دا پنځه مشورې د زکام د مخنیوي لپاره ګټورې تمامیږي

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

ليکنه: جيمي ډيليسيو کليټون
ژباړه: ډاکټر عبدالفتاح خاکسار
کیدای شي د زکام پرمهال تاسې له بيلابيلو لارو چارو کار واخلئ.
که چيری تاسې په کومه اداره، دکان او يا هم سبزي منډۍ کې کار کوئ، نو که په دغه حالت کې تاسې په زکام باندې اخته شوۍ، کولای شئ چې د زکام د مخنيوي په خاطر له دغو پنځو ټکو څخه کار واخلئ:
۱- لاسونه وینځل
د تشناب څخه وروسته بايد خپل لاسونه ووينځو ځکه چې کله هم تشناب ته ننوځو نو زموږ لاسونه د تشناب د دروازې قلفک سره او يا هم تشناب مربوط نور څيزونو سره لګيږي، نو د بکترياو او وايروسونو پواسطه ډېر ژر ککړيږي او د ککړيدو څخه وروسته که د خپلو لاسونو باندې مخ او يا هم پزه لمس کړو، نو ليرې نده چې په زکام اخته شو، په همدې اساس بايد لاسونه ښه پاک ووينځل شي.
۲- د خوب ځای ته وختي لاړ شئ
ددې لپاره چې زموږ د بدن معافيت سيستم د نورمال حالت پاتې کېدلو لپاره او د خارجي وايروسونو او بکترياو په مقابل کې قوي پاتې شي، نو باید د شپې له خوا وختي ويده شو.
۳- باکيفيته او د زيات ويټامين لرونکي خواړه خوړل
باکيفيته او زيات ويټامين لرونکي خواړه کولای شي چې زموږ د بدن معافيت سيستم قوي وساتي. مثلاً: تازه ميوجات او سبزيجات چې د ويټامينونو څخه شتمن دي بايد وخوړل شي ترڅو زموږ د بدن معافيت سيستم قوي او برحاله پاتې شي.
۴- تمرين کول
زموږ د بدن معافيت سيستم قوي کېدو يو بله مهمه لاره دا ده چې بايد روزمره تمرين وشي، د تمرین په مرسته زموږ د بدن حجرات او عضلات په حرکت راځي چې دغه حرکت زموږ بدن ته قوت رابښي او معافيت سيستم مو هم ورسره قوي کيږي.
۵- Try Zinc Lozengesدرمل خوړل
نوي څېړونو ښودلې که چېرې دغه دوا روزمره 100mg وخوړل شي نو د ښه کېدو چانس يې زيات دی يعنې په څلورويشت ساعتونو کې به ښه کېږي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.