کرکټ، اخلاق او اصول

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

هسې خو هره لوبه ځانګړي اخلاق او اُصول لري، نړۍ کې چې هره لوبه د کوم د هېواد له خوا رامنځته شوې؛ د هغې لوبې لپاره یې د تراسروي ځانګړي کوډونه، اخلاق، قوانین او اصول وضع کړي دي.
دا اخلاق، اصول، کوډونه او قوانین حدودات او سرې کرښې دي، که یو څوک له دغو کرښو اوړي او ماتوي یې بیا نو همدغه د اصولو او قوانینو ماتېدنه د لوبغاړي، لوبڅار، روزونکي، بورډ او نورو دخیلو کسانو ملا ماتوي په بند، مالي سزا او له لوبو څخه یې د موقت او دایمي محرومیت سبب کېږي او دې سره، سره لوبغاړی معنوي ارزښت او درناوی هم له لاسه ورکوي.
ډېری لوبغاړي شته، چې په کرکټ کې ښې لوبې کوي؛ خو چې اخلاق یې فاسد وي؛ نو د ننداره کوونکو بیا نه خوښېږي او لعنت پرې وایي.
لکه چې کور، چم، ګاونډ، اداره او په اصطلاح په ټول ژوند کې اخلاق، اصول او قوانین رعایتول خلک له ستونزو، بلاوو او بدمرغیو ساتي نو همدا شان په لوبو کې د اصولو، مقرراتو، قوانینو او اخلاقو رعایتول د خلکو حېثیت زیاتوي او دې سره سره له بدو عواقبو څخه هم ژغورل کېږي.
کرکټ چې د انګلستان هېواد ملي لوبه ده او اوسمهال د نړۍ په ډېری هېوادونو کې ترسره کېږي؛ نو د دې لوبې لپاره هم ځانګړي اصول، مقررات او قوانین شته دی، چې لوبغاړي او لوبو کې دخیل کسان مکلف دي، دا اصول او قوانین ومني.

د یوې نړیوالې لوبې پرمهال د ویرات کوهلي او عمران طاهر ترمنځ شخړه

کرکټ که څه هم پېړۍ وړاندې رامنځته شوې لوبه ده، او کال په کال د لاعصریتوب په لور ګړندي ګامونه اخلي. نو ورو، ورو ورته اصول او قوانین هم عصري بڼه غوره کوي.
پخوا چې ټېکنالوژي نه وه په دغې لوبه کې ډېرې درغلۍ، سهوې او لانجې کېدلې. اوس تر ډېره پورې ټېکنالوژۍ نه یواځې دا چې په کرکټ کې د درغلۍ مخه نیولې بلکې تر ډېره یې نورې لوبې هم جذابې کړي دي.
مثلا د لوبغاړي د اوټ یا سوځېدو پرمهال د مېدان لوبڅار نه پوهېږي، چې لوبغاړی اوټ دی کنه؛ خو تلویزیون لوبڅار شته چې هغه ته د ټېکنالوژۍ پرمټ دا صحنه وښيي او بیا تر هغې وروسته دقیقه پرېکړه وکړي.
کرکټ د نوو او قوي اخلاقي ارزښتونو ته قایله لوبه ده، د کرکټ نړیواله شورا غواړي چې د دولتونو په کچه د دې لوبې لپاره معیاري اصول وړاندې کړي. دا مهمه ده، چې د کرکټ سپڅلتیا او ارزښت لا ارزښتمن وساتل شي. دا هرڅه د کرکټ نړیوالې شورا د دې لپاره وضع کړي، چې د کرکټ روغتیا او ځواک په هره کچه ژوندی وساتل شي.
د کرکټ نړیوالې شورا اصول او قوانین وضع کړي او د هغې پلي کولوته ژمنه ده، په دې برخه کې هیڅ راز درغلي او سستي نه مني. دوی د اصولو د اجرا لپاره اشخاص او تدابیر لري.
د لوبې د اخلاقو او اصولو لویه موخه دا ده، چې کرکټ لوبه رڼه او روښانه شي او د روښانتیا په صورت کې خلک د کرکټ په نړیوالې شورا او کرکټ لوبې ډېر باور پېدا کړي.
د شاهد افریدي او ګاتم ګمبیر ترمنځ لانجې انځور

