له تېرې اونۍ راهیسې د غزني پر جاغوري او مالستان ولسوالیو او له څه مودې راهیسې د ارزګان په خاص ارزګان ولسوالۍ كې چې درې واړه سیمې د هزاره وروڼو مېشت ځایونه دي، د وسله والو طالبانو د درنو بریدونو خبرونه ورکړل شوي.
په دغو بریدونو کې ځایي خلکو او افغان ځواکونو ته د درنو تلفاتو خبر ورکړل شوی.
له بریدونو سره هم مهاله د مختلفو سیمو اړوند هزاره مدافعینو د طالبانو د بریدونو او د حکومت د بې غورۍ پرضد اعتراضیه حرکتونه پيل کړي.
دا اعتراضیه حرکتونه تېره شپه د ارګ تر دروازو رسیدلي او حکومت یې اړ ویستی، چې جاغوري او مالستان ته د ملي اردو او ملي امنیت ځانګړې قطعې د طالب ځپلو لپاره واستوي.
د هزاره سیمو دغو تازه نا امنیو او ورسره تړلو اعتراضونو او اقداماتو د یو شمېر پښتنو مدافعینو اعتراض هم پارولی.
دوی ګیله من دي، چې د دوی سیمو ته د کلونه ـ کلونه نا امنۍ باوجود هغسې پاملرنه نه ده شوې، لکه په څو اونیو کې چې هزاره سیمو ته موجوده ده.
دوی ځينې دا پوښتنه کوي، چې د پښتنو او هزاره وو د وینې رنګ له یو بله څه فرق لري، چې د حکومت پاملرنه دواړو ته له یو بله فرق کوي؟
د وینو رنګ که ارادې فرق کوي؟
په دې كې شک نشته، چې د ټولو افغانانو او حتا ټولو انسانانو او نورو ژوندي موجوداتو د وینې رنګ سره فرق نه لري، خو دا واقعیت دی چې د وینه توییدو د مخنیوي او امنیت راوستو لپاره د هڅو په برخه کې ارادې فرق لري.
له دې كبله پښتانه مدافعین، قومي مخور، سیاسي مشران او حتا فردـ فرد ځان له دې ملامتۍ نه شي خلاصولی چې پخپلو سیمو کې یې د لسګونه کلونو پرله پسې جګړو، وژنو، ورانونو او نورو بدمرغیو پر وړاندې په هغه ډول چې په کار وه، خپل غږ په منظم او منسجم ډول نه دی پورته کړی.
طالب؛ د ورور په جامه کې دښمن
د پښتنو لپاره یو لوی مشکل په دې برخه کې له دوی سره د طالبانو قومي رشته هم ده.
طالبان سره له دې، چې د سیاست په میدان کې د پښتنو کارت په لاس کې لري او هم په کلیوبانډو کې د قومي اړیکو، دود دستور او نورو تړاوونو له مخې د همدې قوم له امکاناتو ګټه اخلي، خو په عمل کې یې تر هرچا ډېر دا قوم وژلی، رټلی، ځپلی او له سم ژونده محروم کړی.
سوداګر چارواکي او سیاستوال
د پښتنو یوه بله لویه ستونزه د دوی په لیکو کې د سوداګرو چارواکو او سیاستوالو زیاتوالی دی.
ډېری پښتانه چارواکي او سیاستوال د دغه قوم په نوم او ادرس د سیاست او حکومتولۍ په میدان کې لوبیږي، خو په عمل کې نه یوازې دغه قوم ته د ویښتیا، منظمتوب او له نوي عصر سره د یو ځای کیدو د هڅو پرځای هڅه کوي چې په ممکنه ډول د دغه قوم د سرخلک د سیاست او فعالیت له میدانه حذف او خلک منظمیدو ته پرې نه ږدي، څو دوی ته سرخوږی نه شي.
له هزاره وو زده کړه په کارده!
هزاره او نور ټول قومونه وروڼه حق لري، چې د خپلو سیمو د ژغورنې لپاره د قانون مطابق مدني او نور اعتراضیه حرکتونه وکړي.
پښتنو سیاستوالو، مدافعینو او فرد ـ فرد ته لازمه ده چې د دوی له منظمو جوړښتونو، حق غوښتونکې روحیې او د دوست او دښمن له څرګند تعریفه ډېرڅه زده کړي.
دوی که په دې برخه کې پوره لاس په کار شي، کولای شي چې ځانونه هم د ترهګرو له ظلم او زیاتي، هم د حکومتي چارواکو له فساد او نا اهلۍ او هم له سل و زرو نورو سیاسي او ټولنیزو ستونزو وژغوري.