ژباړه: نوراحمد فضلي
خوشحالي یو انتخاب دی او واقعي خوشحاله کسان یې هره ورځ انتخابوي. هغه څه چي شاید تاسي پرې نه پوهېږئ دا دي چي دا خلک لکه د نورو معمولي کسانو په شان په سختۍ سره مخامخ کېږي، خو د خندا او مثبت اندېشۍ په سلاح سره د هغه ژوندانه له پاره چي وړ یې دي، همېشه مبارزه کوي؛ ځکه نو که مو تر اوسه له خپلو ځانو پوښتلي وي چي: ولي هغوی دومره خوشحاله وي؟ نو زموږ سره مله پاته سئ چي ددې واقعي خوشحالو کسانو ځیني رازونه ستاسي سره شریک کړو.
اړتیا به نه وي چي ووایو ژوند همېشه خوشحالي شېبې نه دی او تر ډېره ناتوانه کېږئ، خو د ژوند په همدې پېچلومو کښي خوشحاله کسان د خوشحاله اوسېدو له پاره تلاش کوي. که تاسي فکر کوئ چي دا کسان چي هرڅه ته اړتیا لري، لا دمخه ئې اړتیاوي پوره دي، احتمالاً سم متوجه سوي یاست، مګر دلیل ئې دا دئ چي هغوی د واقعي خوشحالۍ راز موندلی دی، هغه څه چي د هغوی په دننه (درون) کښي دی. په دې لیکنه کښي مو له دې رازونو خبروو:
۱: همېشه خوشحاله نه وي
راځئ چي څرګند اوسو، هیڅوک همېشه خوشحاله نه وي، ددې له پاره ښه دلیل هم سته. دا درې دي چي د لوړو څوکو له ښکلا مو برخمن کوي. واقعي خوشحاله کسان پر دې پوهېږي او ځانو ته اجازه ورکوي چي په طبیعي توګه د غم یا پرېشانۍ احساس تجربه کړي. د تحمیلي خوشحالۍ له پاره تلاش بې فایدې او خپله تحمیل دئ. نو هغوی په مخ کي خنډ،نه، غمونه او اوښکي مني او ځانو ته اجازه ورکوي چي دا لحظې تجربه کړي. هرڅه چي وي هغوی انسانان دي.
۲: (نه ویل) یې زده کړي دي
حیرانیا معلومېږي، خو د ځینو کسانو له پاره د (نه ویل) آسانه نه وي، په ځانګړي ډول که له هغه ډلي کسانو څخه یاست چي د نورو د خوشحالولو عاشقان دي؛ ځکه نو، که دداسي کار په پایله کښي همېشه بد حالت تجربه کوئ، باید پوه سئ چي واقعي خوشحال کسان خپله انرژي دې کار ته نه وقفوي. دا کار ستاسي په اضطراب او سټریس سره پای ته رسېږي او په یو ډول د خوشحاله اوسېدو موخه په تمامه معنا نابودوي. پر ځای یې، خوشحاله انسانان له خپله حقه د نه ویلو له پاره کار اخلي. هغوی دا کار په خورا یوه فوق العاده طریقه ترسره کوي، داسي طریقه چي نه خپلو اړیکو ته زیان رسوي او نه خپله خوشحالي له منځه وړي.
۳: بې ستونزو او کړاوونو ژوند یې نه دی کړی
اپرا وینفری د دنیا یوه له قدرتمندترینو ښځو څخه ده او خورا یو سخت ژوند یې تېری کړئ. له واقعي خوشحالو کسانو به هیڅوک تاسي ته ونه وایي چي ژوند ئې آرام او راحته تېر سوی دئ! هغوی په څو څو وارو پر ځمکه لوېدلي دي، خو بیا بیا ولاړ سوي دي او نه یې دي منلي چي پر ځمکه دي ونښلي! دوئ چي د بیاځلي ولاړېدو او د کارونو سره د مخامخ کېدو له پاره خپل وس او توان کار کړی دی – دا هغه څه دي چي هغوی ته یې د واقعي خوشحالي معنا ور ښوولې ده. که وکولی سئ چي له سختیو په موسکا او خندا سره راووځئ، ګټونکي یاست او څوک دئ چي له دې کاره نه خوشحالېږي!
