روهېت شرما یو بل نړیوال ریکارډ جوړ کړ !

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

د هندۍ لوبډلې چټک اوپنر او پیلوونکي لوبغاړي روهېت شرما د شل اوریزه لوبو سلیزو نوی ریکارډ جوړ کړ.
نوموړی له کرېس ګېل، کولېن منرو، اېرون فېنچ، مارټېن ګوپټېل، ایوین لیویس، باز، کی ایل راهول او مکسویل څخه وړاندې شو او په شل اوریزه لوبو کې یې څلورمه سلیزه هم ثبت کړه.
روهېت شرما په نړۍ کې لومړی لوبغاړی شو، چې په شل اوریزه لوبو کې ۴ چټکې سلیزې وهي.
روهېت شرما څو ورځې وړاندې د شاهد افریدي د ۲۰۰ شپږیزو ریکارډ هم مات کړی و او دا ځل یې د شل اوریزه لوبو د ډېرو سلیزو ریکارډ هم خپل کړ.
نوموړي دا ریکارډ د نومبر په ۶مه نېټه د سه شنبې په ماښام د ویسټ انډیز خلاف دوهمه شل اوریزه لوبه کې په اټل بهاري واچپايي نړیوال کرکټ لوبغالي کې جوړ کړ.
روهېت شرما لومړۍ سلیزه په ۲۰۱۵ م کال کې د سهیلي افریقا خلاف وهلې وه، چې ۱۰۶ منډې یې کړې وې.
دوهم سلیزه یې په ۲۰۱۷ م کال کې د سریلانکا خلاف وهلې وه، چې ۱۱۸ منډې یې کړې وې.

دریمه سلیزه یې په ۲۰۱۸ م کال کې د جولای په میاشت کې د انګلستان خلاف په برېسټول سیمه کې وهلې وه، چې سل ناسوځېدلې منډې یې کړې وې.
وروستۍ او څلورمه سلیزه یې په ۲۰۱۸ م کال کې د نومبر په ۶ مه نېټه د سه شنبې په ورځ په هندوستان کې د ویسټ انډیز خلاف ووهله.
نوموړي دا سلیزه په ۶۱ توپونو ووهله، چې ۷ یې شپږیزې وهلې وې او ۸ یې څلوریزې وهلې وې او ۱۱۱ ناسوځېدلې منډې یې وکړې.
دا لومړۍ لوبه ده، چې په دغه نوي لوبغالي ترسره کېږي او روهېت شرما پکې نړیوال ریکارډ خپل کړ.
روهېت شرما وتوانېده چې د هندوستان لپاره په شل اوریزه لوبو کې تر نورو لوبغاړو ډېرې منډې وکړي او په دې سره یې خپل لوبډلمشر ویرات کولي هم شاته کړ.
نوموړي په خپل بې ساري بېټنګ او فوم ویرات کولي حېران کړی دی، ویرات د ویسټ انډیزخلاف په شل اوریزه لوبلړۍ کې د استراحت په پلمه کېنول شوی دی.