کرکټ کې چې اوس په نړۍ کې یو له مخکښو لوبه څخه شمیرل کیږي، پکې زیات کله داسې څه رامنځ ته کیږي، چې د هیرولو نه دي.
د جالبه او نه هیریدونکو شیبو له جملې څخه درته داسې یوه یادوو، چې هیڅکله به بیا تکرار نشي او د هیریدلو هم نه ده.
په ۲۰۱۱ م کال کې د اسټرالیا او جنوبي افریقا د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د اسټرالیا په کیپ ټاون کې لمړنۍ ټیسټ لوبه ترسره کیده، چې په د سیالۍ پر مهال په یوه شیبه کې هر څه په یو یو (۱،۱) برابر شول.
په دغه لوبه کې د ۲۰۱۱ م کال ۱۱ مه میاشت، ۱۱ م تاریخ، ۱۱ بجې، ۱۱ قیقې او جنوبي افریقا د ۱ لوبغاړي په سوځیدو ۱۱۱ نورو منډو ته اړتیا درلوده، تر څو په لوبه کې بریا خپله کړه.
دا لحظه په کرکټ کې بیا ځکه نه تکراریدونکې ده، چې کال تر ۲۰۱۸ رسیدلی دی او د میاشت، ورځ، ساعت او نورو سره یې برابریدل ناشوني دي.
کرکټ چې له یوا خوا تر ډیره جالبه سیالي ده او خلک ورسره زیاته علاقه هم لري، له بل اړخ نه وخت نا وخت پکې داسې څه رامنځ ته کیږي، چې خلکو ته ډیر په زړه پورې وي، مثلآ په یو وروستي بال شپږیزه یا هم څلوریزه، چې پرې میچ ګټل کیدای شي او د یو هېواد او لوبډلې برخلیک معلوموي.
کیدای شي د افغانستان یوه نه هیریدونکي شیبه هم یاده کړو چې د متحده عربي اماراتو سره د افغانستان لوبه وه، افغانستان ته په دوو بالونو ۹ منډې په کار وې، وروستۍ ویکټ هم وه، تېز بالر حمید حسن په لومړي بال څلوریزه او په دوهم بال شپږیزه ووهله، دا هغه شیبه ده چې په افغان کرکټ تاریخ کې به نه هیریږي.