څلورمه ټسټ کرکټ سیالۍ کې انګلیستان، هندوستان ته ماتې ورکړه!
ویراټ کوهلي او اجنکیا ریحاني ښه لوبې د هندوستان لوبډله د انګلیستان پر وړاندې له درېمې ماتې ونه ژغورله!
د هندوستان او انګلیستان کرکټ لوبډلو تر د روانو ټسټ سیالیو څلورمه یې د انګیستان لوبډلې وګټله.
دا د واړو لوبډلو تر منځ څلورمه ټسټ سیالۍ وه چې ترسره او په څلورمه ورځ د انګلینډ لوبډله وتوانېدله چې د هندوستان لوبډلې ته په دغه سیالۍ کې د ۶۰ منډو په توپیر ماتې ورکړې.
دغه ټسټ لوبه د اګسټ د میاشتې په ۳۰ نېټه پیل شوې وه او پکې لومړۍ توپ وهنه د انګلستان لوبډلې تر سره کړې وه.
په لومړۍ پاڼۍ کې هند لوبډله پر انګلینډ بر لاسې وه، خو دوېمه پاڼۍ کې د لوبې ختموونکې پرېکړه بر عکس او انګلینډ پکې هند ته ماتې ورکړه.
په دغه پاڼۍ کې د انګلینډ لوبډلې ټول لوبغاړي په ۲۴۶ منډو وسوځېدل، په پاڼۍ کې یوازې کووران وه چې ۷۰ لوړې منډې یې جوړې کړې، معین علي ۴۰ منډې جوړې کړې، خو د هندوستان لخوا بیا بومرا د انګلینډ لوبډلې زیات ۳ لوبغاړي سوځولي ول، ایشانت شرما، محمد شامي او اشوین بیا مقابلي لوبډلې یو لوبغاړی سوځولی و.
په لومړۍ پاڼۍ کې د هندوستان چتیشور پوجار د ۱۳۲ ناسوځېدلو منډو او د کپټان ویراټ کوهلي د ۴۶ منډو پر مټ د انګلینډ لوبډله تر شاه پرېښوده که څه هم د انګلینډ الرونډر لوبغاړي معین علي د هندوستان پنځه او تیز توپ اچوونکي براډ د ۳ ویکټو په اخیستو ښه لوبه کړې وه.
خو په دوېمه پاڼې کې بیا ځلي کوران ۴۶، جاس بټلر۶۹، جیو روټ ۴۸او جینینګ د ۳۶ منډو په کولو ښه اننګز وکړ او په دوېمه پاڼۍ کې یې ټولې ۲۷۱ منډې جوړې کړې.
په دغه پاڼۍ کې د هندوستان محمد شامي ۴ او ایشانت شرما دوه لوبغاړي وسوځول.
د یاد ټسټ سیالۍ په څلورمه ورځ د ویراټ کوهلي او اجینکیا ریحاني نېمه سلیزو ونشو کولی چې د هندوستان لوبډله له ماتې وژغوري او ټوله لوبډله یې په ۱۸۴ منډو وسوځېده چې د انګلیستان لوبډلي ورکړل شوی هدف یې پوره نشو کړای.
د انګلیستان معین علي د هندوستان ۴ لوبغاړي وسوځول، جیمز اندرسن او بین سټوک بیا دوه دوه هندوستاني لوبغاړي له میدانه رخصت کړل او کوران او براډ بیا یوه ـ یوه وېکټه واخیسته.
د همدغې لوبې په ګټو سره د انګلستان لوبډلې د ټسټ سیالیو سریز په خپل نوم کړ او تر اوسه په دغه سیالیو کې ۳-۱ مخکښه ده.
د دواړو لوبډلو ترمنځ پنځه ټسټ سیالي د روانې سپټمبر میاشتې په اوومه نېټه پیل شي او پنځه ورځې به دوام وکړي.