برېنډن مکالم له لاهور قلندر لوبډلې سره مخه ښه وکړه

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

نیوزیلېنډي چټک توپ وهونکي برېنډن مکالم د پي ایس ایل یا پاکستان سوپرلیګ کرکټ سیالیو په راتلونکي پړاوکې له لاهور قلندرز لوبډلې سره نه لوبېږي.
برېنډن مکالم په تېرو دوو ټورنمنټونوکې د لاهور قلندرز لوبډلې په ګټه لوبېدلی و.
هغه په خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، چې دوو، پي ایس ایل پړاوونو کې له لاهور قلندر لوبډلې سره ولوبېدم او له لوبېدو مې خوند واخېست؛ نوموړی وایي که له لوبډلې لرې شوم خو زما ملګرتیا به د نوموړې لوبډلې د مشر له کورنۍ فواد رانا سره وي او خپله ملګرتیا به پالم.
برېنډن مکالم په ۲۰۱۷ م کال کې د لاهور لوبډلې لوبډلمشر و، چې بیا لوبډلمشري ترې اظهرعلي واخېسته.
۲۰۱۷ م کال کې برېنډ مکالم د پي ایس ایل سیالیو په ۸ لوبو کې ۹۳ منډې کړې وې، چې په یوه لوبه کې یې ۳۱ منډې لوړې منډې وې.
لاهور قلندرز لوبډلې لپاره مکالم په ۲۰۱۸ م کال کې هم ولوبېد، چې ۲۱۸ منډې یې په ۱۰ لوبو کې کړې وې.
۲۰۱۸ م کال پي ایس ایل سیالیوکې لاهور لوبډله د جدول په وروستي ځای کې قرار درلود.
فواد رانا د لاهور قلندرز لوبډلې مالک یا څښتن دی، مکالم د لاهور قلندرز لوبډلې مشر ته په خپل ټويټ کې لیکلي، چې له قلندرز لوبډلې مشرڅخه مننه کوم چې مخکنیو دوو پړاوونو کې یې زه پېرلی وم.
مکالم زیاتوي ما نن ورځ له دې لوبډلې سره مخه ښه وکړه؛ خو زما ملګرتیا او خاطرې د لاهور لوبډلې له مالک فواد رانا سره پاتې دي، زه هیله لرم چې تاسو ټول به ښه وځلېږئ او د رانا له کورنۍ ځانګړې مننه کوم او زمونږ ملګرتیا به د تل لپاره وي.
برېنډن مکالم د نړۍ په کچه په ټېسټ لوبو کې تر ټولو چټکه سلیزه وهلې، نوموړي په ۵۲ توپونو د اسټرالیا خلاف په کرېس چرچ لوبغالي کې سلیزه وهلې وه.
نوموړی د ځانګړې تجربې خاوند دی او د خپلې خطرناکې توپ وهنې له امله د نړۍ په سوداګریزو شل اوریزو او نورو لیګونوکې لوبېږي؛ خو د ۲۰۱۶ م کال راهیسې یې فوم د پام وړ خراب شوی دی او په ډېری لوبو کې ښه نه دی ځلېدلی.
سږکال د افغانستان په سوداګریز کرکټ لیګ کې د کندهار لوبډلې په ګټه ولوبېد، چې د توپ وهنې برخه کې یې چندانې مزه نه وه، خو د ډګر ساتنې په برخه کې بیا غوره ډګرساتونکی و.
برېنډن مکالم په شل اوریزو لوبوکې دوه سلیزې لري.
برېنډن مکالم اوسمهال ۳۷ کلن دی او د هندوستان په سوداګریز لیګ کې هم لوبېږي.
مکالم یو ځل په اې پي ایل یا د هندوستان په سوداګریزو سیالیو کې د رویال چلېنجرز بنګلور لوبډلې پر وړاندې په ۷۳ توپونو ۱۵۸ منډې کړې وې.
همدا علت و، چې په ۲۰۱۸ م کال کې نوموړی بنګلور لوبډلې واخېست او د بنګلور په ګټه ولوبېد.
دې سره، سره مکالم د بېګ باش لیګ، کارابین یا سي پي ایل لیګ او نورو لیګونوکې د لوبېدو تجربې لري او لا هم د نړۍ په کچه د پام وړ لوبغاړی دی.