د نړۍ هغه لوبغاړي چې کرکټ یې پریښودو یې مینوال خفه کړل !

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

د کرېک بز وېب پاڼې داسې یو راپورخپور کړی، چې پکې د هغو لوبغاړو یادونه شوې ده، چې نړیوال کرکټ یې په خورا خفګان پای ته رسولی دی.
د لوبو یا ورزش په برخه کې تقاعد یا رېټایرمېنټ هغه مسئله ده، چې هم لوبغاړي خفه کوي او هم د هغوی ننداره کوونکي خفه.
مختلفو هېوادونو او د هېوادونو لوبغاړو د ورزش په برخه کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړي دي، چې بیا همدغه لوبغاړي یا تقاعد شي او یا یې هم پر ځای نور لوبغاړي لوبېږي، چې بیا د هغه مینه وال پرېشانه کېږي.
د ۲۰۱۸ م کال لومړیوکې ای بي ډیویلیرس استعفی وکړه، چې ډېری مینه وال او د کرکټ لوبغاړي یې ولړزول.
ویسټ انډیز د کرکټ په نړۍ کې مختلف حېرانوونکي او بې رحمه توپ وهونکي او الراونډران کرکټ ته وړاندې کړي دي.
چې په دې لړ کې د ۱۹۷۰ م کال څخه تر ۱۹۹۰ م کال پورې یې داسې لوبغاړي د کرکټ په نړۍ کې زیات کړي وو، چې د کرکټ پرېښودل یې ټولې نړۍ ته د خفګان لامل شو.
د دغو لوبغاړو په منځ کې جویل ګارنر د توپ اچوونکي په صفت، انډي رابرټس، مالکم مارشال، مېچل هولډېنګ هغه لوبغاړي وو، چې په ۱۲ ټېسټ لوبو کې یې یوه هم نه وه بایللې.

راهول ډراوېډ، هندی توپوهونکی

اسټرالیا هم داسې لوبغاړي د کرکټ نړۍ ته وړاندې کړي، چې د کرکټ پرېښودل یې بیا په خفګان اوښتي دي.
۱۹۹۰ م کال څخه تر ۲۰۰۹ م کال پورې اسټرالیا د کرکټ لپاره ښه لوبغاړي وړاندې کړي دي، چې برېټ لي، شېن وارن او د نورو لوبغاړو نومونه پکې د یادولو وړ دي.
خو د دغو لوبغاړو په منځ کې بیا الېسټېرکوک، سچېن ټېنډولکر، شېن وارن، مورلي درن، جېکس کالېس او راهول ډراوېډ هغه لوبغاړي دي، چې د دوی د کرکټ پرېښودل د ډېرو مینه والو لپاره د خفګان سبب شو.
باید یاد شي چې افغانستان هم اوس نه هېرېدونکې وړتیاوې کرکټ ته وړاندې کوي.
راشد خان، مجیب ځدران او حضرت الله ځاځی

مورلي درن د سریلانکا سپېن بالر و، سچېن ټېنډولکر او راهول ډرایوېډ د هندوستان هېواد توپ وهونکي وو، شېن وارن د اسټرالیا سلو لېګ برېک بالر و. جېکس کالېس د سهیلي افریقا نامتو الراونډر و.
اوس تازه د سریلانکا اف برېک توپ اچوونکي رنګانا هرات هم تقاعد اعلان کړ او لوبو سره یې مخه ښه وکړه.
یواځې به همدا لوبغاړی نه دی، چې خلک یې په تګ خفه شوي دي، بلکې تېره میاشت د ویسټ انډیز مشهور الراونډر ډوېن براوو هم په تقاعد سره ډېری مینه وال خفه کړل.
رنګانا هرات، د سریلانکا توپ اچوونکی

او دا لړۍ هرکال روانه ده، چې د کرکټ نړۍ ورسره خفه کېږي، خو بدل کې یې داسې لوبغاړي راځي، چې بېرته مینه وال خوشحاله کوي. چې ښه مثال یې افغان راشدخان، حضرت الله ځاځی، مجیب ځدران او نور نړیوال لوبغاړي یادولی شو، چې د نړۍ په کچه ځلېدلي دي او د خلکو مینه یې له لوبې سره ډېره شوې ده.