لیکه: یاران سپورت
افغان لوبډله که څه هم له ډېر وخت راهیسې د کرکټ مبصرینو له خوا ستایل کېدله؛ خو اوس لا په مبصرینو ګرانه شوه.
د هندوستان خلاف د افغانستان د لوبې پرمهال برېټ لي، کیوین پېټرسن او سونېل ګوسکر تبصره یا کمینټري کوله، دوی بار، بار د سریلانکا او بنګله دېش پر وړاندې د ۲۰۱۸ م کال اسیا جام سیالیوکې د بریا او له دې وروسته په دوهم پړاو یا سوپرفور لوبډلو کې د پاکستان او بنګله دېش پر وړاندې خورا ټکان ورکوونکو لوبو مبصرین ګوته په غاښ کړل.
مبصرینو ویل، چې افغانستان هغه لوبې هم نه دي بایللي، بلکې داسې دي لکه ګټلي یې چې وي.
خو؛ له دې وروسته افغانستان د اسیا جام په وروستۍ لوبه کې د هندوستان خلاف د هندوستان ننداره کوونکي، لوبغاړي او رهبري غړي ورخطا کړل.
کله چې د لوبې وروستی وخت شو؛ نو د هندوستان لوبډلمشرجدیجا ته د مشورې په پلمه مېدان ته اوبه راوړې او جدیجاته یې وویل، چې یواځې ته کولای شې، د افغان بالرانو پر وړاندې مقاومت وکړې او وېکټ ودروې، چې هغه هم د لوبډلمشر په مشوره مخته ولاړ او تر وروستیو شېبو پورې یې د صبرکاسه ډکه نه وه، کله چې په دوه اورونو کې هندوستان دیارلس منډې پاتې وې؛ نو هندوستاني پلوه ننداره کوونکي خاموش او غلي وو او تر وروستیو شېبو پورې ورته د لوبې د بریا اړخ معلوم نه و.
په وروستي اور کې راشدخان ته ۷ منډې پاتې وې، چې جدیجا په دوهم توپ څلوریزه ووهله او هندوستاني ننداره کوونکي یو ځل بیا راویښ شول.
وخت داسې شو، چې د وروستي اور په څلورم توپ منډې لیول یا مساوي شوې او جدیجا سټرایک ته واوښت غوښتل یې چې شپږیزه باندې لوبه وګټي؛ خو دی د پنځوسم اور د راشد خان د پنځم بال ښکار شو او لانګ ان کې نجیب الله ځدران د ده په کېچ کولو سره د هندوستان پاڼۍ ته د پای ټکی کېښود او هندوستان ګټلې لوبه مساوي یا ټای شوه.
په دې لوبه کې افغانستان کارکرده ګي مبصرینو ډېره وستایله او حتا په دې لوبه کې لوبډلمشر ډوني هم د افغانستانۍ لوبډلې ستاینه وکړه.
افغانستان لپاره شهزاد ۱۲۴ منډې وکړې، چې په اسیا کې تر مشفق الرحیم وروسته دوهم وېکټ ساتونکی توپ وهونکی شو، چې یو ورځنیو لوبو کې زیاتې منډې کوي، نوموړی ترسنګاکارا او ډوني مخکې شو.
مشفق الرحیم ۱۴۴ منډې د سریلانکا خلاف وکړې، سېنګا کارا ۱۲۱ او ډوني ۱۰۹ منډې ناټ اوټ منډې کړي.
افغانستان ، هند ته ۲۵۳ منډې هدف ورکړ، چې شهزاد په ۱۱۶ توپونو ۱۲۴ منډې او محمدنبي په ۵۷ توپونو ۶۴ منډې ترسره کړې.
افغانستان د هند خلاف څلور ملګرتیاوې وکړې، چې لومړۍ ملګرتیا په اوپننګ ۶۵ منډې ، دوهمه ملګرتیا د ګلبدین نایب او شهزاد ترمنځ ۵۰ منډې، دریمه ملګرتیا د شهزاد او محمدنبي ترمنځ ۴۵ منډې او څلورمه ملګرتیا د محمدنبي او نجیب الله ترمنځ شا او خوا ۴۳ منډې وه، چې افغانستان ، هند ته پکې یو مناسب هدف کېښود.
افغانستان په فیلډینګ تر ډېره تېروتنه ونه کړه او همدا علت و، چې لوبه باندې یې له توپ وهنې نیولې تر توپ اچوونې کنټرول درلوده، یواځې د هندوستان پیلوونکو لوبغاړو لوبه په اسانۍ او پرته له فشاره مخته یوړه او نور ډېره پورې د هندوستان لوبغاړي تر فشار لاندې وو.
شهزاد مېن اف د مېچ یا د لوبې غوره لوبغاړی شو او دوه جایزې یې واخېستې، پنځه زره ډالر یې د لوبې د غوره لوبغاړي او پنځه زره ډالر یې د ۷ شپږیزو وهلو له امله ترلاسه کړل.
افغانستان له هندوستان سره لوبه مساوي کړه او مساوي پواینټونه یې هم واخېستل. د دې لوبې په مساوي کېدو سره یوه نمره افغانستان او یوه هندوستان ترلاسه کړه.
د هند کېدرجداف، کولډيپ یداف او سېدرت کول هغه لوبغاړي وو، چې د افغان ډګر ساتونکو د ښې ډګر ساتنې له امله په منډه کې وسوځېدل.
ځېنو خلکو فکر کاوه چې لوبه سوپر اور ته ووته، باید وویل شي، چې یو ورځنیو او ټېسټ لوبوکې سوپر اور نشته، دې کې لوبډلو ته د مساويتوب له امله مساوي نومرې ورکول کېږي.
په شل اوریزه لوبو کې بیا د لوبې د مساويوالي له امله سوپر اور کېږي.