتونه ولري.
څېړنې ښيي چې په سلو کې ۶۸ کوچني کاروبارونه له انلاين پروګرامونو ګټه اخلي او په سلو کې ۶۶ فقط په يو سمارټ فون خپل کارونه سرته رسوي. څېړونکي په دې باور دي چې له انټرنېټ او اپليکيشنونو اوږدمهاله ګټه اخېستل مرسته کوي؛ تر څو خلک وکولی شي په خپلو کاروبارونو زيات تمرکز وکړي.
که تاسې هم د يو کار په لټه کې يئ؛ نو د موبايل اپليکشنونو پراختيا او د سافټ وير د طرحو او برنامو جوړول له تاسې سره مرسته کولی شي؛ ځکه د کوچنيو کاروبارونو ورځنی پرمختګ دا ډول پروګرامونو ته ډېره اړتيا لري.
ستاسې مهارت او نوښت په ډې برخه کې تاسې ته د پرمختګ لاره هوارولی شي.