(ولور) یعنې د اسلام ضد عمل او د تاوتریخوالي لامل

سپینه تجريدي ډیزاین

لیکنه: نرګس حسنزي مومند
ولور یعنې د ناوې قيمت؛ دا هغه قیمت دی چې د ناوې پلار، نیکه، ورور، تره او یا هم د کورنۍ نور غړي د زوم د کورنۍ څخه د ناوې په نوم تر لاسه کوي.
د پخوا وختونو راهیسي زموږ په ټولنه کې داسې انګیرل کیږي چې ګویا ولور د ښځې د ښایست او د هغې د ښه اخلاق او کړو وړو بیه ده او د نه شتون په صورت کې به یې د ښځې په بداخلاقۍ او بدرنګۍ دلالت وشي او هم داسې انګیرل کیږي چې ولور به د ناوې په راتلونکي کورنۍ کې د هغې د قدر او د عزت جوګه وګرځي او برعکس شکل یې ناوې ته به په ډيره بده او سپکه سترګه وکتل شي خو لنډه دا چې د پخوا وختونو راهیسې ولور د ناوې د ظاهري او باطني ټولو خواصو په سنجولو سره به په یو نجلۍ کیښودل شو، چې له بده مرغه اوس چې یوویشتمې پيړی ته رسیدلې یو لا هم دا ناسم دود ژوندی پاتې دی حال دا چې انسان هیچ قیمت نلري او نه هم د پيرلو و پلورلو وړ دی ځکه انسان خدای یو نایابه جنس پيدا کړی چې هیڅ قیمت یې نه دی ورکړي او د نړۍ هیڅ څیز د انسان له انسانیاته لوړ معیار نشي کیدلای نو بیا موږ انسانان به څه وه چې د خپلو غلطو غوښتنو په اساس ده څو روپیو په بدل کې انسان باندې قیمت ږدو او د هغوی د پيرلو او پلورلو دود به وار تر بله ژوندی ساتو.
نو ولور زیاتراً په هغه ټولنو کې اخیستل کیږي؛ چې وروسته پاتې وي ، نالوستو خلک په پراخه توګه کې وموندل شي د پوهې کچه د ټولنې د ناسمو رواجونو په غونډال کې ښکیله پاتې وي، فکري شعور ډير ټيټ وي ، منحرفه او سرکشه ټولنه وي اوهم دې اقتصادي ګن شمیر ستونزو سره مخ وي؛ نو دې ولور په شان ناسم دودونه پکې ورځ تر بله لا ډیریږي او د خلکو د ذهنیت کچه هم وار تر بله ټيټوي حتی له مینځه یې وړي.
ځکه نړۍ اوس د یوه کلي بڼه ځانته غوره کړې او ډير ژر ښه او بد دودونه د یوې ټولنې څخه بلې ټولنې ته د بلې نه بلې ته په تیره ناسم رواجونه ډیر ژر سراعت کوي، او زموږ ټولنه د پخوا راهیسې له بده مرغه په ګن شمیر ناسمو رواجونو کې کښیل پاتې شوی چې ولور د همدغو ناسمو رواجونو په لومړي قطار کې دریدلی یو عمل دی؛ چې زیاتراً په پښتون میشتو سيمو کې اخیستل کیږي او د ولور نوم یې ورته غوړه کړی بیا په دري میشتو سیمو کې د(طویانه) اصطلاع ورته غوړه شوې خو هغه هم په عین مانا کارول کیږي یوازې یې نوم ته تغیر ورکړی، په ځینو سیمو کې بیا د نجلۍ پلار ده واده په ورځ د هلک له کورنۍ څخه تر ټاکل شوي پيسو هم ډيرې پيسې اخلي چې (بابیړی) یې بولي ده او دې ته شانتي ټول رواجونه د ښځو د ژوند د تریخیدو باعث ګرځي دغه ناسم دودونه یوازې زموږ ټولنې کې نه بلکې ګاونډیو هیوادونو کې هم لیدل کیږي مګرهلته د یو بل عکس په شکل، همغه عمل خو؛ په اړولي شکل مثال په هند او پاکستان کې ورته د جهیز نوم ورکړ شوی چې دا هم په همغه اندازه یو ناوړی عمل دی مګر په دې توپیر چې دې ولور دروند پیټی خو ټول د زوم په کورنۍ اچول کیږي خو دې جهیز ده پيټي بار د ناوې د کورنۍ ملا ماتوي، یاهم ځینو کورني همدغه ولور او جهیز باندې یو ګډولۍ د( دو لورې جهیز) نوم