وفادار په اسیايي لوبو کې له لوبیدو پاتې شو

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

د افغان کرکټ ملي لوبډلې ځوان تیز توپ اچوونکی په متحده عربي اماراتو کې ټپي شوی.
کرکټ بورډ وایې نوموړی به د همدې ټپ له امله ونشي کولی چې په راتلونکې اسیا جان سیالیو کې ولوبیږي.
وفادار مومند د افغان کرکټ ملي لوبډلې په هغه ۱۵ کسیز نوملړ کې شامل و، چې د کرکټ بورډ غوراوي کمیټې په متحده عربي اماراتو کې د راتلوونکي اسیایې جام سیالیو لپاره اعلان کړې وه.
خو اوس کرکټ بورډ پر خپله فیسبوک پاڼه د وفادار مومند مینوالو ته بد زیری لیکلی او د هغه د ټپي کېدو خبر یې خپور کړی.
د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، وفادار مومند په متحده عربي اماراتو کې د تمرین پر مهال ټپي شوی چې د همدغه ټپ له امله په راتلونکي اسیایې جام سیالیو کې ګډون وکړي.
کرکټ بورډ وايي، وفادار مومند د تمرین پر مهال د ملا په برخه کې ټپ پیدا کړی او د ډاکټرانو له لوري ورته د شپږو اونیو د ارام سپارښتنه شوې ده.
کرکټ بورډ وایې، ډاکټرانو وفادار مومند ته د (ام ار ایې) معلوماتو له مخې دغه سپارښتنه کړې ده.
کرکټ په خپله صفحه لیکلي، چې د شپږو اونیو ارام وروسته به بیا هم وفادار د څلورو اونیو لپاره د ډاکټرانو تر درملنې لاندې وي او وروسته تر هغې به بېرته لوبې کولو ته راوګرځي چې ډاکټران ورته د لوبي کولو اجازه ورکړي.
دا چې وفادار مومند د اسیایې جام لپاره په لوبډله کې اخیستل شوی نو د کرکټ بورډ غوراوي کمېټې پرېکړه کړې چې پر ځای به یې د هېواد بل تیز توپ اچوونکي یمین احمدزی ولوبیږي.
یمین احمدزي تر دې وړاندې په د غوراوي کمېټې لورې د اسیایې جام لپاره په اختیاطي لوبغاړو کې اخیستل شوی و.
تر دې وړاندې دولت ځدران هم د زنګون په برخه کې د لوبې پر مهال ټپي شوی و، کرکټ بورډ زیاتوي، د دولت ځدران د استراحت موده پای ته رسیدلې خو وایې ډاکټرانو ورته یو ځل بیا د شپږو میاشتو لپاره د ارام سپارښتنه کړې ده.
وفادار مومند د توپ اچونې په برخه کې د ملې لوبډلې هغه هستي ده چې د شپږیزې سیالیو پر مهال پرې د کرکټ د مبصرینو او مهارینو سترګې خوږې شوي او د هندوستان پر وړاندې په تاریخي ټسټ لوبه کې ولوبېده، چې توپ اچونه یې د کرکټ د شنونکو او مینوال له خوا زیاته وستایل شوه.