کله چې موږ د ادارې او سازمان پیژندنه کوو، نو وایو چې د خلکو هغه ډله چې په شریکه توګه د ګډو اهدافو لپاره کار کوي. نو له دې لنډ تعریف معلومیږي چې اداره باید په داخل کې څه ډول وي، څو اهدافو ته ورسیږي.
اهدافو ته رسیدل
یوه ډله هغه وخت د دښمن مقابله کولی شي چې په شریکه او همغږي ډول د ښمن پر ضد اوسي او کار وکړي، نو اداره هم همداسې ده، ځکه اهداف لري او دا اهداف داسې دي چې په ټولو پورې تړلي، که له لس نفري ډلې یو تن بیکاره وي یا خپله برخه کار ترسره نه کړي، نو په ټوله ډله یې اغیز دی او ویلی شو چې په بشپړ ډول اهدافو ته نه دي رسیدلي.
له کارکوونکو سره چلند
هره اداره چې رامنځته کیږي، یو ځانګړی چوکاټ لري چې په دې چوکاټ کې کارمند هم نیسي او ورسره چلند هم کوي، خو دا چوکاټ به خامخا قانوني او اصولي وي، ځکه که داسې نه وي، نو بیا اداره نه شوه، هغه په دې چې موږ ویلي په شریکه او اغیزمنه توګه د اهدافو ترلاسه کیدو لپاره کار کول، اداره ده، خو که داسې نه وي، نو بیا اداره نه شو ورته ویلی.
د ادارې د چلند خبره چې موږ کوو، هغه د ادارې د ټولې ډلې له یو بل سره چلند مو هدف دی، مثلاً د ادارې د موسیس یا مشر او مدیرانو ترمنځ، د مدیرانو او عادي کار کوونکو ترمنځ…
نو که دا چلند چیرته سم او مثبت وي، هماغمره د ادارې په موجودیت، مخکې تګ، بریا او بلاخره اهدافو ترلاسه کیدو په برخه کې مثبت اغیز لري او که داسې نه وي، نو بیا هر څه منفي.
څو هغه منفي ټکي چې کارکوونکي خفه کوي
۱- له کارکوونکي سره د هغه توافق پر اساس نه تلل چې د کار په پیل کې شوی.
په ګڼو ادارو کې یوه تر ټولو جدي ستونزه چې ما لیدلې او اوریدلې، هغه له کارکوونکي سره له هوکړې اوښتل دي، مثلاً په توافق کې یې مشخصاً ورته وايي چې دا دا کارونه به ترسره کوې، خو کله چې دنده پیل شي، نو بیا هغه توافق هیر او کارکوونکي تر خپله حده زیات کاري فشار لاندې شي.
۲- امکانات نه برابرول؛ دا هم یوه له هغو ستونزو یادیږي چې کارکوونکي خفه کوي.
چې یو کس ته کارسپارې او امکانات نه ورکوي، ددې مانا دا ده چې هیڅ هدف نه لرې او نه یې ترلاسه کول غواړې.
۳- اړین او په وخت معاش نه برابرول. دا هم ددې لامل ګرځي چې کارکوونکي خفه او کم کاری کړي. ځکه معاش کافي نه وي او یا په وخت ورنه کړل شي، کارکوونکي هم مایوسه کیږي او کاري ځواک کمزوری کیږي.
۴- ښه چلند. دا تر ټولو مهمه ده، که کارمند ته هر څه ورکړل شي، خو چې ورسره سمه رویه ونه شي، هیڅ مثبته کاري پایله نه شي ترلاسه کیدای.
۵- د پرمختګ زمینه نه برابرول. د کارکوونکو لپاره باید د مخکې تګ زمینه برابره شي، یعنې هم یې باید ظرفیت لوړ شي او هم یې په تنخوا کې تر وسه زیاتوالی راشي. که نه وي او دا نشتون دوامداره وي، کارکوونکي مایوسه کوي او دې ته مجبوروي څو له دې ادارې پښې سپکې کړي.
څو هغه منفي ټکي چې اداره خفه کوي
۱- هغه توافق پر اساس نه تلل او کم کاري کول چې له ادارې سره امضا شوی. یعنې کارکوونکي خپل کار سم نه ترسره کوي یا یې بشپړ نه ترسره کوي.
۲- له صلاحیتونو ناوړه استفاده. هغه صلاحیتونه چې یوه اداره یې خپل غړي ته ورکوي، یو لوی باور دی، خو که له دې باور ناوړه ګټه اخیستل کیږي، اداره خفه کوي او ناوړه پایلې لري.
۳- منظم کار نه کول. یعنې کار په خپل وخت او سم ډول نه ترسره کول.
۴- ادارې سره فریبکاري یا غولوونه کول. هر وخت چې کارکوونکي هڅه وکړي ادارې سره چل او فریبکاري وکړي او بیا ادارې پرې پوهه شي، نو دا حالت اداره ډیره بې باوره او خفه کوي.
۵- اداری اخلاق نه مراعتول. مثلاً د ادارې د آمر امر په سم ډول نه مراعتول او یا له کارکوونکو سره ناوړه چلند کول.
۶- اداري رازونه بهر ویستل. یعنې هغه رازونه چې په یوه اداره کې شته او باید پاتې شي، که دا یو کارمند یا د ادارې غړی بهر وباسي، که دا د ادارې پر ضد یا هم د کارکوونکي، منفي پایلې لرلی شي.
پایله؛
په پایله کې ویلی شو چې که چیرته کارکوونکي او اداره مایوسه او بې باوره اوسي، نو هیڅ امکان نه لري چې د ادارې اهداف دې ترلاسه شي.
باید هم کارمند او هم اداره، ټول اصول او خواوې په پام کې ونیسي او مخکې تګ وکړي.
تر څنګ ادارې باید داسې اعیار شي چې کارمند یې د ناهیلۍ احساس ونه کړي او کارمند هم داسې کار وکړي چې اداره د اړوند کار د تشې احساس ونه کړي. خو دا ټول هغه وخت کیدای شي چې موږ کاملاً د دواړو اړخونو په برخه کې اصولو ته ژمن اوسو. یعنې هم اداره کارمند ته د کارمند په سترګه وګوري او هم کارمند ادارې ته د ادارې په سترګه وګوري.