عارف علوي پرون د پاکستان د دیارلسم ولسمشر په توګه وټاکل شو.
هغه د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند لخوا دې څوکۍ ته نوماند و، چې د رایو په اکثریت یې وګټله.
پاکستان خپل ولسمشر څنګه ټاکي؟
پاکستان یو فيډرالي هېواد دی. په فیډرالي سیستمونو کې معمول دا دی، چې یو مرکزي او نور ایالتي دولتونه لري.
پاکستان د مرکزي حکومت ترڅنګ څلور ایالتونه لري، چې هر یو د خپلو خلکو په رایو ازاد حکومت ځانته ټاکي.
پنجاب، بلوچستان، سند او خیبرپښتونخوا د دې هېواد د واکمنۍ اړوند ایالتونه دي، چې هر یو د جلا حکومت لخوا اداره کیږي.
ایالتي حکومتونه په داخلي چارو کې ازاد، خو په بهرني سیاست او لویو موضوعاتو کې د مرکزي حکومت تابع دي.
د پاکستان د ولسمشر او صدراعظم دواړو ټاکنه د نظام د دغه سیستم تر چتر لاندې ترسره کیږي.
د دوی د ټاکنې لپاره د مرکزي پارلمان د دواړو خونو ( مشرانو او ولسي جرګې) په ګډون په څلور واړه ایالتونو کې د سیمه ییزو پارلمانونو له لورې رایه اچوونه کیږي.
د ملي او ایالتي پارلمانونو د ټولو غړو شمېر ۱۱۷۴ تنه دی. دوی د پينځو کلونو لپاره یو تن د ولسمشر په توګه ټاکي.
په دې کې مشرانو جرګه ۱۰۴، ولسي جرګه ۳۴۲، د بلوچستان ایالتي پارلمان ۶۵، د خیبرپښتونخوا ۱۲۴، د پنجاب ۳۷۱ او د سند د ایالتي پارلمان ۱۶۸ غړي شاملیږي.
البته د ولسمشر او صدراعظم د ټاکنې په وخت کې د نورو ایالتي پارلمانونو رایې هم ۶۵ حسابیږي، دلیل یې دا دی چې په مرکزي پریکړو کې ټول ایالتونه باید د بلوچستان هومره برابره ونډه ولري.
د پاکستان د قانون له مخې ولسمشرۍ ته د رایو محاسبه د ۷۰۶ رایو له مخې کیږي. په دې مانا که څوک په دې ټاکنو کې ۳۰۴ رایې ترلاسه کړي، ګټونکی دی.
د پاکستان په سیاسي نظام کې ولسمشر سمبولیک حیثیت لري، ځکه د مرکزي دولت نیږدې ټول واک له صدراعظم یا لومړي وزیر سره وي.
د ولسمشر د ټاکنې پروسه د سترې محکمې د ریس تر نظارت لاندې ترسره کیږي.
د علوي ټاکنه
عارف علوي د ولسمشرۍ څوکۍ لپاره په هغه رایه اچوونه کې نوماند و، چې د سهار له لسو بجو پيل او نیږدې ۱۶ ساعته یې دوام وکړ.
علوي په دې ټاکنو کې دوه مخالف نوماندان لرل. یو نوماند د افراطي مذهبي ګوندونو سړی مولانا فضل الرحمان او بل د پاکستان د پیپلز پارټۍ سړی اعتزار احسن و.
علوي په پرونیو ټاکنو کې یوازې له ملي شورا او د بلوچستان او خیبرپښتونخوا له ایالتي پارلمانونو څخه ۳۲۰ رایې پوره کړې.
له دې رایه ورکوونکو څخه اعتزاز احسن ۱۲۰ او فضل الرحمان ۱۵۰ رایې واخیستې.
علوي به په نیږدې وخت کې د ممنون حسین پرځای د پاکستان د دیارلسم ولسمشر په توګه دنده پيل کړي.
د حسین دنده د سپتمبر په ۸ مه پای ته رسیږي.
ممنون د نواز شریف په مشرۍ د مسلم لیګ نواز ګوند غړی دی.
ممنون حسین په ۱۹۹۹ کې د سند د والي په توګه دنده ترسره کړې وه.