ژباړن: عطا محمد میاخېل
موږ ټول له تېر څخه خاطرې لرو، چې نور نه غواړو په یاد یې راوړو او هېرولو ته یې لېواله یوو، خو داسې تګلارې شتون لري، چې دا ستونزه مو حل کوي:
د تېرو خاطرو د هېرولو لپاره ۶ ګامونه
ډېری خلک تر اوسه هم له خپلو تېرو خاطرو سره لاس و ګرېوان دي او هره ورځ په خپلو تېرو ترخو خاطرو باندې مرور کوي، په داسې حال کې چې پوهېږي، تېر وختونه تېر شوي دي.
په تېرو ترخو باندې تل مرور کول، د دې سبب ګرځي، چې له خپل اوسني ژوند څخه نا خبره شئ او یوازې ځان ورټئ، په دې صورت کې هغه ډول، چې تېر ژوند مو تریخ و، اوسنی ژوند مو هم تریخېږي، غوره ده، چې همدا اوس د دې ستونزې د له منځه وړلو لپاره یوه د حل لاره پیدا کړئ او له هغې تګلارې څخه کار واخلئ، په کومې چې کولای شئ، خپلې ترخې خاطرې هېرې کړئ.
موږ په هغو تګلارو باندې رڼا اچوو، چې په مرسته یې کولای شئ، خپلې ترخې خاطرې هېرې کړئ:
د تېرو ترخو خاطرو هېرول یعنې څه؟
د تېرو وختونو هېرول، یعنې دا چې ومنئ، په تېر کې له ستونزو سره د مخامخ کېدو پرمهال مو تر ټولو غوره غبرګونونه لرل او که چېرې بېرته هم تېر ته ور وګرځئ، نو هماغه ډول غبرګونونه به ولرئ.
۱ ـــ نوې اړیکې ټینګې کړئ
د تېر د هېرولو لپاره، نوي دوستان پیدا کړئ، دا دوستان کولای شي، ستاسو د همکارانو او ګاونډیانو له منځه وي. تاسو کولای شئ، د خپل تېر په منلو سره، په اړه یې له خپلو دوستانو سره خبرې وکړئ.
۲ ـــ په خپلو خبرو اترو کې د توازن په لټه کې واوسئ
د تېر د هېرولو لپاره، کله چې له خپلو دوستانو سره خبرې کوئ، یوازې د خپلو ستونزو په اړه مه غږېږئ او پرېږدئ، چې هغوی هم د خپل ژوند په اړه تاسو ته وغږېږي.
۳ ـــ نوي او تازه کارونه تجربه کړئ
د تېر د هېرولو لپاره، نوي کارونه ترسره کړئ، د بېلګې په توګه: یو نوی هنر زده کړئ او یا د ځان لپاره، یوه نوې بوختیا را منځته کړئ.
۴ ـــ ځان وبښئ
تر ټولو مهم کار، چې باید د تېر د هېرولو لپاره یې ترسره کړئ، د ځان بښل دي. که چېرې په تېر کې مو کومه غلطي کړې وي، باید ځان وبښئ او په اړه یې نور فکر مه کوئ، ځکه چې د تېر په اړه فکر کول، کوم درد نه شي دوا کولای.
۵ ـــ خپل افکار مدیریت کړئ
تېر د هېرولو لپاره، خپل افکار مدیریت کړئ او د تېر په اړه د فکر کولو عادت پرېږدئ. تاسو باید د تېر په اړه د فکر کولو پرمهال، خپل افکار اوس ته را وګرځوئ.
۶ ـــ د وخت په تېرېدو باندې باور وکړئ
د تېر د هېرولو لپاره، تاسو تر هرڅه ډېر د وخت تېرېدو ته اړتیا لرئ. اوسنی وخت ستاسو ستونزه ده، ورو ورو او د وخت په تېرېدو سره تېر ټپونه رغېږي، ډېر کم یې پاتې کېږي، چې هغه هم ورو ورو ښه کېږي.
د تېرو خاطرو د هېرولو لپاره، مهم ټکي:
ـــ د تېر د هېرولو لپاره، خپلو خاطرو ته درنښت وکړئ، وې لیکئ، نقاشي یې کړئ او په اړه یې خبرې وکړئ.
ـــ د تېر د هېرولو لپاره، د خپلو بدو خاطرو په تړاو احساسات او عواطف لرې وغورځوئ.
ـــ د تېر د هېرولو لپاره، له هغو کسانو سره خبرې وکړئ، کوم چې په بدو خاطرو کې له تاسو سره مله وو.
ـــ د تېر د هېرولو لپاره، خپل رښتیني احساسات، خپل صمیمي دوست ته ووایئ.
ـــ د تېر د هېرولو لپاره، په خپلو تېرو تېروتنو باندې اعتراف وکړئ؛ په خپله غاړه یې واخلئ او وې منئ.
ـــ د تېر د هېرولو لپاره، له هغو کسانو څخه بښنه وغواړئ، کومو ته مو چې زیان رسولی دی.
ـــ د تېر د هېرولو لپاره، خپل تکبر پرېږدئ او د دې ستونزې د حل کولو لپاره، له یو چا څخه مرسته وغواړئ.