راشد خان خپله کلیزه په نیمه سلیزه ولمانځله ؛افغانستان د بنګله دیش په وړاندې د منډو غر ودراوه

رنګین تجريدي ډیزاین

راشدخان خپله شلمه کلیزه نن د بنګله دیش په وړاندې په داسې حال کې په شانداره نیمه سلیزه ولمانځله چې افغان لوبډله تر فشار لاندې وه.
له ګلبدین نایب سره په شریکه څوک چې په 42 منډو ناسوزیدلی پاتې شو، راشد خان د افغانستان په منډو 95 ورزیاتې کړې. په یوه ورځنۍ نړیواله سیالۍ کې په 50 اورونو کې پر اوو ویکټو 255 منډې جوړول د افغانستان لپاره ریکاډ دی.
د کریکټ نړیوال مبصرمحمد سلام وايي، افغانستان د بنګله دیش په وړاندې غر کېښود، او په داسې حال کې چې د بنګله دیش تمیم اقبال ټپي شوی او مشفق الرحیم یې دمه دی، بنګله دیش ته پرې پورته کیدل ستونزمن وي.
افغان لورې ته راشد خان چې په بالینګ مشهور دی،نن ثابته کړه چې ښه توپ وهونکی هم دی. په ځانګړې توګه هغه مهال چې لوبډله یې ترې فشار لاندې وي. نوموړې نن په وروستیو اورونو کې په32 بالونو 57 منډې جوړې کړې چې تر پایه ونه سوزیده، په دې کې یې اته څلوریزې او یوه ډېره په زړه پورې او په مناسب وخت شپږیزه ووهله.

ګلبدین نایب بیا په 38 بالوبونو 4 څلوریزې ووهلې. راشد او ګلبدین په داسې حال کې سره توپ وهنې ته جوړه شول چې افغان لوبډلې د اوو لوبغاړو له سوزیدو وروسته په 41 م اور کې ایله 160 منډې جوړې کړې وې، او د بنګله دیش د بالرانو تر سخت فشار لاندې وه.
راشد خان په وروستي اور کې د مشرف مرتضی په توپونو 19 منډې جوړې کړې. مشرف په څلور مهمو اورونو کې 45 منډې ورکړې، بل بنګله دیشي بالر رب الحسین بیا په یو اور کې 17 منډې ورکړې او له دې سره بنګله دیش هغه ځواک له لاسه ورکړ چې د شکیب الحسن د څلورو ویکټو څخه یې چې تر لاسه کړی و.
ابو حیدر چې د بنګله دیش له خوا د لومړي ځل لپاره په نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې لوبیږي، افغانستان د پیل په دوو ویکټو وارخطا کړ، احسان جنت او رحمت شاه زر اوټ شول. د حیدر لپاره ورځ ښه پیل شوه او هغه مهال لا ښه شوه چې د محمد شهزاد توپ یې کیچ کړ، او نوموړې یې په 47 بالونو کې 37 منډو له جوړولو وروسته وسوزاوه.
د شکیب الحسن په بالینګ اضغر په 8 منډو، سمیع الله شینواری په 18 او محمد نبي په 10 منډو پرلپسې اوټ شول. حشمت الله شهیدی چې په 92 بالونو یې 58 منډې جوړې کړې د رب الحسېن په بال په 38 م اور کې اوټ شو.
د بنګله دیش په بالرانو کې شکیب الحسن د څلور ویکټو سربېره حیدر دوه ویکټې او رب الحسین یوه ویکټه واخیسته. د کرکټ نړېوال مبصرین وايي، د اسیا جام په روانو سیالیو کې د ننۍ لوبې د نتیجې کم اهمیتۍ ته په پام بنګه دیش یو څه شیان بدل کړي و، هغه دا چې ابو حیدر او رب الحسین یې په سر کې د بالینګ لپاره رامخې ته کړل او مشرف ته یې تر ډېره وروستیو اورونو کې بالینګ وسپاره، خو دې تجربې تاوان وکړ او هغه داسې چې بنګله دیش په وروستیو لس اورونو کې افغانستان ته ته 98 منډو جوړولو فرصت برابر کړ. اوس به وکتل شي چې بنګله دیش چې د بیټینګ پیل هم بې خونده وکړ څنګه 256 ټاکلی هدف پوره کوي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.