د حشمت او اضغر ښه ملګرتیا؛ او د پاکستان په وړاندې د لوړ هدف اېښودل

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

حشمت شهیدي او اضغر افغان داسې بیټینګ وکړ چې د پاکستان لپاره یې سخته کړه څو په یو ورځنۍ نړیواله لوبه کې د افغانستان په وړاندې د خپلې لومړنۍ ماتې مخه ونیسي.
وروسته له هغې چې د پاکستان کیڼې لاسي سپینر محمد نواز دوه افغان لوبغاړي احسان الله او محمد شهزاد په لومړیو اورونو کې اوټ کړل، د حشمت شهیدي او رحمت شاه ترمنځ د 63 منډو ملګرتیا د افغانستان لورې ته لوبه باثباته کړه.
خو د افغانستان د مجموعې لوړو منډو په جوړولو کې د حشمت شهیدي او اضغر افغان ملګرتیا رول ولوباوه. دې دواړو په خپل شراکت کې افغانستان لپاره 94 منډې جوړې کړې. د پاکستان خواته کمزوری فیلډینګ او د کچونو غورځول محسوس وو.
پاکستان ددې میچ لپاره درې بدلونونه راوستي وو. شهاب خان د لوبې لپاره فیټ نه و بلل شوی او دا هم روښانه وه چې د فهیم اشرف پر ځای د حارث سهیل ځای کول هم تر ډیره ددې لپاره وو، چې نوموړی کیڼ لاس ورو بالینګ کې ښه وړتیا درلوده.

خو تر ټولو د پام وړ بدلون چې له ډیره یې یادونه کیده، هغه د محمد عامر پر ځای د شاهین افریدي لوبول و چې د لومړي ځل لپاره په نړېوالې یو ورځنۍ لوبې کې برخه اخلي. شاهین افریدی تر هغې ډیر ښه و چې فکر یې کیده، هغه ښه بالینګ یې وکړ، خو بالینګ یې تر ډیره په فیلډینګ کې د پاکستان د ننۍ سرګردانۍ قرباني شو. اګر چې نوموړی خپله هم د هغو په ډله کې و چې نسبتا اسانه کیچونه یې ونه نیولی شول.
د دافغانستان له خوا مهم ګوزار او ښايي د ننۍ لوبې ګټونګی ګوزار د افغان لوبډلې د کیپتان اضغر ستانکزي و، چې د ګڼو افغان مینه والو په باور یې موده وروسته د لومړني ځل لپاره ښه لوبه وکړه.

نوموړې میدان ته له راوتو سره سم د لوبې سور بدل کړ، او په لومړي توپ یې د شپږیزې په وهلو وښوده چې غواړې افغانستان رن ریټ نور هم چټک کړي. دې کار پاکستاني لوبغاړي وارخطا کړل او ددې پر ځای چې باونډرۍ وساتي دواړو خواوو ته راټول شول او دې اضغر افغان ته فرصت ورکړ چې د افعانستان لپاره د ټولو 6 شپږیزو پنځه یې دا ووهي او د لوبې کنټرول خپل کړي.
حشمت شهیدي هم د پاکستان بالرانو لپاره بشپړ په شا تنبوونکی ثابت شو، نوموړې کې درې نورې منډې جوړې کړې وې نو ننۍ لوبه کې به یې سلیزه جوړه کړی شوې وی.
پاکستان په لومړیو لس اورونو کې برلاسی او پر لوبه واکمن ښکاریده. عثمان او افریدی محمد شهزاد تر برید لاندې نیولی او نه یې پرېښوده چې هسې مټ وغزوې چې افغان لورې یې هیله ترې لرله.
د کرکټ هندي مبصر داس ګوپتا وايي، دده په باور افغانستان کې په بیټینګ کې 255 منډې جوړې کړي، نو بالیینګ یې دومره ښه ده چې لوبه ګټلی شي.
خو ددې راپور تر لیکولو پورې داسې ښکاري چې پاکستاني توپوهونکي امام الحق او بابر اعظم بیا د افغان بالرانو په وړاندې د مقاومت چل زده کړی. او دواړو خپلو کې ښه اوږده ملګرتیا او د پاکستان لپاره د بیټینګ ښه پیل وکړ.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.