د کاروبار یا نوي تولید پيلولو لپاره دا ۶ مرحلې عملي کړئ

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

لیکنه: غازي عابد
دلته موږ پر دې بحث کوو چې کله یو کاروبار پيلوو او یا کاروبار لرو او غواړو په همدې کاروبار کې یو بل نوی تولید مارکیټ یا بازار ته وړاندې کړو، نو اړینه ده چې یو څو پروسې تعقیب کړو، تر څو وشو کړای له تاواني عواقبو یې بچ شو.
ممکن په افغانستان او نوره نړۍ کې مو لیدلي وي هغوی چې یو کاروبار شروع کوي یا یو نوی تولید غواړي بازار ته جوړ او وباسي، له مخکې ورته ځیني لومړني ګامونه تعقیبوي، دا ډول خلک بیا له تاوان بچ وي، ځکه ورته معلومیږي چې څه وکړي. ایا مخکې لاړ شي او که نه !
بل پلو به مو داسې کسان هم لیدلي وي، چې کله یو کاروبار پيلوي یا نوی تولید بازار ته وړاندې کوي، پرته له دې چې دوی عیني شرایط، اړتیا او خپل وس او ددې عواقب وسنجوي کار پيلوي، بلاخره په پای کې له ناوړو نتایجو سره مخ کیږي او هغه شتمني چې لري یې، ددې بې پلانیزه کار له امله یې له لاسه ورکوي.

دا ټکي چې د یوه نوي تولید یا یو کاروبار له شروع کولو یې وړاندې باید په پام کې ونیسئ، دا دي:
۱- د نظریې راپيدا کول
کیدای شي که تاسې کوم کاروبار لرئ، همداسې مو کړي وي، چې لومړی مو په چاپيریال کې پر دې فکر کړی وي چې څه وکړئ، څو ځانته یو مصروفیت او د ګټې وټې لاره پیدا کړئ، ممکن په دې کې مو له نورو هم مرسته غوښتي وي او که خوښه شوي مو وي، بیا مو پرې عملي کار شروع کړی وي.
کیدای شي دا ایډیا یا د نوي تولید نظریا مو له دې ډلو کسانو اخیستي وي:
– د بازار موندنې ماهرین؛ هغه خلک چې د کاروبار او بازار په برخه کې مهارت او تجربه لري، هغوی ته تر هر چا ډیره پته وي چې کوم څه خلک خوښوي او باید ورته تولید شي.
– مصرفوونکي یا مشتریان؛ له خلکو په یو ډول نه یو ډول چې وروسته به پرې بحث هم وشي، وغوښتل شي چې څه ته اړتیا لري او خوښوي یې.
– لکه مخکې مو چې وویل په خپله مارکیټ کې پلټنه کول او لیدل چې د څه شي اړتیا او په کې ګټه محسوسوئ.
Middlemen یعنې پرچون پلورونکي، عمده پلورونکي، توضیح کوونکي، اجنټان یا نماینده ګان… دا خلک ښه پوهیږي چې پيریدونکي، دوکانداران ترې څه غواړي، څه شي ته اړتیا ده او څه ښه تمامیدای شي.

