کمپاین او قانوني احکام؛ نوماندانو دا ټکي په پام کې ونیسئ

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

سبا د میزان په ۶ مه په افغانستان کې د راتلونکو پارلماني ټاکنو لپاره د نوماندانو رسمي کمپاین پيلیږي.
د ټاکنو خپلواک کمیسون د اعلان له مخې، د ولسوالیو شورا د نوماندانو کمپاین به د میزان په ۱۱ مه پيل شي.
دغه دواړه کمپاینونه د میزان په ۲۵ مه پای ته رسیږي او د میزان په ۲۸مه به د پارلمان او ولسوالیو شوراګانو لپاره رایه اچونه وشي.
خو په کمپاین کې باید پارلماني نوماندان کوم ټکي ډېر په پام کې ونیسي؟
په دې لیکنه کې د کمپاین په اړه د ټاکنو قانون د احکامو ترڅنګ د ټاکنو خپلواک کمیسون ځینې مهمې سپارښتنې درسره شریکوو.
د ټاکنو خپلواک کمیسون کمیشنر او ویاند سید حفیظ الله هاشمي د یوه خبري کنفرانس پرمهال له پارلماني نوماندانو څخه دا غوښتنې وکړې:
ـ نوماندان دې د ټاکنیزو مبارزو پرمهال په ښارونو او نورو سیمو کې د عامه نظم د اخلال او مزاحمت نه سبب کیږي.
ـ نوماندان دې د یو بل په چارو کې مداخله او د یو بل د تخریب، توهین او کنځلو هڅه نه کوي.
ـ نوماندان حق نه لري چې قومي، ژبني او مذهبي مسایل مطرح او په دې ډول د خپل بریالیتوب او نورو د ناکامولو هڅه وکړي.
ـ نوماندان کولای شي له بیلبورډونو، بینرونو او lcd تلویزونونو څخه ګټه واخلي.
– د کمپاین تر ټولو کم مالي لګښت له لوګر څخه پيلیږي. په لوګر کې له ۸۰۰ زرو افغانیو څخه تر۹۲۰ زرو پورې نوماندان مصرفولای شي.
ـ د کمپاین ترټولو لوړ لګښت په کابل کې کیدای شي؛ دلته پارلماني نوماندان له ۲ میلیونو او ۳۰۰ زره افغانیو څخه تر ۲ میلیونه او ۶۵۴ زرو پورې لګښت کولای شي.
ـ پارلماني نوماندان دې خپلو اړوندو ولایتونو او کمپایني سیمو ته د سفر پرمهال د ټاکنو کمیسون سیمه ییزو دفترونو او مرکزي ادارې ته خبر ورکړي څو په امنیت ساتلو کې یې د مرستې همغږي وشي.
ـ که کوم نوماند/ نوماندان له کمپایني اصولو سرغړونه وکړي، کمیسون به یې د قانون له مخې مجازات کړي.
د ټاکنو قانون کمپایني حکمونه:
– د ټاکنو د قانون د شپږ اویایمې مادې د ۲ فقرې له مخې د ولسي جرګې د ټاکنو لپاره د کمپاین موده ۲۰ ورځې ده.
– د همدې مادې د ۲ بند له مخې دغه کمپاین د رایه اچونې له ورځې ۴۸ساعته مخکې پای ته رسیږي.
ـ د ۷۷ مادې د ۲ بند له مخې نوماندان باید د خپلو کمپایني لګښتونو د سرچینو او کمپایني هڅو په اړه د ټاکنو خپلواک کمیسون ته معلومات ورکړي.
ـ د یادې مادې د ۳ بند له مخې، نوماندان نه شي کولای له بهرنیو اتباعو، یا په افغانستان کې د مېشتو بهرنیو سیاسي نمایندګیو مالي او تخنیکي مرسته ترلاسه کړي.
ـ د ټاکنو د قانون ۷۹ ماده حکم کوي چې نوماندان دې د رایه ورکونې مرکزونو له ۱۰۰ مترۍ څخه د رایه اچونې له ورځې ۴۸ ساعته مخکې خپل تبلیغاتي پوسټرونه او نور شیان لیرې کړي.
ـ د ۸۰ مې مادې له مخې، هیڅ نوماند، ورپورې تړلی شخص یا بل څوک حق نه لري چې د رایه ورکونې مرکز ته له وسلې سره ننوځي.