۴: له آسمانه پر ځمکه راپرېوتل یې تجربه کړي دي
هغوی له عرشه پر فرش را پرېوتلي دي او بیرته ولاړ سوي دي. د اکثرو فانی موجوداتو له پاره، له عرشه و فرش ته لوېدل احتمالاً د منزل د پای په معنا دي، خو د واقعي خوشحالو کسانو له پاره، دا حالت یوازي د بیاځلي پیل له پاره یو موقعیت او په وجود کي د لا ټینګي ارادې او ټینګ عزم روزل دي. دې خلکو د بریالیتوب په لاره کښي خورا ډېري پېچلومي پر ځانو تېري کړي او خورا ډېري تجربې ئې لیدلي دي. هیڅ تجربه ئې بې ګټي نه ده او هغوی پر دې موضوع د پوهاوي سره پر مخ روان دي.
۵: خپله نیمګړتیا ئې خوښېږي
د واقعي خوشحالو کسانو له پاره نیمګړتیا لرل، هماغه بې نقص توب دئ. هغوی له خپلو نیمګړتیاوو سره اوسېږي او خپلي نیمګړتیاوي او عیبونه ئې منلي دي. واقعي خوشحاله کسان پوهېږي چي د دوی دا نیمګړتیاوي یوازیني څه دي چي دوئ په استثنايي انسانانو تبدیلوي او هغوی له دې کاره بلا خوند اخلي! خوشحالو کسانو دا معلومه او درک کړې ده چي د بې نقص/بې عیب واله په نوم داسي شی نسته او نه یوازي دا چي په بې نقص واله پسې نه دي، بلخوا پوهېدلي دي چي نیمګړتیاوي هم په خپله اندازه عالی دي.
۶: په ژوند کښي سټریس ته لار او ځای نه ورکوي
واقعي خوشحال کسان هیڅکله په ژوند کښي سټریس ته ځای نه ورکوي، هغه که د تغییر مسیر له لاري وي، یا له سټریس زیاتوونکو شرایطو څخه په لېري کېدو سره- او یا په خورا خلاقانه توګه د ځان له پاره لاره هواروي چي له هر ډول سټریس راوړونکي غیر ضروري حالته اجتناب وکړي او چي څومره ژر کېدلای سي له هغو واټن ونیسي. دا کار بل څه نه دي، بلکي پر هغو څیزونو د تمرکز له پاره لارښود دئ چي په رښتیا هم د اهمیت وړ دي او د کوچنیو آزار ورکوونکو فشارونو مخه نیسي څو ونه سي چي په بدترینو مسلو تبدیل سي.
۷: ورزش کوي
د خوشحالېدو له پاره تر هغه کار کولو کوم کار بهتر دی چي له درونه په بدن کښي طبیعي خوشحالوونکي کیمیاوي مواد آزادوي؟ واقعي خوشحاله کسان د سالم ژوند له دنیاګۍ او ورزشه ګټه اخلي، نه یوازي د یو ښه ظاهر لرلو په خاطر، بلخوا ځکه هغوی ته له اوسمهالي احساسه بهتر کس ورکوي! مهمه نه ده که دا ورزش په آزاده فضاء کښي وي یا په کوم ورزشي کلب یا لوبغالي کي، واقعي خوشحاله کسان د ورزش پر ګټو او په بدن کښي د اندروفین پر ترشح کېدو پوهېږي.
۸: پوهېږي چي کافي (بس) دي
نیک وُییچایچ چي یو انګېزه پاروونکی ویناوال دئ د خوشحالۍ له پاره لاس و پښو ته اړتیا نلري. هغوی د هر شي وروستنیو نسخو او د هرڅه بهترینو نوعو ته احتیاج نلري او خپل ارزښت په دباندینیو شیانو پوري نه تړي. واقعي خوشحالو کسانو زده کړي دي چي کوم شی ئې په وجود کي په ځانګړي ډول خوشحالي راپارولی سي. هغوی په اړیکو کښي د(( زه چي څنګه یم؛ همداسي مي ومنه)) کړنلاري استفاده او پیروي کوي. شونې ده چي په ماضی کښې د خپل ارزښتمنتوب پر سر شخړي لرلي وي، په داسي څيزونو پسې تللي وي چي فکر ئې کوی له هغو بهتر انسان جوړوي، خو اوس پوهېږي چي څنګه دي؛ هماغسي عالی دي.
۹: قضاوت نه کوي
هغوی د نورو په اړه پرېکړي او قضاوت کولو ته اړتیا نلري، ولي چي د ځانو په اړه ئې هم د نورو قضاوت نه خوښېږي. خوشحاله کسان دې ته ترجېح ورکوي چي د خلکو څنګه خوښېږي هماغسي دي ژوند وکړي. په دې اړه چي نور څه کوي یا نه کوي اندېښنه غیرضروري او وخت تلفونکې ده او یوازي قضاوت کوونکي شخص ته د برترۍ یو کاذب احساس ورکوي. خوشحاله کسان دې کار ته اړتیا نلري او خوښوي چي د نورو په اړه د قضاوت کولو وخت، د هغوی د پرمختګ له پاره وکاروي.