Midelmen پوهیږي چې مارکیټ څه ته اړتیا لري

Suppliers یا هغه خلک او کمپنۍ چې پاخه، خام یا نیمه خام مواد د کاروبار لپاره تولیدوي، دوی ته هم ښه پته وي چې هغه کوم شیان دي چې ډیر پیدا کیږي او تر ډیره دوی ته بیا ښه ترلاسه کیدای شي.
– میډیا یا رسنۍ؛ کیدای شي له رسنیو خبر شئ چې څه شی ډیر مارکیټ لري او خلک څه غواړي. همداسې نور…
۲- د راټولو شویو نظریاتو او مفکورو شننه
کله مو چې له پورته خلکو او ادرسونو بیلایبل نظریات خوښ کړل، اوس باید په دې شننه وکړئ چې کومه ممکنه او مناسبه ده او کومه نه ده. دلته وګورئ چې په کومو لږ لګښت راځي، مارکیټ کې ورته تقاضا شته، په کم وخت کې جوړیدای یا اماده کیدای شي، حد اکثر څومره ګټه به وکړي او عموم کې یې تولیدول به څومره ښه وشي.
۳- د انتخاب شویو نظریاتو ارزیابي
دا د سوال پاڼې په ډول ترسره کیږي، په دې ډول چې له خلکو د تولید په اړه مشخصې پوښتنې کوئ، چې دا تولید یې خوښيږي که نه، ولې یې خوښيږي، ولې یې خوښيږي نه؟…
دا پوښتنې کیدای شي تر خپله وسه چې څومره ممکن وي له ډیرو خلکو وکړای شي، که د خلکو نظریات مثبت ول، بیا نو مانا دا چې تولید ښه دی او باید جوړ شي، که مناسب نه وي او د خلکو ځواب نه وي، نور به مخته نه ځئ او لا ډیر تولید به نه کوئ. یعنې له لویو تاوانونو خو به بچ شئ.
۴- کاروباري پلان جوړول
په دې مرحله کې به خپل یو پلان ورته جوړوئ، هغه نظریو په اړه چې خلکو مثبته رایه ورکړه، څومره مصرف به پرې راشي او له دومره مصرف سره به یې ګټه څومره وي. یعنې بیا موږ ته معلومیږي چې کومه نظریه باندې مصرف کم او ګټه ډیره راځي.

۵- په نظریې عملي کار پیلول
په دې مرحله کې بلاخره تولید جوړوو، خو باید زموږ تولید هغسې سره سم وي، څه ډول چې له پورته مرحلو راتیر شوی وي، که داسې نه وي، ممکن موږ له بې باوره شو او ټولې مرحلې مو ناکامي شي. په ټوله کې په دې مرحله کې خبره له تیوري عمل ته ووځي.
۶- په بازار کې یې ازمایل
کله مو چې تولید اماده شو، نو همدا تولید د نمونې په شکل باید لومړی په لږه اندازه پروسس شي او بازار ته د سیمپل په توګه وړاندې شي، چې خلک یې اخلي او که نه، دا په کاروباري نړۍ کې خلک په بیلابیلو ډولونو سره کوي، لکه ځیني ادارې دا نورو ادارو او خلکو ته وړیا ورکوي څو ددوی تولید خلک وګوري، خوښ شي او بیا یې ترې واخلئ، یا یې په بیلابیلو میلیو او فیسټوالونو کې په وړیا ډول ویشي…
۷- بلاخره د کاروبار ډاډه پيل
که پورته مرحله کې هم کامیاب شو، مانا دا شوه چې تاسې یو غوره کاروبار پيل کړی او باید مخکې لاړ شئ، نو بلاخره کاروبار مو دوامداره وساتئ او بازار موندنې پراختیا ته مو کار وکړئ. یعنې اوس د سوداګرۍ او تجارت نړۍ ته ورشامل شوئ، چې هم سیالي کوئ او هم د په نورو نوښتونو فکر کوئ.
له بریاليو مرحلو وروسته مو تولید تر خپله وسه هر ځای ته ورسوئ

یوه مهمه یادونه: کیدای شي ځیني دوستان فکر وکړي چې دومره مرحلې طۍ کوو، نو که په نیږدې وروستۍ یا منځنۍ مرحله کې خلک منفي رایه ورکړي یا ناکام شي، نو هغه شوی تاوان به څنګه شي؟ ځواب دا دی که په منځنیو مرحلو کې تاوان وکړئ، له دې خو ښه دی چې تاسې په بشپړ ډول ښه ډیر مصارف هم وکړئ، تولیدات هم وکړئ… او په پای کې تاوان سره هم مخ شئ، نو که مخکې مو لږ تاوان کاوه، په دې ډول سره ښایي ټوله شتمني له لاسه ورکړئ.
نو ښه دی چې خپلې شتمنۍ ته اور ورته نه کړئ او په لږ مصرف سره پوه شئ چې دا ډیره پانګه مو په دې کاروبار کې ولګوئ او که نه !