۲۳ کلن حشمت شهیدي پاکستاني بالران د ویکټ اخیستو په ارمان پرېښودل

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

ياران سپورټ
د اسیا جام سیالیو کې دا ځل بل افغان د پاکستاني بالرانو د ټکولو او قهر سبب شو.
د اسیا جام په سوپر فور یا څلورو غوره لوبډلو پړاو لوبه کې، افغان کیڼ لاسي ۲۳ کلن توپ وهونکي د پاکستان چټک او سلو یا سوکه توپ اچوونکي خپلې وېکټې اخېستلو پسې ړانده کړل.
حشمت الله شهیدي چې د افغانستان لپاره ټو ډاون راغلی و په ۹۷ منډو ناسوځېدلې ووت او د هیڅ پاکستاني بالر جادو پرې کار ونه کړ.
حشمت الله شهیدي، چې د پاکستاني توپ اچوونکو پر وړاندې یې له خورا مقاومت څخه کار واخېست؛ نو یو وخت یې د پاکستاني بالر حوصله دومره راتنګه کړه، چې حتی د لفظي شخړې سربېره یې د فزیکي شخړې چمتو والی ونیو.
دا صحنه داسې وه، چې حسن علي یارکر توپ ترسره کړ، چې شهیدي په خورا ښکلي انداز وردفاع کړ او پاکستاني حسن علي بېرته د هغه پر لور د توپ ویشتلو اراده درلوده، چې وروسته یې شهیدي پسې د جنګ په پلمه د قدمونو استعمال هم وکړ.
بیا لوبڅار راغی او پاکستانی حسن علي یې لرې کړ او د ملامتیا ګوته یې ورته ونیوله.
له دې وروسته شهیدي نیمه سلیزه جوړه کړه او ورسره لوبډلمشر اصغرافغان هم چټکه نیمه سلیزه ورجمع کړه.
شهیدي د ۴۹ م اور په څلورم توپ د حسن علي له خوا بولډ شو؛ خو د توپ له چېک او کتلو وروسته د توپ نتیجه نو بال شوه او شهیدي بېرته راستون شو او حسن علي ته یې په مېډ وېکټ چټکه څلوریزه ورکړه.
له دې وروسته په وروستي اور کې شهیدي پیل په څلوره وکړ او په عثمان خان یې د څلوریزو هېټرېک وکړ.
په ۴۹ م اورکې ۱۳ منډې او په ۵۰ م اور کې ۱۴ منډې راغلې، چې شهیدي په یواځې ځان د ټولو پاکستاني توپ اچوونکو ۱۱۸ توپونه په خورا ښه انداز ولوبول ، چې دوه توپه کم شل اورونه کېږي.
شهیدي په دغو توپونو ۹۷ ناسوځېدلې منډې وکړې او ۷ څلوریزې یې پکې ووهلې.
کله چې حشمت الله ، پاکستاني عثمان ته پرله پسې درې څلوریزې ورکړې؛ نو مبصرینو( ډین جونز، کومارا سېنګاکارا او عامرسهیل) ویل، چې د افغانستان لپاره دوهم راشدخان.
افغانستان پاکستان ته ۲۵۸ منډو هدف ورکړ او ۶ لوبغاړي یې وسوځېدل.
په عربي متحده اماراتو کې دوهمه توپ وهنه تر ډېره پورې ناکامه ده، په ۱۸ لوبوکې یواځې درې ځلې تر ۲۵۰ منډو یا له دې لوړې منډې چېس شوي او پاتې ۱۸ لوبې په دوهم بېټېنګ سره له لاسه ورکړل شوي.
حشمت الله شهیدي ۱۸۴ دقیقې لوبغالي کې د منډو جوړولو په موخه وځغلید.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.