لیکنه: بهار سمسور
وروسته له هغې چې پاکستاني کریکټ بورډ په پاکستان سوپر لیګ کې د ګډون کونکو لوبډلو څخه وغوښتل، څو د ۲۰۱۹ کال څلورم پړاو لپآره ورته د لوبغاړو لېستونه وسپاري د کراچۍ لوبډلې ادارې د دغه پښتون پاکستاني الرونډر شاهد افریدي نوم په لېست کې نه دی لیکلی.
په داسې حال کې چې شاهد افریدي دوه کاله وړاندې د خپل تره زوی جاوید افریدي پیشاور زلمي لوبډله چې په پاکستان غوره لیګ کې زیات زیات مینوال لرونکي لوبډله ده پرېښوده.
په هغه وخت کې افریدي رسنیو ته څه نه ویل خو جاوید دا تاید کړه چې افریدي ورسره د ځينو نورو ستونزو له وجهې په لوبډله کې پاتې کیدل نه غوښتل.
د کراچۍ لوبډلې سره له دې چې افریدي پريښی، خو یو شمېر نور لوبغاړي يې له ځان سره ساتلي چې په هغې کې محمد امېر، بابر اعظم، کولین مونرو، عثمان خان، کولین انګرام، عماد وسیم، محمد رضوان، راوي بوپارا دي.
پرېښول شوي لوبغاړي د افریدي په ګډون اساما میر، خرم منظور، مېچل جهانسن، لوک رایټ، ډېوېډ ویس، طابېش خان، محمدعرفان، حسن موحسن، ایون مورګن، سیف الله بنګش.
وبه کتل شي چې پښتون شاهد افریدي به راتلونکي اونۍ کومه بله لوبډله په بولۍ کې تر لاسه کړي کنه بیا يې هم کراچۍ په نصیب کیږي.