سټایلیش بیټسمین هاشم امله؛ اصلي هیواد، ژوند او کرکټ ته راتګ یې

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

د سهیلي افریقا پیلوونکی مسلمان توپ وهونکی هاشم امله د نړۍ په کچه ډېر مشهور لوبغاړی دی، زیاتره خلک یې په اړه فکر کوي، چې امله اصل د پاکستان دی؛ خو داسې نه ده په دې راپور کې به راسره د هاشم امله په اړه بشپړ معلومات ولولئ!
عمر، کورنۍ او اصلي ټاټوبی
هاشم امله له نن نه ۳۵ کاله وړاندې د سهیلي افریقا په ډوربن سیمه کې د انصاري په نامه مسلمانه کورنۍ کې زېږېدلی دی.
د انصاري کورنۍ اصلي ریښه د هندوستان د ګوجرات سیمې سره ده، نو د ده د کورنۍ اصلي ټاټوبی د هند ګوجرات ایالت دی او ګوجرات ته زمونږ نیکونو، سلطان محمود غزنوي، احمدشاه ابدالي او پخوانیو افغاني امپراتورانو اسلام رسولی و.

امله له کوچنیوالي پاک زړی او صالح مسلمان و، د لومړي ځل لپاره د ډوربېن په عالي لېسه کې شامل شو؛ له همدغې لېسې څخه یې د فراغت سند ترلاسه کړ.
دلته یې ویډیو کې هم یو څه معلومات لیدلای شئ:

مشر وروریې
د هاشم امله مشر ورور چې احمد امله نومېږي او یو مسلکي کرکټ لوبغاړی و، دی له هاشم امله څخه دوه کاله مخکې کرکټ نړۍ ته راغلی و.

احمد امله

احمد امله هم د افریقایي لوبډلې لوبغاړی و، هغه د سهیلي افریقا لپاره ټېسټ او یو ورځنۍ لوبې کړي دي. د مشر ورور بشپړ نوم یې احمد محمد امله دی.
د هېواد په کچه د هاشم امله له خوا د کرکټ پیل
لومړی دی په ولایتي لوبډله کې شامل شو، چې کوازولو نټل ډولفېنز نومېدله، په ۲۰۰۲ م کال کې یې د افریقا له نولس کلونو کم عمره ملي لوبډله رهبري کړه او په نړیوال جام کې یې لوبډلمشري واخېسته او هاشم امله خپله لوبډله تر پایلوبې ورسوله.
د ده د مثبتې لوبې له کبله د وخت افریقايي روزونکي د ده د لا پرمختګ په فکر کې شو او په ۲۱ کلنۍ کې یې د ولایتي لوبډلې کوازولو نټل ډولفېنز لوبډلمشري ورکړه.
د هاشم امله د هغه وخت انځور چې ملي لوبډلې ته نه و راغلی

د افریقا ملي لوبډلې ته په ۲۰۰۴ م کال کې راغلی، لومړۍ ټېسټ لوبه یې د هند خلاف کړې او وروستۍ ټېسټ لوبه یې د سریلانکا خلاف په ۲۰۱۸ م کال کې کړې ده.
امله په ۱۱۹ ټېسټ لوبو کې ۹۰۲۲ منډې جوړې کړي، چې د انګلستان خلاف یوه لوبه کې یې ۳۱۱ ناسوځېدلې منډې د افریقا د کرکټ په تاریخ کې ریکارډ جوړوونکې دي. ۲۸ سلیزې او ۳۹ پنځوسیزې یې وهلي دي.
هاشم محمد امله ۱۶۹ یو ورځنۍ لوبې کړي، چې ۷۶۹۶ منډې یې پکې جوړې کړي، چې یوه لوبه کې یې ۱۵۹ منډې لوړې منډې دي. په یو ورځنیو لوبو کې یې ۲۶ سلیزې او ۳۶ پنځوسیزې د افریقایي لوبډلې لپاره وهلي دي.
نوموړي په ۴۴ شل اوریزه لوبوکې ۱۲۷۷ منډې ترسره کړي، ۹۷ ناسوځېدلې منډې یې د پام وړ دي؛ په شل اوریزه لوبو کې یواځې ۸ پنځوسیزې لري.
د توپ وهنې ریکارډ
په ۲۰۱۳ م کال کې له اسټرالیایي ریکي پونټېنګ څخه وروسته د نړۍ په کچه دوهم لوبغاړی و، چې په ټېسټ او یو ورځنیو لوبوکې یې لومړۍ درجه خپله کړې وه.

د زوکړې نېټه او بشپړ نوم
هاشم امله د ۱۹۸۳ م کال د مارچ په ۳۱ مه نېټه مسلمانه کورنۍ کې زېږېدلی او بشپړ نوم یې هاشم محمد امله دی.
واده او کورنۍ
هاشم امله د سومیاه په نوم یوې مسلمانې ښځې سره واده کړی دی، د مېرمنې کورنۍ یې کرکټ سره هیڅ اړیکه نه درلوده؛ سومیا د درې خویندو په منځ کې تر ټولو مشره ده، هاشم امله یواځې یو ورور لري او خور نه لري.
هاشم امله ته خدای په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳ کلونو کې یو ، یو زوی ورکړ او اوس د دوه زامنو پلار دی.
د هاشم امله ښځه کلکه مسلمانه ده او هرځای چې ځي، حجاب یې پر تن وي.
دغه لېنک کې یې لیدلای شئ، چې حجاب یې اچولی او له خپل خاوند سره روانه ده:
https://www.youtube.com/watch?v=SLF3AgK_t7M
د القاعده په نوم یادول
نوموړی یو وخت روژه په خوله و او د انګلستان خلاف د ټېسټ لوبې لپاره توپ وهنې ته ښکته شو په یواځې ځان یې ۳۱۱ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، چې د انګلستانیانو له خوا ورته د القاعده خطاب وشو او ده یواځې په موسکا لوبه کوله او کله یې چې ۲۹۹ منډې کړې وې او یوه منډه یې دریمې سلیزې ته پاتې وه او په څلوریزه یې دریمه سلیزه پوره کړه.
لېنک یې یې د درې سلیزو ریکارډ کتلی شئ:

تنخوا 
هاشم امله د میاشتې یو لک او ۳۰ زره افریقايي روپۍ اخلي، چې ۸۵۵۱ اعشاریه ۱۶ امریکایي ډالره کېږي.
ټوله شتمني یې ۵۰ ملیونه ډالره ده، خپل اپارتمان لري او موټر هم لري.
دا ول د هاشم محمد امله په اړه معلومات تمه ده، چې خوښ شوي مو وي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.