استاد ګل زمان او هنري ژوند یې؛ مسعود ته یې ولې سندره ویلې؟

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

لیکنه: بشیر دروېش
له پرون راهیسې د احمد شاه مسعود مخالفین د افغان سندرغاړي استاد ګل زمان په مخالفینواو پلویان یې په پلویانو بدل شوي. مخالفین یې مسعود ته د اوولسم تلین په مناسبت د ګلزمان سندرې په غوسه کړي، خو د مسعود پلویان بیا دا کار له تعصبه لیرې د ملي یووالي د پیاوړتیا لپاره هڅه ګڼي.
په دې لیکنه کې استاد ګل زمان او هنري ژوند ته یې د کتنې ترڅنګ دا څېړو، چې ولې ګل زمان داسې سندرو ویلو ته مخه کړې؟
له چمبې وهلو د نغمې او منګل تر استادۍ
استاد ګل زمان د خوست اوسیدونکی دی. هغه له ماشومتوبه په چمبه وهلو له موسیقۍ سره خپله رشته پيل کړې. دی وایي په ماشومتوب کې به نجونو ودونو ته له ځان سره وړه او په ښځينه مجلسونو کې یې سندرې پرې ویلې.

د ګل زمان دې خبرو ته په کتو سره، چې پلار یې تر ده مشر ورور ته یوه ارمونیه اخیستې وه، ګومان کیږي چې موسیقۍ یې د کورنۍ کسب یا شوق و. هغه د مشر ورور له مړینې وروسته د هغه ارمونیه خپلوي، زده کوي، سندرې ورسره وایي او په دې ډول یې سر ترکابله رسیږي.
په کابل کې خپله لومړۍ سندره ( غونډې منډې…) په ۱۳۴۳ کال راډیو افغانستان ته ثبتوي. دا سندره یې د شهرت سبب کیږي، په کنسرتونو، دېرې مجلسونو او نورو هنري پروګرامونو کې برخه اخلي او د موسیقۍ د زده کړې؛ په ځانګړي ډول د کمپوز جوړونې په یوه مشهور استاد بدلیږي.
ګل زمان وایي د نغمې او منګل په ګډون یې لسګونه سندرغاړي روزلي. دین محمد غمخوار، شاه محمد، ریتا وږمه، هما او ګڼ نور سندرغاړي دی د خپل لاس نیالګي یادوي.
د ګل زمان هنري ژوند له نېمې پېړۍ اوړي. هغه تر ۱۶ سوو د زیاتو هنري کمپوزونو مالک دی. د نړۍ ګڼو هېوادونو ته په هنري سفرونو تللی او د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت رسماً د استادۍ لقب ورکړی.
ګل زمان سره له دې، چې عمرخوړلی دی خو ځوان ښکاري، لا هم په هنري پروګرامونو کې فعال دی او شاګردان لري. په وروستیو کلونو کې دی د طلوع تلویزون د «افغان ستوري» هنري سیالۍ د داور په توګه نور هم مطرح او د پام وړ شو. په ځانګړي ډول د ده ځينې اصطلاحات لکه:«موپقیت (موفقیت) درته غواړم…) اوس په یوه عامه اصطلاح بدله شوې.
د ګل زمان زیات سروکار له سیمه ییزې موسیقۍ سره دی، خپله د همدې موسیقۍ ژانرونه ډېر وایي، خو نورو سندرغاړو ته په نورو برخو کې هم کمپوزونه جوړوي.
مسعود ته د ګل زمان سندره
ګل زمان احمد شاه مسعود ته د سندرې له ویلو سره منفي او مثبت غبرګونونه دواړه پارولي. په دغه سندره کې ګل زمان مسعود اتل بللی او په لوړو القابو یې ستایلی.
د ګل زمان د دې ډول پارونکو سندرو دا لومړنۍ هغه نه ده؛ ده په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې ډاکټرعبدالله او ترهغه وروسته څو کاله مخکې جنرال دوستم ته هم یوه سندره ویلې وه.
استاد ګل زمان په دې سندره کې احمد شاه مسعود ملي اتل او سپیڅلی مسلمان یادوي؛

د ګل زمان د داسې سندرو ویلو دلیل ظاهراً د هغه غربت دی. څو کاله مخکې دی د ناروغۍ په بستر پروت او د درملنې پيسې یې نه لرلې. ګل زمان له دومره شهرت سره لا هم په کرایي کور کې اوسي.
ده پخپله یوه مرکه کې هنرمندان د افغاني ټولنې تر ټولو ښه خلک یاد کړي او ویلي و، چې دوی نه غلاوې، نه وژنې او نه نور فسادونه کړي، ځکه خو یې څوک پروا نه ساتي او په بده ورځ د مرستې لاس لا نه ورکوي.
ګل زمان په یوه لوی اختر کې د تلویزوني مرکې پر وخت په خواشینۍ سره وویل، چې د غربت له وجې یې په تېر لوی اختر کې قرباني هم نه وه کړې.
کرزي نه خوشاله او غني نه خپه ګل زمان
ګلزمان پخپله یوه مرکه کې له مخکیني ولسمشر کرزي نه خوشاله و، چې په وینا یې لږ ترلږه د میاشتې لس زره افغانۍ معاش یې ورکاوه. خو په وینا یې د غني له واکمنیدو سره له دغه معاش څخه بې برخې شوی.
داسې ښکاري، چې د غني له مخالفو سیاسي څېرو سره د هغه د نیږدې کیدو یو دلیل د ده اقتصادي ستونزې، دې ستونزې ته د غني نه پاملرنه او برعکس له ګل زمان سره د نورو سیاستوالو اقتصادي مرستې وي.
مېنتوب او له ښځې سره شخړې
ګل زمان وایي مېن شوی او پخپله اصطلاح ( یوه بي بي شیرینه) یې لرله. دا چې مینه یې کامیابه وه که ناکامه، حال نه وایي، مګر مني چې په کور کې یې له مېرمنې سره وخت په وخت جنګ پېښیږي.
د ګل زمان په خبره کله دی او کله یې مېرمنه ملامته وي، خو جنګ یې هغه وخت سوړ شي، چې زامن یې منځګړتوب ته را وړاندې شي.

ګل زمان ۷ زامن او یوه لور لري، ۴ زامن جلا ژوند ورڅخه کوي، یو یې د سندرو شوق لري، یو لمسی یې هم موسیقۍ ته لېواله دی او یو وراره او ورور یې هم سندرغاړي دي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.