هندي جدیجا د بنګله دیش لپاره خطرناک ثابت شو

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

ياران سپورټ 
د دوبۍ په توده هوا کې د بنګله یش ټیم چې پرون د افغانستان سره لوبې ستړی کړی و، نن د هندوستان د بالرانو په وړاندې ناتوانه ښکاريده. بنګله دیش چې لومړنی بیټینګ یې وکړ، د خپلو ټولو لو بغاړو په سوزیدو یې هندوستان ته 174 منډې هدف وټاکه. په مقابل کې یې هندوستان وتوانیده چې د درې لوبغاړو په سوزیدو په 36 اورونو کې دا هدف پوره کړي او په دې توګه یې بنګله دیش ته په اوو ویکټو ماتې ورکړه او 82 توپونه یې هم پاتې ول.
راویندرا جدیجا نن د بنګله دیش د ټیم په وړاندې بریدګر او د هندوستان لپاره ګټونکی ثابت شو. نوموړی جې اکسار پاټیل پر ځای تازه په اماراتو کې له خپل ټیم سره یو ځای شوی، نن یې بنګله دیشي توپوهونکو ته په لس اورونو کې بالینګ وکړ، خو په کې یې ټولې 29 منډې ورکړې او څلور ویکټې یې واخیستي. جړیجا نه یوازې دا چې بنګله دیش د هند په وړاندې په لوی توپیر ماتې ته اړ کړ بلکې د میچ غوره لوبغاړی هم وبلل شو.
نوموړي د بنګله دیش د دوه تکړه توپ وهونکيو، شکیب الحسن او مشفق الرحیم په سوزولو بنګله دیش په تر 173 منډو محدود کړ. بنګله دیش چې تر دې مخکې یې په ګروپي لوپو کې افغانستان ته د پنجشنبې په ورځ لوبه بایللې وه، د اسیا جام د سیالیو د څلور غوره ټیمونو په مرحله کې یې لومړنۍ ماتې وخوړه.
د هند خوا ته روهیت شرما په 104 بالونو 83 منډې جوړې کړې چې تر پای ونه سوزیده او په دې توګه یې په یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې خپله دویمه بریالۍ نیمه سلیزه هم پوره کړه. د هند له خوا توپ اچونې ته جړیجا په لسم اور کې راغی. دا داسې مهال و چې بهنېشور کومار او جسپریت بومرا بنګله دیشي اوپنران لیتون داس او نظام الحسین شانتو سوزولي وو، او له شکیب حسن سره مخ شو.
د بنګله دیش لپاره تر ټولو ډېرې منډې میهدي حسن میراز جوړې کړې، نوموړې په 50 بالونو 43 منډې وکړې، دوه څلوریزې او دوه شپږیزې هم په کې شاملې وې. خو ددې هیواد نور لوبغاړې ونه توانیدل چې خپلو کې یوه دوامداره ملګرتیا رامنځ ته کړې. په توپ اچونه کې هم بنګله دیشي بالران و نه توانیدل چې د هند اوپنران قابو کړې.
دا د څلور غوره ټیمونو په لړ کې د بنګله دیش لومړنۍ ماتې وه. د یکشنبې په ورځ بنګله دیش یو وار بیا افغانستان سره د اسیا جام د څلور غوره ټیمونو مرحله کې خپل بخت ازمويي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.