د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هوا چون یینگ هغه راپور رد کړ، چې هېواد یې د افغانستان په واخان سیمه کې د یوې پوځي اډې د جوړولو کار پيل کړی.
د دغې پوځي اډې د جوړولو راپور پرون د چین یوې ورځپاڼې ورکړی و.
ورځپاڼې د خپلو پټو سرچینو په حواله ویلي و، چې دا پوځي اډه د افغانستان د شمال ختیځ ولایت بدخشان په واخان سیمه کې جوړیږي.
له دې سره هم مهاله د ترهګرۍ پرضد د مبارزې لپاره د چین د حکومت عالي کمیشنر د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی او د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي سره یې لیدلي.
د افغان بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې راغلي، چې په دې لیدنه کې د ترهګرۍ ضد مبارزې او ګډو همکاریو د ګڼو خواوو ترڅنګ د چین لخوا د افغان پیلوټانو پر روزنې او د افغانستان ـ پاکستان ـ چین او افغانستان ـ هندوستان ـ چین د درې اړخیزو غونډو په تړاو خبرې شوي.
په افغانستان کې د چینایي پوځي اډې د جوړیدو هدف هم افغان ځواکونو روزنه او د سرحدي ګواښونو د مهار لپاره چینایي ځواکونو ځای پرځای کول ښودل شوي .
دا مسئله سره له دې، چې د چین حکومت رسماً رد کړه، خو د بحث وړ ده.
په افغانستان کې د چین د پوځي حضور مسئله ولې؛ هغه هم په داسې شرایطو کې مطرح کیږي؟
لومړنۍ لېوالتیا
چین د سیمې د نورو ځینو هېوادونو په شان ناټو او امریکا په افغانستان کې د ترهګرۍ او نیشه یي توکیو پر وړاندې مبارزه کې ناکام ګڼي.
دوی څه په ښکاره او څه په پټه باور لري، چې امریکا سیمې ته د دوی د مهارولو په نیت راغلې او دوی یې پوځي اډې نه شي زغملای.
د طالبانو له مستقیم ملاتړ څخه مخکې چین او نور سیمه ییز قدرتونه د پاکستان له لارې د دغې ډلې په ملاتړ تورنیدل.
دې ته په کتو سره په افغانستان کې د چین د پوځي حضور مسئله؛ هغه هم د یوې چینایي ورځپاڼې لخوا مطرح کیدل د پردې ترشا نور دلایل لرلای شي.
چین، چې څومره په نړیوال اقتصاد و سیاست کې یو مخکښ او سیال هېواد ګڼل کیږي؛ هغومره پکې د بیان ازادي او نور بشري حقونه د واکمن کمونیست ګوند لخوا نقض شوي ګڼل کیږي.
د چین په داسې قیده او د بیان ازادۍ په ځپل شوې فضا کې د یوې ورځپاڼې لخوا د داسې یوې حساسې مسئلې په اړه راپور خپرول د چین د حکومت له دستور پرته ممکن نه ښکاري.
د دغه راپور له خپریدو وروسته ممکن نړیوال او افغان حکومت له سره په دې راپور خبرشوي نه وای، خو د چین د بهرنیو چارو وزارت د ویاندې له لورې په خبري کنفرانس کې د دې موضوع ردولو خبر کړل.
دا لومړی ځل دی، چې په افغانستان کې د چین د پوځي حضور مسئله بحث کیږي.
دا مسئله د ردیدو باوجود افغان حکومت، ناټو، امریکا او نورو لورو ته ځانګړي پیغامونه لري.
د تقابلونو لړۍ
افغانستان په دې ورځو کې ښکاره د سیمه ییزو او نړیوالو تقابلونو په مرکز بدل شوی. په دې لړ کې د روسیې او امریکا ټکرونه د رسنیو سرټکي جوړوي.
په افغانستان کې د ناټو او امریکا له پوځي حضور څخه د روسیې،چین، ایران او د پردې ترشا و مخ د پاکستان نارضایتي په دې برخه کې څرګندې بېلګې دي.
لیدل کیږي، چې دغو هېوادونو د امریکا او ورسره هم لاسه افغان حکومت د ننګولو لپاره خپلې ارادې په عملي اقداماتو بدل کړي، ځکه خو یې له وسله والو طالبانو څخه ملاتړ علني کړی او په مختلفو بڼو پر افغان حکومت او امریکا د فشارونو لړۍ غځوي.
څو ورځې مخکې د بل شمالي ولایت تخار په درقد ولسوالۍ کې پر یوه ډله وسله والو، چې ځینو رسنیو طالب وسله وال او ځینو د نیشه یي توکیو کاروباریان ګڼل کیدل، د یوه بهرني هوایي برید خبر ورکول کیده.
ځایي چارواکو ویل، چې برید یا روسي یا تاجیکستاني چورلکې کړی، خو وروسته لوړپوړو افغان او تاجیکستاني چارواکو په افغان خاوره کې د دغه برید ترسره کیدل رد کړل.
په داسې شرایطو کې د چین د پوځي اډې جوړولو راپور هم د دغو تقابلونو او فشارونو د لړۍ یوه برخه کیدای شي.
څه په کاردي؟
داسې ناندریز وضعیت ته رسیدل څرګندوي، چې د بهرنیو اړیکو په تنظیم کې د افغان حکومت دیپلوماتیکه دستګاه او سیاست جوړونه کامیابه نه ده.
د دغه وضعیت د مهار لپاره د حکومت د رهبرۍ دنده ده، چې په عاجل ډول خپله دغه دستګاه، د سیمه ییزو قوتونو تورونه او اندیښنې، د دوی له اړخه په شویو ژمنو کې پاتې راتګ او نور ټول هغه عوامل په جدیت سره وڅېړي د كومو له وجې چې وضعیت ترینګلی شوی او په افغانستان کې د تقابلونو د تقویت وېره ده.
په حکومت کې دننه د تدابیرو ترڅنګ له حکومته د باندې د ټول بهرني سیاست او بالآخره د هراړخیز وضعیت د ارزونې او ورته د ګډو تدابیرو لپاره پیاوړې ملي ـ سیاسي اجماع ته اړتیا ده.
له حکومت نه تمه دا ده، چې په دغه حساسه مرحله کې ټولې اندیښنې جدي وګڼي او مسولانه چلند ورسره وکړي!