د نړۍ یوې مشهورې او پخوانۍ جوړې د خپل کامیاب ژوند د تېرېدو له راز پرده پورته کړه.
یوه جاپانۍ جوړه چې له لسیزو راهیسي له یو بل سره اوسیږي او همدغه له ډېر پخوا جوړه اوسیدلو هم خلک حیران کړي.
په افغاني ټولنه کې دا معمول خبره ده چې یوه جوړه دي سره خپلو کې د عمر تر پایه پاتي شي، خو په نورو هیوادونو په ځانګړي ډول غیري اسلامي هیوادونو کې دا د حیرانتیا خبره ده چې د ژوند ملګري دي سره خپله اړيکه دومره دوامداره وساتي.
د نړۍ یوه جوړه چې د ډېر پخوا څخه سره جوړه اوسیږي او تقریبا د جوړه اوسیدو یې ۸۰ کاله کیږي وایي د کامیاب ژوند راز یې صبر او په زغم کې وه.
دغه جاپانۍ جوړه چې میساؤ او میاکو ماتسوموتوز نومیږي د دواړو عمرونه د ۱۰۰ کلونو څخه پورته دي چې یو یې ۱۰۸ او بل ۱۰۰ کاله ژوند تېر کړی.
ګنیز بک اف ورلډ یا د نړۍ د ریکاډونو د ثبتولو کتاب ورته د نړۍ تر ټولو د ښې جوړې لقب ورکړی.
د دغه جوړې له خولې ویل شوي چې ژوند یې ځکه کامیاب دی چې د یو بل په وړاندې له صبر او حوصلې کار اخلي او اخیستی یې دی.
روان شناس وایې دا عادتونه چې دې په ژوند کې د یو بل په وړاندې د صبر، حوصلې او زغم څخه کار واخیستل شي، د هر کامیاب ژوند لپاره اړین دي.
د ګنیز بک اف ورلډ د معلوماتو له مخې، دغې جوړې په کال ۱۹۳۷مېلادي کې سره یوځای شوې ده او تر اوسه چې د دواړو عمر د سلو کلنو څخه اوښتی دی لا هم خوشحاله ژوند لري.
د معلوماتو له مخې، دغه مېرمن او خاوند په خپل ګډ ژوند کې پنځه اولادونه، ۱۳ لمسیان او ۲۵ لمسیانې لري، ماتسوموتوز وایي ژوند یې په خوشحالۍ سره تېر شوی او له ارامه ډک ژوند یې وه.
سره له دې چې د امریکا په شمول په ځینو پر مختللو هېواد کې د انسان منځنی عمر ۸۰کاله اټکل شوی مګر په دغه هېوادونو کې ودونه له لنډې مودې وروسته دوام نه کوي او مېرمن له خاوند یا خاوند له مېرمنې طلاق اخلي او جلا کیږي.
نو په دې اساس دغه جوړه چې د لسیزو څخه سره یوځای اوسیږي د نړۍ کامیابه جوړه بلل کیږي.