نن د انګلستاني کرکټر لپاره په نړیوال کرکټ کې وروستۍ تاریخي او نه هېریدونکې ورځ ده

رنګین تجريدي ډیزاین

د انګلستان د کرکټ ملي لوبډلې د ټیسټ لوبو پخوانی کپتان الیسټر نتن کوک، چې په ۲۰۰۶ م کال کې یې د انګلستان د کرکټ ملي لوبډلې لپاره نړیوال کرکټ پیل کړ، نن د وروستي ځل لپاره د توپ وهنې ډګر ته ښکته کیږي.
نوموړي څو ورځې وړاندې د هندوستان خلاف د روانو ټیسټ لوبو د سیریز د څلورمې لوبې د ترسره کیدو وروسته د نړیوال کرکټ سره د مخه ښې خبر ورکړ.

د انګلستان د کرکټ ملي لوبډلې دغه پخواني کپتان او اوسني لوبیدونکي لوبغاړي په دې وروستیو کې د انګلستان د کرکټ په ملي لوبډله او نړیوال کرکټ کې په زیاتو ټیسټ لوبو کې د مسلسل لوبیدو ریکارډ په خپل نوم کړ، خو اوس یې د دغه ډګر پریښودو پریکړه کړې ده.
الیسټر کوک اوس مهال د هندوستان خلاف په وروستۍ پنځمه ټیسټ لوبه کې په توپ وهنه بوخت دی، چې په لمړي پاڼۍ کې د ۷۱ منډو جوړلو وروسته یې ویکټ وبایلله، خو په دویمه پاڼۍ کې د ۴۶ منډو جوړلو وروسته لا هم د خپل نړیوال کرکټ په وروستي اننګز کې ښايي د سلیزې انتظار کوي.
چپ لاسی توپ وهونکی آلیسټر کوک د انګلستان د کرکټ په تاریخ کې د یو کامیابه مخکښ منډو جوړنکو په سر کې ځای لري، چې تر دې مهاله یې په ۱۶۱ لوبو کې یې ۱۲۳۷۱ منډې جوړې کړې دي او لا هم په ننۍ لوبه کې یې د نورو منډو انتظار کیږي.

الیسټر نتن کوک د انګلستان د کرکټ ملي لوبډلې لپاره په ۱۶۱ ټیسټ سیالیو کې د لوبیدو وروسته په ۵ غبرګو سلیزو، ۳۲ سلیزو او ۵۷ نیمه سلیزو جوړلو سره بریالی شو او د یوې لوبې په یوه پاڼۍ کې د ۲۹۴ زیاتو منډو په جوړلو سره یې خپل یادګار پریښود.
انګلستاني الیسټر کوک په خپلو خبرو کې ویلي، له هغه نه یې دیر څه ترلاسه کړه د کوم په اړه چې یې فکر او خیال درلود.
دغه لوبغاړي د لمړي ځل لپاره په ۲۰۰۶ م کال کې د انګلستان د کرکټ ملي لوبډلې لپاره ټیسټ کرکټ پیل کړی و، خو نن او سبا یې په دغه ډګر کې وروستۍ ورځې دي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.