ژباړه: حامد مشواڼی
د سامسنګ کمپنۍ اجرائيه رئيس اعلان وکړ چې په راتلونکي کال کې د لومړي ځل لپاره قاتېدونکی ځيرک موبايل چې ښايي د Galaxy X په شکل کې وي، جوړ کړي.
که څه هم د هواوي Huawei کمپنې تر دې وړاندې د قاتېدونکو موبايلونو د جوړولو خبره کړې وه، خو د سامسنګ کمپنۍ اجرائيه رئيس DJ Koh هم د Galaxy Note 9 د پرانېست غونډې پر مهال ورته خبره وکړه.
سامسنګ کمپنۍ د قات کېدونکو موبايلونو د جوړولو خبره په لومړي ځل په ۲۰۱۶ کې کړې وه، چې بيا يې ۲۰۱۸ وښود خو اوس يې ۲۰۱۹ کال اعلان کړ.
که څه هم په قات کېدونکي موبايلونو کې د سامسنګ حريف يوازې Huawei کمپنۍ ده خو تمه کېږي چې نورې کمپنۍ هم لکه LG, Sony , Motorola او حتا Apple هم د سيالۍ ډګر ته راودانګي.
داسې ښکاري چې سامسنګ ګلکسي ايکس (Samsung Galaxy X) قاتېدونکی موبايل به د دې شکل د موبايلونو يوه نوې سلسله پرانيزي.
تمه ده سامسنګ په راتلونکي کال کې ګلکسي ايس ۱۰ (Galaxy S10) لومړنی 5 G موبايل بازار ته راوباسي.