وير زهرا ۱۴ کلن شو؛ د پریټي زینټا او شاه رخ خان د مینې داستان

رنګین تجريدي ډیزاین

ليکنه: مدثر دعوت
وير زهرا؛ د دوو عاشقانو يوه داسي کيسه چي د دوی يوځای کيدل پکښې ناممکنه وه خو ددوی ريښتينولۍ هيڅ قانون ته دا موقع ورنکړل چي دا عاشقان سره بيل کړي.
۱۴ کلونه وړاندي د يش چوپړا په ډايريکټرۍ د شاه رخ خان او پريتي زينتا فلم د ۲۰۰۴ز کال د نومبر په ۱۲مه نيټه بازار ته وړاندي سو.
په فلم کي شاهرخ خان يو هندی پيلوټ دی او پريتي زينتا يوه پاکستانۍ پيغله ده.
د پريتي نوم په فلم کي زهرا حيات خان ده اوشاهرخ خان بيا وير پرتاب سينګ نوميږي.
زهرا دخپل انا د وصيت سره سم د هغې ترمرګ وروسته يې خاوري هندوستان ته وړلې، ترڅو د ګنګا په مشهور سيند کي يې توی کړي، خو په لار کي موټر پيښه کوي او د اکثريت مسافرين زخميان کيږي، وير د طيارې له لاري د نورو سپرليو سره يو ځای زهرا هم تر روغتون پوري رسوي.
۲ وير زهرا ۱۴ کلن شو؛ د پریټي زینټا او شاه رخ خان د مینې داستان
وروسته کيسه اوږديږي،او ان شاه رخ خان يې تر پاکستان پوري ورسوي، وير په پاکستان کي نيول کيږي او بې له محکمې د هندي جاسوس په تور تر ۲۲ کلنو کي بې سرنويشته په بند کي تيروي.
وير، د میني، جلاوطنۍ، زړورتیا او قربانۍ په غم کي ډير وځوريدی، هيله يې ختمه سوې وه داسي فکر يې کوی چي مرګ به يې هم په همدې محبس کي وي.
۳ وير زهرا ۱۴ کلن شو؛ د پریټي زینټا او شاه رخ خان د مینې داستان
راني مکرجي پدې فلم کي مدافع وکيله ده، دا تر دوړو لاندي دوسيه راباسي او د ۷۸۶ په نوم بندي د حقوقو د دفاع لپاره مبارزه پيلوي،پداسي حال کي چي موضوع د دوو هيوادونو ترمنځ وه، دوسيه څيړل کيږي او تر ددويشت کلونو وروسته وير بيګناه ثابتيږي، خو لا يې هم معشوقه ورته انتظار وه.
د شاهرخ خان پلار او مور(اميتاب بچن او هيماملاني) نور په نړۍ کي نه وه.
په هرصورت،دادی د وير زهرا دفلم ۱۴ کلونه پوره سول خو ټولي سندري يې مخکي لا د داورانو له لوري سوپرهيټ يادي سوي وې.
وير زهرا فلم ۷ جايزې وګټلې چي د کال دغوره فلم، غوره نارينه اداکار او غوره ښځينه اداکاري جايزې پکښې شاملي وې.
پريتي زينتا په خپل ټويټ کي د يش چوپړا يادونه کړې او ويلي يې دي چي خوشهاله يم دداسي غوره فلم يوه برخه يم. د شاه رخ خان او راني مکهرجي څخه يې هم مننه کړې.
د روان کال د ډسمبر مياشتي په ۲۱مه نيټه دشاه رخ خان نوی فلم د زيرو په نوم ريليز کيږي چي انوشکا شرما او کټرينا کايف هم ورسره دي.
د زيرو فلم ټريلر کابو يوه اونۍ مخکي ريليز سو چي د نړيوالو پام يې ځانته راواړوی، د نړۍ مشهورو څيرو خوښ کړ او ډير زيات ريکارډونه يې مات او جوړ کړل.