لیکوال: سنتوش پاردهان
ژباړه: ياران کرکټ
سرېلانکا کرکټ ټیم چې کله د دوشنبې په ورځ د اسیا جام سیالیو په ترڅ کې په خپله دویمه لوبه کې له افغانستان سره مخ شو، نو له یو داسې وضیعت سره مخ و چې ( یا به یې ګټې او یا به مرې. )
تر دې مخکې د بنګله دیش په وړاندې د 137 منډو په توپیر د لوبې بایلل د سرېلانکا د غورځیدلي ټیم لپاره د خبرداری زنګ و. د سرېلانکا ټیم د ماهیلا جایاوردیني او کومار سنګاکارا له تقاعد څخه وروسته ډېر کمزوری شوی او بېرته په پښو نه دی دریدلی . د سرېلانکا اوسنی ټیم چې پنځه ځلې یې د اسیا کپ اتلولي ګټلي او یو مهال یې د هند او پاکستان د کرکټ له ټیمونو سره د مقابلې وړتیا لرله اوس هغه پخواني سرېلانکايي ټیم نه دی پاتې.
بل خوا افغانستان په پرلپسې توګه په کرکټ کې بهتره کیږي، دا ټیم اسیا جام لوبو ته د ایرلینډ په وړاندې له پرلپسې بریاوو راغلی. دوی په ایرلینډ کې خپل کوربه ټیم ته پرلپسې هم د شل اوریزو لوبو سیریز کې ماتې ورکړه او هم یې ترې د یو ورځنیو لوبو سیریز په دوه د یو په وړاندې وګاټه.
Sri Lanka crash out of the Asia Cup!
Another disappointing batting performance sees them dismissed for 158, Afghanistan sealing their opening win by 92 runs in Abu Dhabi!#SLvAFG scorecard ➡️ https://t.co/CQYBAm3Hvr#AsiaCup2018 pic.twitter.com/0hQE5zo0WJ— ICC (@ICC) September 17, 2018
د افغانستان تکړه توپوهونکي رحمت شاه، د دوشنبې په ورځ د ابوظبۍ په شیخ زید لوبغالي کې د افغانستان لپاره په بهترینه توګه ۷۲ منډې جوړې کړې او د افغانستان سره یې د ټولو 249 منډو په جوړولو کې لوی لاس وکړ.
رحمت شاه ټول 90بالونه ولوبول، خو دا 90 بالونه یې ښه په حوصله او پام ولوبول او د اماراتو په دې تاوده ډګر یې خپله لوبډله ددې وړ کړه چې یو لوړ شمیر منډې هدف وټاکي. همدارنګه د اوپنر یا پیلیز لوبغاړي احسان الله جنت 45 منډې او د محمد شهزاد 34 منډې هم د افغانستان د منډو د شمیر په لوړولو کې مهمې وې.
د افغان لوبډلې لپاره چې سریلانکایي ټیم یې 158 منډو پورې محدود وساته 249 منډې ډیرې ثابتې شوې. او په دې سره یې د اسیا جام څو ځلې اتله سریلانکا کور ته رخصت کړه.
دلته څو سببونه یادوو چې د سریلانکا لپاره یې دا ماتې حتمي کړه.
د رحمت شا فوق العاده هڅې
د رحمت شاه 72 منډې ريښتیا هم اغیز ښندونکې وې. دې منډو د افغانستان د لوبډلې د منډو مجموعه د پام وړ پورته کړه او وتوانیده چې د اسیا جام د بي ګروپ په دویمه لوبه کې سریلانکا ته 250 منډې هدف وټاکي. وروسته له هغې چې افغانستان په 2011 م کال کې د یو ورځنیو نړیوالو لوبو دریځ ترلاسه کړی، دوی پر خپلو ښو هڅو او کرکټ ته په تعهد د محدود اورونو د لوبو فارمټ کې په ښه کارکردګۍ هر څوک تر اغیز لاندې راوستي.
