درې خبرې چې موخې ته په رسېدو کې مو مرسته کوي

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

ژباړه: عمران لمر
ممکن غواړئ چې يو نوی کار پيل کړئ يا يو کتاب وليکئ او يا حتا غواړئ چې خپلې اړيکې ښې کړئ او يا نوي مهارتونه زده کړئ. په هر صورت د کارونو پيلول، هغه سرته رسول او په ټوله کې موخو ته رسېدل ممکن سخت او يا هم له تصوره لېرې وي؛ مګر شايد د ځينو مهارتونو زده کړه له مونږ سره مرسته وکړي چې په خپلو پلانونو او موخې ته په رسېدو کې بريالي شو.
په دې مقاله کې غواړو درې خبرې چې په دې برخه کې له تاسې سره مرسته کولی شي، در وپېژنو:
موخې مو په ذهن کې ګونګې مه پرېږدئ.
هر کله چې د يو څه په هکله فکر کوئ او د ځان لپاره يو هدف ټاکئ؛ شايد هغه هدف ته د رسېدو لپاره هڅه وکړئ او د هغې د عملي کولو لپاره وخت ورکړئ؛ مګر هدف مو تر اوسه په ذهن کې يوه مبهمه او ګونګه موضوع ده چې ښه يې نه شئ درک کولی؛ نو د دې په هکله فکر کول هم درته ډاروونکې دي.
په دې اساس ډار مو يوې غاړې ته کړئ او پرېنږدئ چې هدفونه مو درته ګونګ پاتې شي. ښه ده چې په اړه يې فکر وکړئ او جزيات يې وپېژنئ، په اړه يې مطالعه هم کولی شئ؛ تر څو پوه شئ.
همدارنګه کولی شئ له هغو خلکو سره خبرې وکړئ او له تجربو يې ګټه واخلئ چې همدې هدف ته رسېدلي دي.
تر ټولو اسانه لاره دا ده چې انلاين معلومات تر لاسه کړئ چې نن سبا عامه او آرامه لاره ده.
همدا ډول ښه ده چې له ډار سره مخامخ شئ، له ځانه وپوښتئ چې تر ټولو بده پېښه چې ممکن رامنځته شي، څه ده؟ يوه ژوره ساه واخلئ او دې تر ټولو بد حالت ته فکر وکړئ.
که لږ فکر وکړئ شايد هغه بدترين حالت دومره هم بد نه وي او ورسره د مخ کېدو لپاره يې کومه لاره شتون ولري او په يو ډول کولی شئ له ماتې وروسته مو ځان بېرته راټول او آماده کړئ.
که دا ډاډ مو تر لاسه کړو چې کومه بده پېښه درسره نه کېږي؛ کولی شئ فلج کوونکي ډارونه مو غاړې ته کړئ او اهدافو ته د رسېدو لپاره ښه هڅه وکړئ.
خپلو موخو ته د رسېدو لپاره د هر څه په کنترول پسې مه کېږئ.
ستاسې د کارونه په جريان کې هره پېښه رامنځته کېدلی شي او تاسې به يې د ټولو د کنترول وړتيا ونه لرئ، بايد په ياد ولرئ چې د ټولو شيانو د کنترول هيله مو نه يواځې ممکنه نه ده چې له تاسې سره مرسته وکړي؛ بلکه د وخت د ضايع، ستړيا او د انرژۍ د لاسه ورکولو سبب مو کېږي.
ځينې وختونه بايد لېرې ودرېږئ او پرېږدئ چې نړۍ خپل کار وکړي او تاسو فقط په هغوی د تسلط سره خپلو اهدافو ته د رسېدو لپاره ځان اماده کړئ يا به بل عبارت: تاسې نه شئ کولی چې د ډېرو پېښو مخه ونيسئ؛ مګر يواځې له هغوی د خبرېدو په اساس کولی شئ خپل ځان ورسره همغږی کړئ.
لويې موخې مو کوچنۍ وګڼئ.
که لويې هيلې او هدفونه لرئ او ورته د رسېدو لپاره زړه وهلي يئ، تل يې په اړه فکر کوئ او غواړئ ژر تر ژره ورته ورسېږئ؛ بايد پوه شئ چې دا فکر کول مو اهدافو ته د رسېدو برعکس نتيجه لري.
په بل عبارت: تاسې کولی شئ څو ساعته په يوې چوکۍ کښېنئ او د خپلو لويو هيلو په هکله خيالونه وګورئ او تر دې چې د لاسته راوړلو په خوږو کې يې ډوب شئ؛ مګر يواځې د سترګو په خلاصولو او د واقعيتونو په ليدو به له هغې خوند او خوږو برخمن نه شئ.
نو اقدام وکړئ که څومره هم کوچنی وي؛ له ځانه وپوښتئ چې زه نن ورځ خپل هدف ته د رسېدو لپاره څه کولی شم؟ او بيا شرايطو او امکاناتو ته په کتو او پرته له هيڅ ډول خيال او اوچت پروازه يې د سرته رسولو لپاره هڅه وکړئ.
تاسې کولی شئ چې د يو کوچني ګام په اخېستو خپل کار پيل کړئ او هدف ته نږدې شئ. دا کار بلکل له بې عمله فکره غوره دی.
ممکن وغواړئ چې د ژر او چټک اقدام لپاره څو کارونه يوځای او په يو وخت پيل کړئ؛ مګر دا بايد په ياد ولرئ چې څومره چې خپل وخت ساتئ هماغومره مو په تمرکز او د کار په کيفيت کې کموالی او ستونزې پيدا کوئ.
د څو کارونو سرته رسول ممکن ستاسې د اندېښنې او فشار له وجې وي؛ مګر بايد ځان آرام کړئ او يواځې په يو کار تمرکز وکړئ.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.