ایښی، چې دواړه لورې ناوې او زوم په یو اندازه په پراخه کچه ملا ماتونکی مصرف کوي که څه هم د دواړو لوریو د وسې څخه اوچت بار وي خو دواړه به یې د ننګ او ناموس په نوم باندې ترسره کوی او په هر شکل چې وي ځانته یې جایز ګني،د دوی په اند د نکاح اصل همدا ناسم دودونه دي چې دوی ته سم ښکاري نو داسې اعمال چې د واده سپیڅلي تړون کې د ستونزو او خنډ باعث ګرځي؛په پوره مانا یو ناجایز او ناوړی عمل دی او څوک هم چې دا ناوړې اعمال په بیلابیلو بڼو ځانته جایز ګڼلي نو هغوی به یا ځان او یا هم نور غولوي ځکه دا عمل په ټوله مانا یو غیر اخلاقي عمل دی.
د اسلام په سپيڅلي دین کې دې ته معادل یو ډیره ښه اصطلاع د مهر په نوم شته، چې یو حلال امر دی او د نکاح اصل ګڼل شوی ځکه؛ مهر د زوجینو د منفعت عوض دی چې شرعاً د زوم د کورنۍ زمه باندې واجب ګرځیدلې، او دا حق د هغې ناوې دی چې د ورته د بزعه مقابل کې ورکول کیږي؛ مګر د هلک اقتصادي وضیعت په پام کې نیولو سره، که د هلک کورنۍ فقیره وي او مهر ډیر وي بیا هم یو ناګنلی اخلاقي عمل شو نو باید مهر د ځوان اقتصادي وضیعت ته په کتو تعین شوی اصل ووسي.
«په کتاب النصوح کې عایشه فرمایي: چې با برکته نکاح هغه نکاح ګڼل کیږي چې چې په هغه کې مشقت او تکلف کم وي»
نو بابرکته او ښه نکاح هغه نکاح ده چې پکې ولور هیڅ او مهرپکې کم او یا هم هیڅ ونه وسي نو هغه تړون به په همغه اندازه ښکلی تړون وي په دویم قدم کې باید وویل شی چې هغه مهر چې په نجلۍ باندې ایښودل کیږي د هغه مهر اخیستل یا نا اخیستل په نجلۍ اړه لري او په هیڅ مانا دا مهر د هغې د پلار، نیکه، ورور او یا هم د تره حق نه کیږي چې د نجلۍ د رضایت برخلاف یې که څوک واخلي او بیا یې مصرف کړي نو هغه بیا یو غیراخلاقي عمل، او خیانت ګڼل کیږي ځکه په اسلام کې د نجلۍ خپل رضایت اصل ګڼل شوی زړه یې چې خپله یې مصرفوي که يې پلار، ورور او یا هم خپل خاوند ته وربیښي، حتی په اسلام کې داسې هم ویل شوي چې د مهر په نه ورکولو سره ښځه کولای شي خپل د ژوند ملګری د نزدیکت یا جماع نه هم منع کړي…
ولور یو غیر اخلاقي او غیر اسلامي عمل دی ، چې د واده د ښکلي تړون د بربادۍ او ویرانۍ باعث ګرځي ځکه واده دې دووه زړونو عاطفي تړون لپاره تر سره کیږي او د یوې کورنۍ د نیمګړي ژوند تکمیل او د کورني اساسي ګام او هم نبوی سنت ګنل کیږي حتی ځینې علماو خو واده فرض ته ورته سنت ګڼلی دی یعنې واده په ټوله مانا یو ښکلی او جایز عمل دی نو بیا څه اړتیا چې د واده ښکلی تړون به د ولور په منحوث او ناپریولي ناجایزه اصطلاع اړوه او خپله لور اوخور به نیغه په خپلو لاسو کندي ته اچوه او هغو ته د راتلونکي ژوند دګډوډیو باعث ګرځو او ټولنه به هم د تاوتریخوالی سره مخ کوه ځکه دا به مبالغه نه وی کې ووایو چې زموږ د اوسنۍ ټولنې پڼځوس سلنه تاوتریخوالي علت همدا ناسم دودونه دي د لور نه چې لږ را ها خوا شو د نجونو په کم عمرۍ کې ودول، د هغوی د رضایت پرته ودول، وړه نجلۍ زوړ بوډا ه ورکول… داسې دودونو ترټولو زیات په لومړي سر کې خپلې همغې کورنۍ ته رسیږي او ټولنه هم په هیڅ مانا ترې بې برخې نشي پاتې کیدلای.