کله چې موږ د افغانستان د ټیم په اړه خبره کوو، نو د محمد نبي، محمد شهزاد، راشد خان او مجیب الرحمن نومونه مو ذهن ته راځي. خو دا هم له پامه غورځول نه دي پکار چې په داسې مبارزو کې د افغانستان لویې وسلې د رحمت شاه او سمیع الله شینواري په شان افغان الراونډران هم دي. دوی د محدودو اورونو لوبو په فارمټ کې ډیر مهم ثابت شوي دي. هغه انعطاف پذیري چې دوی یې خپل ټیم ته برابروي افغانستان ته ددې وړتیا ورکوي چې یوازې پر خپلو ستورو لوبغاړو تکیه ونه اوسې، او د رحمت شاه د دوشنبې د ورځې کارکردګۍ دا ثابته کړه.
د افغانستان غوره توپ اچونه – بالینګ
مجیب الرحمن د افغانستان د بالرانو( توپ اچووونکو) د کار پیل وکړ او د هغه د توپ اچونې کرښه او کچ بې ساري و. ورپسې ګلبدین نایب، محمد نبي او راشد خان سریلانکايي توپوهونکې تر پرلپسې فشار لاندې ونیول، داسې چې د میدان ورو پیچ هم له سرېلانکايي لوبغاړو سره مرسته ونه کړه چې خپل کار ته په غوره او بهتره توګه دوام ورکړي.
سریلانکايي شیهان جیا سوریا له خپلې ټیم سره مرسته ونه شوه کړی. د افغانستان جوړه سپینران مجیب او راشد په خپل سخت بالینګ د توپووهنکو د رخصتولو په خاطر مشهور دی، او دا خبره یو وار بیا د سرېلانکا خلاف د دوشنبې د ورځې په مهمه لوبه کې ثابته شوه.
سریلانکايي بیټینګ( توپوهنه) چې په داسې ورو شرایطو کې مهارت لري، د دوشنبې په ورځ ددې ټیم ډېره په درد ونه خوړه. دوی په دې کې پاتې راغلل چې له یو بل سره پارټنر شیپ او ملګرتیا ته دوام ورکړی شي او همدا یې د ماتې یو سبب شو. نبي او ګلبدین هم د توپ اچونې برخه کې ښه کارکردګي وښوده.
د سرېلانکا ویجاړ شوی بیټنیګ( توپوهنه)
د سږني اسیايي جام په لومړنۍ لوبه کې د سرېلانکا د ټیم یوازې درې توپوهونکي تر شلو منډو ورسیدل، او په دې سره بنګله دیش د سرېلانکا خلاف په تاریخ کې خپله اومه بریا ثبت کړه. ان د دوشنبې په ورځ د افغانستان په وړاندې هم د انجیلو ماتیهوز( د سرېلانکا د ټیم کیپتان) د خوا توپوهونکي پرته له دې چې د افغان بالرانو له خو له کوم ډیر جدې فشار یا پیچلو تکتیکونو سره مخ شي، مات شول.
د اسیا جام په دې سیالیو کې د سرېلانکا توپوهونکي ونه توانیدل چې د چانديمال او کوناتیلاکه ځای ډک کړي.
اوپول ترانګه او دانانجایا ډي سیلوا هڅه کوله چې خپلو کې پارټنرشیپ او ملګرتیا رامنځ ته کړي خو له دوی پرته نور ټول سرېلانکايي توپوهونکي د یو بل سره د ملتیا په رامنځ ته کولو کې بې وسه و. دا هغه څه دي چې پر ټاپو پرتې سرېلانکا کې دا مهال د ښې توپوهنې د استعداد د کمي غمازي کوي.
شیهان جایاسوریا د لوبې په منځ کې یو څه هېله بښوونکې لوبه وکړه، خو هغه له انجیلو ماتهیوز سره د ناسم تفاهم له کبله په منډه کې اوټ شو.
د سرېلانکا د اوسني ټیم لپاره به ډیر څه پکار وي چې ترسره یې کړي څو دا ټیم له هغه دل دل ووځي چې دا مهال په کې لویدلی دی.