ارشاد رغاند
ولسمشرغني پرون د ننګرهار له یو شمېر خلکو سره په لیدنه کې ادعا وکړه، چې په ننګرهار کې د نړیوال اسلامي پوهنتون په اړه ده او د اسلامي همکاریو سازمان ته غلط معلومات ورکړل شوي وو.
ښاغلي غني غلط معلومات ورکوونکي د بهرنیو چارو وزارت اړوند وګڼل او د هغوی پرمجازاتولو یې ټینګار وکړ.
ده همدا شان ډاډ ورکړ، چې دا پوهنتون به په ننګرهار کې جوړیږي.
نور تورونه او ادعاوې
له ننګرهار څخه کابل ته د جوړیدونکي نړیوال اسلامي پوهنتون د لېږدونې د پروژې پریکړه د وزیرانو عالي شورا د لړم د دویمې په میاشتینۍ غونډه کې، چې مشري یې ولسمشر غني کوله، وکړه.
د ارګ د خبرپاڼې له مخې د دغه پوهنتون د انتقال وړاندیز د لوړو زده کړو وزارت د اسلامي همکاریو د دولسم کنفرانس د مصوبې له مخې وکړ.
سرچینې ویلي و، چې کابل ته د پوهنتون د لېږدونې وړاندیز دغه وزارت وکړ او کابینې د تایید ترڅنګ د ښار جوړونې وزارت ته د کابل په چاراسیاب ولسوالۍ کې دغه پوهنتون ته د ځمکې د بندوبست لارښوونه وکړه.
له دې سره د ولسمشر ځینو منتقدینو تور پورې کړ، چې هغه د ټاکنیز کمپاین لپاره دا پوهنتون له ننګرهاره ګرځولی او بیرته به یې ورکړي.
ځینو لا ویل، چې هغه دا پوهنتون چاراسیاب ته ځکه لېږدوي، چې یو خو د ولسمشر پلرني ولایت(لوګر) سره ګاونډی دی او بل پردې سیمه د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار دی.
منتقدینو په امتیازي ډول د ښاغلي حکمتیار ډلې ته د دغه پوهنتون د واک سپارلو وړاندوینه هم کړې وه.
په هرحال؛ نور تورونه ریښتیا نه شول، خو ولسمشر د یوې وړاندوینې مطابق تر سختو ولسي او سیاسي اعتراضونو وروسته یاد پوهنتون بیرته ننګرهار ته ورکړ.
حکومتي ګډوډي
دلته یو څه چې ډېر په روښانه لیدل کیږي، د افغانستان په حکومتي نظام کې پراخه ګډوډي، بې نظمي او د ځینو په اصطلاح د واک او پریکړو فردي یا ټیمي انحصار دی.
ولسمشر غني، چې خلکو د پوهنتون د انتقال په مسئله کې ټول تورونه پر ده لګول، یو مخ ځان سپین او پړه د بهړنیو چارو وزارت پر ځینو مسولینو واچوله.
غالبا هدف به دا و، چې هغوی د اسلامي همکاریو سازمان ته په ننګرهار کې د اسلامي پوهتتون د جوړیدو په اړه غلط ذهنیت ورکړی وي.
په دې برخه کې څو ټکي د پام وړ دي:
– که د بهرنیو چارو وزارت په غلطو معلوماتو پوهنتون د تمویلونکو اسلامي هېوادونو ذهنیت خراب کړی وي او دغه سازمان د لوړو زده کړو وزارت ته خپل بدل شوی نظر رسولی وي، دې وزارت ولې دا موضوع زر سمدلاسه د وزیرانو شورا د غونډې په اجنډا کې شامله کړی شوه؟
– د وزیرانو شورا مخکې د داسې بحثونو لپاره تخصصي او بین الوزارتي کمېټې لرلې. مثلا: اقتصادي، علمي او فرهنګي، ټولنیزه او ورته نورې کمېټې. اوس هغه کمېټې نشته که واک و صلاحیت ځنې اخیستل شوی؟
– ولسمشر د لسګونه سلاکارانو په ډله کي څو تنه علمي مشاورین لري، چې یو ارشد مشاور یې د ننګرهار دی. دوی یې تش په نوم ساتلي؟ مشورې ترې نه اخلي او که دوی غلطې مشورې ورکوي؟
– حکومت ولې په دومره وخت کې د داسې پارونکې مسئلې د څېړلو او ولس ته د ریښتیا ویلو لپاره کوم پلاوی ونه ټاکه؟
– څوک دا باوروي، چې د ولسمشر ادعاوې به په دې اړه ریښتیا او د سرغړونکو د مجازات ژمنه به عملي وي؟
او…
پایله
حکومت او په سر کې یې ولسمشر که مني کنه، هم د اسلامي پوهنتون په موضوع او هم په نورو وعده خلافیو کې ننګرهاریانو؛ بلکې ټول ولس ته کم اعتباره شوي دي.
دوی د حکومتولۍ، بې غورۍ او توپیري چلند په رامنځته کړې دغه فضا کې خلکو ته ضدو نقیضې او د ورځې په نرخ ډېرې خبرې کوي، خو پایلو او جانبي عوارضو ته نظر نه کوي.
څه موده مخکې چې غزني پرله پسې څو ورځې تر سختو بریدونو لاندې او سقوط ته نیږدې و، ولسمشر غني مدعي شو چې د غزني د وضعیت په اړه غلط معلومات ورکړل شوي وو.
هغه ممکن غوښتل، په دې خبره د خلکو له سمدستي نیوکو ځان خلاص کړي، خو دا یې هېر و چې د اعلی سرقومندان او د ۲۰ ساعته مسلسل کار او پر وضعیت د بشپړ مسلط د مدعي په توګه یې خپل رسمي حیثیت څومره زیانمن او تر سوال لاندې راوسته.
حکومت ته په ټوله کې په کار ده، چې له ولس سره داسې لوبې نور تکرار نه کړي، چې یوه ورځ ورته په ګټه او بیا اوږده موده په بې باورۍ او تاوان تمامیږي.
د دې وضعیت د رغولو لپاره د حکومتولۍ د سیستم منظمول، مسولانه کول او له احتمالي انحصارګرۍ ژغورل هم خورا ضرور دي.