د ۲۰۱۹ آې پي ایل کې اسټرالیایي او انګلستاني لوبغاړي نه لوبېږي

رنګین تجريدي ډیزاین

د راپورونو پربنسټ د ۲۰۱۹ م کال اې پي ایل سیالیو لپاره به بولي د ډېسمبر په ۱۷ مه او اتلسمه نېټه په جېپور ښارکې ترسره شي.
دا خبر ټولو هغو لوبډلو ته ورکړل شوی دی، چې غواړي د لوبغاړو رانیولو لپاره ځانونه منظم کړي.
د بولۍ او لوبغالي پرسر لا هم ډېر عکسل العملونه ښکاره شوي دي.
مخکې داسې خبرې هم شوي دي، چې د هندوستان د عمومي ټاکنو له امله ښایي د ۲۰۱۹ م کال اې پي ایل لیګ سیالۍ په سهیلي افریقا او یا هم عربي متحده اماراتوکې ترسره شي.
په ۲۰۰۹ م کال کې هم د آې پي ایل سیالۍ په سهیلي افریقا کې ترسره شوې وې.
اوس نوی خبر دی، چې د اسټرالیا او انګلستان کرکټ لوبډلو لوبغاړي به په پلی اف سیالیو یا د کواټرفاینل او سیمي فاینل سیالیوکې اې پي ایل پرېږدي او د می په لومړۍ نېټه به خپلو هېوادونوته د نړیوال جام د چمتو والي لپاره ځي.

نړیوال پنځوس اوریز جام د می په ۳۱ مه نېټه د افغانستان په ګډون د لس لوبډلو په شتون کې په انګلستان هېواد کې پېلېږي او د جولای تر ۱۵ مې نېټې پورې به دوام وکړي.
د انګلستان او اسټرالیا کرکټ بورډونو لا وار د مخه د هندوستان د کرکټ د کنټرول ادارې ته خبرداری ورکړی، چې د دوی لوبغاړي په آې پي ایل سیالیو کې د می له لومړۍ نېټې اخوا نه شي لوبېدلای.
د اسټرالیا او انګلستان لوبغاړي غواړي، چې د می په میاشت کې په انګلستان کې د نړیوال جام لپاره تمرینات او کېمپونه پیل کړي.
خو بل پلو د اسټرالیا ګاونډي هېواد نیوزیلېنډ ویلي دي، چې د دوی لوبغاړي به د لیګ تر وروستیو شېبو اې پي ایل کې ولوبېږي.
تر اوسه پورې د ۲۰۱۹ کال آې پي ایل سیالیو مهالوېش نه دی خپور شوی.
خو د ټورنمنټ په اړه ویل شوي دي، چې د مارچ په ۲۹ مه نېټه به پیل شي او د می تر ۱۹ مې نېټې پورې به دوام وکړي.
راپورونه وایي، چې د سهیلي افریقا لوبغاړي به په آې پي ایل سیالیوکې د می تر ۱۲ مې نېټې پورې موجود وي.
مګر د آې پي ایل سیالیو په اړه چې په سهیلي افریقا کې به ترسره شي او کنه بشپړ روڼوالی نشته.
د راروانو آې پي ایل سیالیو لپاره دوه ننګونې مخ ته پرتې دي، چې د هندوستان عمومي ټاکنې او د نړیوال جام سیالۍ یې ستر سر خوږی دی.
مخکې داسې اندېښنې وې، چې نړیوال مهم لوبغاړي به په آې پي ایل سیالیوکې ونه لوبېږي، چې اوس دا خبره په حقیقت بدله شوه.