د هندوستان د کورني کرکټ «آي پي ایل» ۲۰ اوریزه تجارتي سیالیو کې لوبیدونکې بنګلور لوبډله د ۲۰۱۹ م کال د ۱۲ م پړاو سیالیو لپاره سر له اوسه د بل نوي روزونکي په لټه کې ده.
بنګلور لوبډله په دغه سیالیو کې تر نورو ټولو لوبډلو د پیاوړو او خطرناکه لوبغاړو درلودونکې پاتې شوې ده، خو تر دې مهاله یې په ۱۱ ترسره شویو پړاونو کې د اتلولۍ جام نه دی خپل کړی.
دغې لوبډلې د یولسم پړاو سیالیو کې د نیوزیلینډی سپین بالر ډینل ویټوري د روزونې ترڅنګ په ترکیب د بهترینه پیاوړي لوبغاړو شتون سره سره بیا هم بد ترینه لوبې ترسره کړې او د لیګ سیالیو څخه وړاندې بهر شوه.
د کلونو راهیسې دغې لوبډلې سره هندی لوبډلمشر ویرات کوهلي د لوبډلمشر په توګه پاتې شوی دی او د ویرات کوهلي سربیره ورسره د ویسټ انډیزي ډینجر مین کریس ګیل، اسټرالوي الراونډر شین واټسن، نیوزیلینډي توپ وهونکي برینډن مکلم، افریقايي بې رحمه توپ وهونکي ای بي ډیویلرز په څیر مشهوره لوبغاړو مل پاتي شوي دي، خو لا هم د اتلولۍ خپلولو په ارمان پاتې دي.
د یولسم پړاو سیالیو د پای ته رسیدو وروسته د بنګلور لوبډلې مشرانو پریکړه کړې تر څو د راتلونکي سیزن لپاره د لوبډلې په روزنکو کې بدلون راوړي، هماغه ده، چې ډینل ویټوري لا د وړاندې دنده پریښې ده او دوه نور روزونکي ترینټ وډیل او انډریو میک ډانالډ هم له دندو څخه ګوښه شوي دي.
دغه لوبډله پلان لري، تر څو پخوانی هندی لوبغاړی سنجی بنګار، چې په اوسني وخت کې د هندۍ لوبډلې سره د معاون کوچ په حیث هم دنده ترسره کوي، د خپلې لوبډلې لپاره د مشر روزونکي په توګه غوره کړي.
بلخوا ویل کیږي، چې د اصولو له مخې بنګار نشي کولی په آي پي ایل سیالیو کې د لوبډلې روزنه ترسره کړي، ځکه چې نوموړی د هندۍ ملي لوبډلې سره د معاون کوچ په حیث دنده لري او د اصولو له مخې ورته اجازه نه ورکول کیږي.
تر دې مهاله لا خپله سنجي بنګار هم څه نه دي ویلي، چې د بنګلور لوبډلې سره به د روزونکي په توګه د ۱۲ م پړاو سیالیو کې یو ځای شي او که به انکار وکړي.
رایلز چیلنجرز بنګلور لوبډلې د راتلونکي ۱۲ م پړاو سیالیو لپاره یواځې پخوانی چپ لاسی تیز بالر اشیش نیهرا، چې په ۲۰۱۷ م کال کې یې خپل نړیوال کرکټ پای ته ورسو؛ د بالینګ د روزونکي په توګه ساتلی دی.