په الوتکه کې د سفر پرمهال دا سپارښتنې په پام کې ونیسئ

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

ژباړه او زیاتونه: بشر دروېش
په الوتکو کې سفر د ننني عصر یوه مهمه برخه ده، خو موږ لا په هغو خلکو کې حساب یوو، چې دغې نقلیه وسیلې سره پوره بلد نه یوو او په اصولو یې نه یوو خبر.
البته دا عامه خبره ده، پرټولو به صدق نه کوي.
د دې لپاره، چې ټول له دې اصولو سره اشنا شوو، د دې مطلب لوستل ضرور دي:
لږ ټیکنالوژیک وسایل ولرئ!
که په الوتکه کې سفر کوو، حتماً به یو بایک راسره نه وي. په څو بایکونو کې به یو یا دوه بایکه حتماً په څوکۍ کې له پښو یا بل ځای سره ږدو. د دې لپاره، چې د الوتکې د کارګرانو له مزاحمت او هم خپله له خطر سره مخ نه شئ،په هغه بیک کې چې د الوتکې دننه له پښو سره، یا یې خپل سرته د وسایلو په ځای کې ږدئ، هغه ټیکنالوژیک وسایل چې بطرۍ لرئ، ډېر ځان سره مه ږدئ.
په دغه بایک،جیب یا بل څه کې که دا وسایل درسره وي، یا یې د الوتکې عمله نه درسره پریږدي او که د هغو ورپام نه شي، بیا هم درته تاوان کوي.
په الوتکه کې د دغو وسایلو زیات موجودیت د چاودیدو امکان لري، چې الوتکه او تاسې ته خطردی.
په دې وسایلو کې موبایل،لیپ ټاپ، دوربین، د موبایل غوږۍ، الکترونیکي سګریټ او نور راځي.
دا وسایل کولای شئ په هغو بایکونو کې کېږدئ، چې د الوتکې په شاتنۍ برخه کې ایښودل کیږي.
له ۱۰۰ میلي لیترو زیات مایعات منع دي!
د هوایي ډګرونو مسولین د خپلو اصولو په اړه زیات جزیات نه ورکوي، خو په ۲۰۰۶ کې د یوې الوتکې د الوزولو په توطیه کې له یو ډول مایعاتو څخه، چې د نوکانو د سپینولو لپاره کارول کیدل، ګټه اخیستل شوې وه.
ښه ده، چې درسره لرلې اسپرې ګانې، د غاښونو کریم، درمل او نور مایعات، چې په الوتکه کې نیږدې والی یې زیات ضرور نه وي د شاتنۍ برخې په بیکونو کې کېږدئ.
د بوټانو یا څپلیو په ویستو مه خپه کیږئ!
د سپتمبر د ۱۱مې له پېښې وروسته په ۲۰۰۱ کې یوه ترهګر پاریس ته د الوتنې پروخت پخپلو بوټانو کې بم لېږدولی و، چې بیا یې والوزوه. له دې سره په ډېرو هوایي ډګرونو کې الوتکې ته ترختو مخکې د مساپرو له پښو بوټان یا څپلۍ ویستل کیږي.
په دې خوا مه بدوئ؛ بلکې ذهناً ورته اماده اوسئ.
البته ځینې هوایي ډګرونه پیاوړي تجهیزات لري، چې ستاسې ټول وجود پر خپلو مجهزو پلټونکو ماشینونو پلټي، هلته ممکن د دومره تکلیف ضرور نه وي، خو معمولاً داسې پلټنې چې درباندې به ښه نه لګي، طبیعي ده .
ښه ده، چې الوتکې ته د ختو پروخت داسې بوټان او څپلۍ وانه غوندئ، چې ویستل او اغوستل یې زیات کړاو لري.
بې ځایه ټوکې مه کوئ!
ځینې وخت انسان نه بې ځایه ټوکه ورته د لوی سرخوږي سبب شي. یو ځل یوه برتانوي محصل د الوتنې پروخت له ټوکې وویل، چې په بیک کې یې بم دی. دا ټوکه یې د ۴ شپې زنداني کیدو سبب شوه. ده ته د درنې مالي جریمې او د سپتمبر د ۱۱مې پېښې له قربانیانو سره خیریه مرسته د خلاصون سبب شوه، کنه لا اوږد بند به یې ګاللی و.
نو ښه ده، چې هلته داسې بې ځایه ټوکې او حرکتونه درڅخه ونه شي.
ولې د وخته ورتګ ضرور دی؟
ځینې دې ته غوسه وي، چې له الوتنې یو ساعت مخکې ولې هوایي ډګر ته غوښتل کیږي. دا یوه عامه مسئله ده، د نړۍ په هرهېواد حتا امریکا کې چې ډېر پرمختللی ګڼل کیږي، دا یو معمول کار دی.
که فکر کوئ، چې د الوتنې له وخت سره په لږ توپير لږ مخکې تګ درته ښه دی،ښه نه کوئ. کیدای شي په لاره کې ترافیکي ستونزې، یا دننه په هوایي ډګر کې کومې ستونزې سره مخ شئ. که هیڅ بله ستونزه نه وي او نور ډېر مساپر تاسو نه مخکې پوره شوي وي، کیدای شي له ټاکلي وخت نه یو ساعت نیم ساعت مخکې الوتنه وشي. نو ښه ده چې هوایي ډګر ته په وخته ورتګ کې ناغېړي ونه شي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.