کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر شاه محمود قریشي تر سفر وروسته د هغه ویاند محمد فیصل په یوه خبري کنفرانس کې ادعا کړې، چې افغان حکومت سره د افغان ځواکونو د روزنې په اړه هوکړې ته رسیدلي.
پاکستاني ویاند د دغې ادعا نور جزیات نه دي روښانه کړي، چې دا هوکړه په کوم منطق له چاسره شوې او په کومه کچه به دوی د افغان ځواکونو په روزنه کې ونډه ولري؟
د افغانستان په رسنیو کې هم دې جدي خبرې هغسې انعکاس نه درلود، چې باید لرلای یې وای.
د افغانستان حکومت هم په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی، یانې نه یې تایید کړی او نه رد.
د مسئلې سابقه
پاکستان له څه باندې یوه نیمه لسیزه کې ډېره هڅه کوي، چې د افغان ځواکونو په روزنه کې په یو نه یو ډول سهیم شي.
خو افغان چارواکو په دې مسئله کې د ملي اړتیا مطابق پاکستان په هرممکن ډول چې و، د دې مسئلې په حساسیت پوهولی و.
څو ځله پاکستاني چارواکو داسې خبرونه خپاره کړي وو، چې په دې روزنه کې د هېواد د ښکېلتیا خبره یې کوله.
خو په افغانستان کې په دې اړه د توندو غبرګونونو له څرګندیدو سره به دوی د دې غوښتنې په تکرارولو خاموشه شول.
یوازې د افغان ځواکونو په روزنه کې د ښکېلتیا نه؛ بلکې په ټوله کې له افغان امنیتي سکتور سره د پاکستان په نیږدې والي افغانان حساس او شدید مخالف دي.
ولې حساسیت؟
پاکستان، چې د رامنځته کیدو یې ۷۱کاله کیږي، له هماغه پيله یې افغانستان په اوسنۍ بڼه د رامنځته کیدو مخالف و.
افغان حکومت هماغه وخت په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د دا ډول رامنځته کیدو مخالفت ځکه وکړ، چې په دغه بڼه جوړیدو سره یې د افغانستان یوه لویه برخه خاوره د پاکستان تر واکمنۍ لاندې راوړل شوې وه.
له هماغه وخته تراوسه افغانستان د پاکستان په اړه ښه نظر نه لري. دا منفي نظر او حساسیت په وروستیو څو لسیزو کې لا ډېر پیاوړی ځکه شو، چې پاکستان له هرې ممکنې لارې د افغانستان په بربادۍ، نظام ړنګولو او پکې د خپلې لاسپوڅې ادارې د جوړولو لپاره هر ډول هڅې او رذالتونه وکړل.
په څه باندې یوه نیمه لسیزه کې له ترهګرو او حکومت ضدو افغان ډلو څخه په هر ډول وژنو او وحشتونو کې د پاکستان ملاتړ له دغه هېواد سره د افغانانو حساسیت او مخالفت د اوج تر حده رسولی.
ولې ملي ځواکونو نه باید لیرې وي؟
د ملي روحیې او مورال لرلو لپاره هر هېواد خپلو امنیتي ځواکونو ته ځانګړي روایتونه لري، چې د هغو له مخې دوی ته انګېزه ورکوي او مورال یې لوړ ساتي.
په افغانستان کې د ملي ځواکونو؛ بلکې ټول ملت لپاره د مورال لوړولو او ملي انګېزې پیاوړي کولو تر ټولو ستر دلیل همدا دی، چې د افغانستان ګاونډیان؛ په خاص ډول پاکستان چې یو تحمیلي او د رذالتونو لپاره جوړ شوی هېواد دی، د افغانستان هوساینه نه غواړي.
کله، چې وینو د پاکستان په اړه افغانان دومره حساس او حتا د اوله درجه دښمن په توګه یې پېژني، په هیڅ دلیل دا منطق نه شي لرلای، چې پاکستان دې د افغان ځواکونو په روزلو کې سهیم کړای شي.
حکومتي خاموشي
د پاکستان د داسې لړزونکې ادعا په اړه د افغان حکومت خاموشي د زغم وړ نه ده. حکومت باید ملت ته واضحه کړي، چې په دې اړه یې نه کومه هوکړه کړې او نه داسې کومې هوکړې ته حاضر دی.
که دا مسئله روښانه نه شي، دا به له پاکستان سره د حکومت د پټو هوکړو پر ادعاوو یوه بله زیاتونه او د حکومت حیثیت ته ډېره تاواني مسئله وي.
لکه چې وویل شول، پاکستان ته په افغانستان کې له دومره وحشتونو وروسته یې د دوست په سترګه کتل افغانان په هیڅ ډول زغملای نه شي.
افغانان څومره، چې له پاکستان څخه نفرت لري، ترهغې څو چنده ډېر له خپلو هغو سیاستوالو او چارواکو نفرت لري او په ملي خیانت یې تورنوي، چې د پاکستان پر دومره وحشتونو سترګې پټوي او په افغانستان کې د دوست په جامه کې د لا دښمنۍ کولو زمینه وربرابروي.