په کورنیو کې په لومړي سر کې د دوو زړونو ترمينځ د مینې او د عاطفې ځای کینه او نفرت نیسی او هغه زړونه چې لا سره یوځای شوي هم نه وی او یو لوی او اوږد مزل مخ ته لري؛ دغه شانتي ناسم دودونه د هغوی د زړونو دې لرې والي باعث ګرځي او دواړه لوري د یو ډول روحي ستونزو سره مخ وي،روحي سکون یې له مینځه وړي نو همغه دی چې کله ده دواړه زړونه سره یوځای هم شی بیا نو هغه مینه او جذبه یو بل ته نه وی پاتي او یا واده زوجینو باندې یو ډول تپلی عمل ګرځيدلی وي،همداسې پسې د زوجینو خپلمنځي ستونزو برعلاوه د دوی د کورنیو په مینځ کې هم ستونزې راولاړوي او د هغوي په زړونو کې هم کینه رامینځته کوي ځکه دې واده څخه دې مخکې خو د زوم کورنۍ د ناوې کورني ته څه ویلی نشي او مجبور دي چې هرې غوښتنې ته یې لبیک ووایي مګر بیا دې واده نه وروسته وار تر بله خپله کینه او کرکې په بیلا بیلو بڼو اوڅاروي، ده او دې ته ورتې ستونزې مخکې د واده هم هلک اونجلۍ ستونزو سره مخ کوي؛ مثال نجونې د ډيرو روحي ستونزو سره مخ وي ده هغې سره دا فکر وي چې ولا زه خو به پاتې شوم ! همداسې به زړه شم تر اخره په د پلار کور کې پاتې شم دخپلو خپلوانو دې ټولو پيغور اومسخره به وم نو دا خبري وار تر بله په نجونو باندې بد اغیز ښیندي تر څنګ یې نارینه هم بې ستونزو نه پاتي کیږي د هغوی سره هم یو ډول روحي ستونزي وي چې که واده وکړم نو ولور به څنکه پوره کوم او دې پوره کوأو توان یې په ځان کې نه ویني نو همغه دی چې هغه بیخي دې واده نه تیریږي او نوروغیر اخلاقي اعمالو باندي پل ږدي مثال په لار او بازار کې نجونو ته ازار ورکوي ، بدې خبرې ورته کوي، دنجونو تښتول، په هغوی غلط او ناوړي کارونه تر سره کول ، جنسي تیری کول او دې ته ورته نوم ناسم رواجونه.
ترڅنک یې ځینې هغه نارینه چې په ځان کې د ولور د پوره کولو توان ویني خو ډیر په مشکل او لږ امکانات ورته لري نو لازم ویني چې د کوږدن کیدو وروسته د لور د پوره کولو لپاره یا سود واخلي او یا هم بهر هیوادونو کې م‌زدوري وکړي او د پردیو هیوادونو تعمیرونه جوړ کړي نو کله چې بیرته راشی ځواني یې خاورې کړې وي او دا ذهنیت هم ورسره وي چې د مقابل لوري ولور باعث ده دې جدایي وګرځیده نو همغه دی چې دوی د خوښي او هوسا ژوند نشي درلودلای او کله چې دوی دواړه خپل په مینځ کې سره جوړ ونه وسي اصلاً ښه او سالم ماشوم نشي روزلی او چې ښه او با شعوره ماشوم ونه روزي بیا موږ ښه او باشعوره تولنه نشو درلودلای ځکه زموږ د ټولنې راتلونکی د نن ورځې د ماشوم په لاس ده نو کې د زوجینو زړونه د مېنېې پر ځای کرکه او نفرت نیولی وي په هیڅ ٌصورت ښه ماشوم او ښه ټولنه نشو درلودلای.
