دیل سټېن وايي نوی ځوان لوبغاړی انریچ نیرتاج راتلونکی ستوری دی

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

لیکنه: بهار سمسور

نوموړي دغه خبرې وروسته له هغې کړي وکړې چې انریچ نیرتاج د کپټاون لوبډلې لپاره په لومړیو دوه لوبو کې بهترینه توپ اچونه وکړه او د ده په شتون کې دغې لوبډلې دوه لوبې وګټلې.

انریچ وروسته له هغې د وخت چټک او تجربه لرونکی توپ غورځونکی سټېن پر ځان مین کړ چې د ډوربېن هېټ لوبډلې خلاف يې په لوبه کې د هاشم امله او ټېمبا باوما په شمول څلور مهمې وېکټې تر لاسه کړې.سټېن وايي زه یو له هغوی یم چې د دغه لوبغاړي له توپ اچونې متاثره یم او هغه یو بهترینه توپ اچونکی دی.

سټېن وايي ما ولیدل کله چې پیاوړي لوبغاړي اې بي ډيوېلرز توپ وهنه کوله انریچ د نومړي خلاف ښه توپ اچونه وکړه، دا دېره ګران ده چې ته دې د اې بي ډېوېلرز خلاف په اور کې دوه او دری توپونه مېس کړې انریچ په خپله وړتیا اې بي ډيوېلرز مجبور کړ تر څو بالونه يې لېفټ یا پرېدي. ځکه نو انریچ باید پر ځان وویاړي.

ډيلسټېن وپوښتل شو، د افریقا راتلونکی غوره توپ اچونکی به څوک وي؟

سم دستي يې وویل په ریښتیا سره انریچ هغه د کورنیو لوبو پیاوړی توپ اچونکی دی او کله چې د جنوبي افریقا ملي لوبډله یو بل چټک توپ اچوونکی اخلي نو هغه به همدا انریچ وي. زه ډاډه یم چې زموږ د کریکټ اینده روښانه ده.

کله چې ته د وخت تکړه توپ وهونکي سوځوې نو د کریکټ کوونکو، څارونکو او نړۍ سترګې پر تا خښیږي او دا واضح خبره ده چې اینرېچ به په راتلونکي ای پي اېل کې د یوې لوبډلې له لوري خامخا لوبډلې ته جذب کیږي.

اینریچ تر د جنوبي افریقا په کورنیو لوبو کې ۱۴۶ لومړی درجه لوبو کې لوبیدلی دی او ۱۶۲ وېکټې يې تر لاسه کړي دي، چې دا وخت د تجاراتي لیګ مازانسي MSL کې د کیپټاون له لوبډلې سره لوبیږي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.