دا اصول او قوانین په لوبو کې د هر راز درغلیو، جنګ جګړو، بدې ژبې کارولو، ناسم عکسل العمل ښودلو، فساد او نورو برخو د کنټرول او مخنیوي لپاره دي.
کرکټ کې سلوک باید د لوبغاړو له خوا ډېر لوړ وي، رښتینولي، بې پرېتوب، مساوات او سپېڅلتیا په کرکټ کې ډېره مهمه ده.
مثلا که یو لوبغاړی په کرکټ کې سوځېږي، باید ومني چې زه سوځېدلی یم؛ خو د نوبال چېک کول د لوبغاړي حق دی، چې د لوبڅار تر پرېکړې په لوبغالي کې انتظار وباسي، د هندوستان سچېن ټېنډولکر چې به کله پوه شو چې اوټ یم نو خپله به روانېده.
د کرکټ په برخه کې د چارواکو رول ډېر مهم دی، چې دوی د نړۍ په کچه کرکټ لا د باور وړ او رښتینی کړي.
په ترتیب سره د کرکټ نړیوالې شورا داسې اپلېکېشنونه او بنسټونه جوړکړي، چې په هغې کې د اخلاقو تلقین کوي او د اخلاقو افسر په نامه څانګه لري، هغوی ته د کرکټ په برخه کې د اخلاقو برابرولو لومړنۍ ذمه واري ورپه غاړه ده.
د لوبڅار لپاره ځانګړي اخلاق او وظیفې دي او همدا راز د لوبغاړي لپاره هم بېل اخلاق او اصول دي.
یو لوبغاړی باید د لوبې پرمهال د بل لوبغاړي سپکاوی ونه وکړي، یو لوبغاړی په بل لوبغاړی قهر او غوسه نه شي کولای. په بل لوبغاړي پسې خبرې کول او د هغه غوسه کول په لوبه کې منع دي. کنځل کول، لاس اچول، ګوزار کول، ګواښ کول، لفظي او فزیکي حرکتونه منع دي.
د اسټرالیاوي بالر میچل سټارک او سریلانکايي توپوهونکي ترمنځ شخړه

د لوبڅار پر وړاندې باید لوبغاړی ناسم چلند، ناسمه ژبه او ناسم برخورد ونه کړي او لوبڅار هم نه شي کولای چې د لوبغاړي پر وړاندې ناسم چلند وکړي.
په کرکټ کې د ناقونونه پېسو اخېستل، مېچ کې جوړجاړی یا فېکسېنګ په کلکه منع دي.
د لوبې پرمهال د لوبغاړي ډيکه کول یا ټېله کول، په لوبغاړي پسې د اوټ کېدو پرمهال قدمونه ور اخېستل او هغه غوسه کول، بدې ردې ویل او نور منع دي. په چا پسې توپ، بېټ، وېکټ، پېډ، بوټ او نور توکي وارول منع دي.
د بال د حالت بدلولو، د پېچ یا وېشتن ځای د حالت بدلول او نور فرېبونه په کرکټ لوبوکې درغلۍ شمېرل کېږي او مجازات پکې شته.
په اسیا جام سیالیوکې د افغانستان او پاکستان په لوبه کې حسن علي او راشدخان جریمه شول، ځکه چې د یو بل پر وړاندې یې ناسم عکس العملونه ښودلي وو.
قوانین او اصول دي، چې بیا اجرایوي ضمانت لري او راعایتول یې د لوبغاړي مکلفیت دي.
ډانیل وېټوري چې د نیوزیلېنډۍ لوبډلې لوبغاړی او لوبډلمشر و دوه ځلې یې د ښو اخلاقو جایزې اخېستې وې.
برېن لارا د اسټرالیا خلاف یوه لوبه کې د برېټ لي او شېن وارن له خوا سخت تهدید شو؛ نوموړي د اسټرالیایي بالرانو پر وړاندې خطرناکه توپ وهنه وکړه؛ نو بالرانو پر ځای د دې چې هغه وسوځوي؛ په لفظي بڼه تهدید کړ.
برېن لارا چې د ویسټ انډیز لوبډلمشر و، د کرکټ د ښه لوبغاړي ترڅنګ ښه بوکسر هم و، نوموړي اسټرالیایي بالرانو ته وویل، چې اوس د لوبې وخت دی او چې لوبه ختمه شوه، که بیا مو جنګ ته زړه و جنګ هم کوو.
په همدغه کال برېن لارا د ښو اخلاقو جایزه د کرکټ نړیوالې شورا څخه تر لاسه کړه.