ياران سپورټ
دواړه افغانستان او بنګله دیش د اسیا جام د څلور غوره ټیمونو په یوې داسې حساسې مرحلې کې دي، چې دواړو ددې پړاو لومړۍ لوبې بایللې، افغانستان پاکستان او بنګله دیش هندوستان ته مخکینې لوبې بایللې. خو داسې ښکاري چې په ننۍ لوبه کې افغانستان د بنګله دیش په مقایسه پر ځان ډیر باوري وي. ځکه بنګله دیش دوه پرلپسې لوبې بایللې چې په کې یې یوه لوبه د افغانستان په وړاندې هم په ډیر توپیر بایللې ده. بنګله دیشي توپ وهونکو د اسیا جام په سږنیو لوبو کې کمزورې کارکردګي ښودلې.
افغانستان بیا د اسیا کپ په دې لوبو کې تر اوسه تاثیر لرونکې لوبه کړې. اګر چې پاکستان ته په ډیر کم توپیر د لوبې د بایللو ټپ ښايي د رغیدو لپاره وخت وغواړي.
افغان لوبډله هېله لرې چې محمد شهزاد او احسان الله به یې نن ښه لوبه پیل کړي. د افغانستان لپاره د لوبې د پاړۍ د منځ توپوهونکو هم په تیرو څو لوبو کې خپله دنده ښه ترسره کړې. په تیرو لوبو کې د افغانستان لپاره حشمت الله شهیدي ۱۹۲ او تر ټولو ډیرې منډې جوړې کړي. رحمت شا بیا د سرېلانکا خلاف ښه لوبه وکړه او 72 منډې یې جوړې کړې خو نورو لوبو کې یې مزه نه وه. کیپتان اضغر افغان بیا د پاکستان په وړاندې ښه وړتیا وښوده.
د افغانستان درې سپینران هم د توقع زیات ښه دي. دوی په تیرو میچونو کې په اوسط ډول په یو اور کې له درې نیمو زیاتې منډې نه دې ورکړي. مجیب الرحمن د نوي توپ سره زر بدلیدونکې او ښه نښه ویشتونکی دی. محمد نبي تجربه کار دی، او د کرکټ ستوری راشد خان چې تل په متوسطو اورونو کې راوځي، بیا د ډیرو تکړو توپووهونکو د ویرې سبب دی. دا هم ممکنه ده چې که لوبډلې ښه پیل وکړي نو کیپتان اضغر ستانکزی ښايي راشد خان یو څه مخکې رامخې ته کړي.
د بنګله دیش لپاره بیا هر څه دومره ښه نه دي. د تیمیم اقبال ټپي کیدو او ټیم کې تشې یې د لوبډلې نظم ورګډوډ کړی دی. په تېرو لوبو کې د ځوانو توپوهونکو لکه لیټون ډاس، ناظم الحسین شانتو او مصدق حسین ترمنځ د ښې ملتیا نه رامنځ ته کیدو، د بنګله دیش د غوراوي چارواکي اړ کړي چې سومایا سرکار او امرول کیس په ټیم کې ورزیات کړي. ګومان کیږي چې دا به پر درې مهمو توپوهونکو مشفق الرحمن،شکیب الحسن محمد الله فشار یو څه راکم کړي.
دواړه ټیمونه تقریبا په ننۍ لوبه کې په برابر وضیعت کې دی، یوازینی څه چې افغانستان ته لاس بري ورکولی شي ، هغه افغان لوبډله کې د ښو سپینرانو موجودیت چې د فشار په وړاندې مقاومت کولی شي.
د بنګله دیش لپاره به دا مهمه وي چې مشرف مرتضی یې یو څه پر ځان ګوتې ووهي. نوموړې ښه لوبغاړی دی خو په تېرو څو لوبو کې یې هغسې لوبه ونه کړه لکه دا یې چې عموما کوي. نوموړې مخالف ټیمونو ته په متوسطه توګه هر اوور کې تقریباْ اوه نیمې منډې ورکړي او یوازې یوه ویکټه یې اخیستې ده.
د افغانستان محمد نبي بیا په تیرو لوبو کې د بال سره یو څه ګوزاره کوله، خو بیټ سره یې بیا بخت تر اوسه سم کار نه دی کړی او د اسیا جام په تیرو درې لوبو کې یې د خپل ټیم لپاره یوازې ۳۲ منډې جوړې کړي دي.
ګومان نه کیږي چې په ننۍ لوبه کې دې افغان لوبډله په خپلو شپږ غوره توپوهونکو کې په کوم بدلون فکر وکړي، خو ښايي پر باولینګ کې یو څه بدلون راولي.
ابو ظبۍ کې د لوبې د میدان وضیعت کې له هغې چې افغانستان او پاکستان په کې لوبه وکړه ډیر بدلون نه دی راغلی. هوا ګرمه او خشکه ده، او د تودخې ټیټه درجه 32 اټکل شوې ده.
د اسیا جام په سیالیو کې د افغانستان او بنګله دیش لپاره وړاندې تګ پریکړه یوازې د ابوظبۍ په میدان کې نه کیږي. بلکې نن په دوبۍ کې د اسیا جام د څلور غوره ټیمونو په ترڅ کې د پاکستان او هندوستان ترمنځ روانه د لوبې نتیجه په ځانګړې توګه په دې لوبو کې د افغانستان د برخلیک لپاره مهمه ده.