۱۰: کولی سي چي خپله پاملرنه منظمه کړي
که له کومي ستونزي سره مخامخ وي، همېشه مسایلو د بررسۍ له پاره نوري لاري هم سته. هغوی د خپلي پاملرني او توجه په تنظیم سره کولی سي چي سختي ستونزي بیاځلي ارزیابي کړي؛ له کومي بلي زاویې ورته وګوري. د پاملرني منظم واله، یو نوی نظر او فکر ورکوي او په نوي فکر او نوي نظر سره یوه نوې حللاره پیداکوي.
۱۱: د ماشومتوب شور او زوږ یې نه دی ضایع کړی
خوشاله کسان په دنننه کښي ماشومان دي! هغوی د ژوند له ربړو متاثره سوي نه دي، خاندي او مینه کوي. د هغوی ژوند روان دئ. د ژوند په اړه ددئ کړنلاري په دوئ کښي خلاقیت او لټونګري ژوندۍ ساتي او دا رښتیا باید ومنو چي د دوئ په څنګ کښي اوسېدل په همدې سبب تر دې اندازې خوشحالوونکي دي.
۱۲: له وېري سره مخامخ کېږي
د واقعي خوشحالو کسانو په ژوند کښي ترس او وېره ځای نلري. هغوی د خوشحالۍ په پلټلو کښي بریالي دي او ځانونه ئې د شجاعت او زړه ورتوب په سلاح مجهز کړي دي او د ذرې خوشحالي سره مخ پر وړاندي ځي. له وېرو او وهمونو سره مخامېدل البته بېرونکي دي، خو دا هم د ژوند له سازونو یوه برخه دي چي باید د هغو سره و رقصېږو. له وېرو او وهمونو سره په مخامخ کېدو سره دا کسانان د ژوند کنټرول په لاس کښي اخلي او هیڅ شی نسي کولی چي د دوئ او خوشحالۍ تر منځ ئې واټن او درز پیداکړي.
۱۳: ریسک (خطر) قبلوي
ایلان ماسک، یو بریالی سوداګر دئ په خطر قبلوونکي سره مشهور دئ. خطر قبلوونکي کسان خوشحال تره کسان دي! هغوی پوهېږي د بریالیتوب لوړو څوکو ته رسېدل د خوب له بړستنه ممکن نه دي او دوئ وايي چي پر نوو لارو مزل کول نه یوازي چي ډاروونکي دي بلکي د نوو تجربو له پاره خورا په زړه پوري لاره هم ده چي ژوند ئې د عرضه کولو له پاره په خپل اختیار کښي لري. هغه څه چي دوئ حرکت کولو ته تشویقوي، وده او ددې موضوع په اړه لا ډېر پوهاوی دئ چي دوئ څوک دي او کولی سي چي څه شي ترلاسه کړي. هغوی پوهېږي چي شونې ده تېروزي یا ماتي وخوري، خو د هغوی له پاره ماتې یوازي د ژوند یو بل په زړه پوري درس دی.
۱۴: په زړه کښي هیڅ بغض او عناد نه لري
خوشحاله کسان غسه کېږي نه او په تېرو آزارونو پوري نه ځړېږي، پر ځای ئې خوښوي چي ربړو ته اجازه ورکړي د دوئ له وجوده ووزي. د خوشحالۍ د نابودولو له پاره هیڅ لاره تر دې ښه نه ده چي پخوانیو او پرونیو غمونو پېټی پر خپلو اوږو واخلئ کوم چي ستاسي په غاړه کښي یو اوبال غوندي درلوېدلي دي؛ شتون نه لري. واقعي خوشحاله کسان پر دې حقیقت پوهېږي او ځکه نو له کومو ترخو تجربو چي راوتلي دي؛ هغوی بخښي، ځانونه بیاځلي چمتو کوي او خوشحال تر مخ ته ځي.
۱۵: نور تشویقوي
د نورو په خوشحالۍ خندېدل او دا چي هغوی له خپلو درونیو وړتیاوو اعظمي استفاده کوي، دا کسان واقعاً خوشحالوي. کله چي د نورو سخت کوشش او تلاش ویني هغوی واقعاً خوشحاله کوي او ځکه نو چي څه یې په وس او توان کښي وي د داسي کسانو په تشویق او حمایت کښي یې ترسره کوي. همدارنګه غهوی د نورو په بریالیتوب سره تشویقېږي، نه دا چي رخه وکړي.