دغه ستونزې یوازې د زوجینو ترمینځ محدودې نه پاتې کیږي بلکې د کورنیو هم د نفرت او د کینې باعث ګرځي او د واده نه مخکې تر سره شوي همدا ناسم اعمال وار تر بله ځان اوڅاروي او خپلې پخوانۍ کسنئ او نفرتونه په بیلابیل شکلونه پر یو بل تشوي، مثال وړي وړي خبرې پلمه نیسي غټوي يې په ښځو باندې ظلم او تشدد له همدې ځایه راپيلیږي مثال د ښځو وهل ټکول، غوږونه او پزه پري کول، په تناره کې سوځول، په غوجل کې د حیواناتو سره تړل، بندي کول، وژل، پلار کور ته نه پريښودل یا هغوی ته په بده سترګه کتل همداسې دې ته ورته نورې ستونزې ټول له همدې ځایه راپيلیږي او وار تر بله ټولنه هم خرابوی او دا ناروغي د کورنۍ غوڼدال څخه بیا ټولنې ته هم راوځي هغه داسې چې په یو ټولنه کې چې څومره ښځو ته په بده سترګه وکتل شي، ښځه د ذده کړې نه لرې وساتل شی، د هغوی حق ورنکړ شي، ښځو ته بهر د کار زمینه واخیستل شی همغومره به ټولنه د برباديو او ویرانیو سره مخ کیږي، ځکه چې ښځه زموږ د ټولنې نیمایي برخه جوړوی او د ټولنې د ملا تیر ګنل کیږي نو هر څومره چې دوی په یوې ټولنه کې ایسارې پاتې شي همغومره د ټولنې په زیان تمامیږي.
ولور په ټوله مانا یو ناجایز عمل دی چې د اخلاقي انحراف سر منشی ګنل کیږي؛ نو دولت او لوړپوړو چارواکو ته پکار ده چې دغه برخه خپلې د خاصې پاملرنې وړ وګرځوي او سخت او جدي قوانین ورته وضع کړي دې سر غړونې په پایله کې مجازات ورکړ شي، که څه هم ده دومره اسان کار نه دی چې ډير ژربه له مینځه ځي، وخت به غواړي خو دولت ته پکار دی چې وار تر بله دا بیه کمه کړي او بلاخر یې له مینځه یوسي، همداسې پۍې معدني فعالیتونو ته اډتیا شته، علماو او قومي مشرانو ته اړتیا شته چې د حکومت سره هم غږې ووسي او خلکو د اسلام په رڼا کې د ې خبرو باندې پوه کړل شي چې دا او دې ته ورته ټول اعمال چې دې راتلونکي ژوند د ستونزو باعث ګرځي، حرام دي ځکه موږ ټولنه کې د هیڅ چا خبر دومره اغیزناکه نشي وسیدلای لکه د ملایانو او دې قومي مشرانو همداسې پسي رسنیو او میډیا ته هم اړینه ده چې دا ناجایز اعمال او د هغو زیانونه خلکو ته عملاً د سترګو په وړاندې وښودل شي او خلکو ته عامه پوهاوی ورکړ شي، همداسې پۍې ډلیز او جمعي وادونه ته خلک وهڅول شي.
په پای کې خپلې خبرې داسې سره راغونډوم جې د دغه ناسمو رواجونو څخه پاکه ټولنه یو سالمه ټولنه جوړوي او که موږ همدغو ناسمو رواجونو ته د پآی ټکي کیږدو نو موږ به د یوې سالمې، روغې، بااحساسې، باشعورې او متکملې ټولنې خاوندان اوسو‎. ‎‎

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.