۱۶: پر موسکا او خندان مئین دي
خوشحاله کسان د ژوند مفرح او خوشحالوونکي اړخونه ویني او موخه ئې دا ده چي همېشه د ژوند روښانه اړخ ته نظر وکړي. کله چي خاندي په رښتیا چي له خوشحالۍ مالامال دي او کولی سي چي بې روحه کسان هم پر خندا او موسکا راولي. هغوی پوهېږي چي د وخت تېرېدو په څنګ کښي، له خندا او موسکا پرته هیڅ رغوونکی څیز شتون نلري. خندل او موسېدل نه یوازي هغوی خوشحاله کوي، بلخوا د فشار راوړونکو او له سټریسه ډک وختونو له کنټرول سره هم ډېره مرسته کوي.
۱۷: له هر چا وړاندي د ځانو سره صادق او رښتیني دي
هغوی پوهېږي چي که وغواړي نورو ته هر رقم درواغ ویلای سي، خو ټول خوشحاله کسان په ټینګه د خپلو زړونو آواز اوري چي هغوی ته ور په یادوي؛ په بشپړه توګه له ځانو سره رښتیني او صادقه نه دي. له ځانو سره پر مسایلو اعتراف د ځانو سره دصادق او رښتین واله لومړنی ګام دئ، وړاندي تر دې چي وکولی سئ له نورو سره رښتیني اوسئ. دا کار بېروونکي نه دئ، خو باید ترسره سي. واقعي خوشحاله کسان پوهېږي چي که چېري باید خپله واقعي وي باید له ځانو سره صادق اوسېږي، ولي چي د عدم صداقت په شان هیڅ شی نه شي کولی د فرد د خوشحالۍ قطب نما له کاره واچوي!
۱۸: له نورو د مرستي غوښتنه کوي
هغوی پوهېږي چي د کومک او مرستي غوښتل انسان په کمزوري موجود نه تبدیلوي؛ ځکه نو کله چي له چا څخه کومک غواړي د کمزورۍ په کوم احساس یا نورو منفي احساساتو کښي نه راګېريږي. پر ځای ئې له نورو د مرستي غوښتنه کول د نظر او فکر په باره کښي د بل نظر او فکر اخیستلو یا د هغوی د بریالیتوب یا د نورو سره د پېټي شریکولو له پاره یو ښه فرصت ګڼي. هغوی متوجه دي چي شوني دي همېشه لازمه وړتیا په اختیار کښي ونلري چي وکولی سي ټول کارونه په یوازي توګه ترسره کړي. نو که کومک ورسره کېږي یا مشوره ورکول کېږي، لکه څوک تحفه ورکوي- د دې هرڅه ښه راغلاست وايي. هغوی پوهېږي چي کومک غوښتل له دوئ څخه څه نه کموي، بلخوا یوازي کولی سي چي د دوئ ژوند او تجربو ته یوڅه ور اضافه کړي.
۱۹: توپيرونه مني
ټول انسانان په یو شي کي یو وبل ته ورته والی نه لري: له یو وبل سره په توپیر لرلو کښي! واقعي خوشحاله کسان پر دې توپیرونو پوهېږي؛ دا توپیرونه که نژادي، مذهبي، جنسیتي، یا نظریاتي وي یا کوم بل توپیر چي موږ له یو وبله جلا کوي. هغوی تلاش نه کوي چي له تفاوتونو انکار وکړي، بلکي هغه مني او ورته درنښت کوي. د واقعي خوشحالو کسانو له پاره، که ټول یو شان وای دنیا به په یوه کاملاً یوه غموونکي ځای تبدیلېدله.
۲۰: له ژوند سره مینه لري
ژوند سره له کښتو پورتو، لوړو ژورو، خوږو و ترخو چي په ځان کښې لري، د هغو کسانو له پاره چي خالصانه خوشحاله دي یوه لوبه ده چي ښه دئ چي ټول ئې په قدر پوه سو. که خوږ نه سو؛ خبرېږو نه. که درد ونه وینو، زخم ونه وینو؛ د خندا او ښکلا په اهمیت پوهېږو نه او له هغو زیات خوند اخیستلای نه سو. هغوی چي په رښتیا خوشحاله دي له هغه ځای چي پوهېږي د ژوند سره نه جنګېږي، بلکي هغه په همدې بڼه مني. هغوی ددې له پاره چي وکولی سي خوندور، باارزښته ژوند جوړ کړي هر کار چي اړین وي ترسره کوي ئې؛ په ورته وخت کښي پوهېږي ددې له پاره چي وکولی سي په رښتیا سره ددې سفر په قدر پوه سي، کله هم باید کښېني او له دې جریان او مسیره خوند واخلي.