کوم اروپایي هېوادونه د کډوالو له ماشومانو سره زیاته مرسته کوي؟

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

ژباړه: بريښنا ارغاند
اروپا ته تګ د نورې نړۍ د ډېرو وروسته پاتې سیمو د خلکو په شان د یوه لویه برخه افغان کورنیو لوی ارمان دی.
هلته د تګ په دلایلو کې د ژوند خوندیتوب، د زده کړو او کارښه فرصتونه او نور شامل دي.
خو هغلته ترهغې، چې د یوه پناه غوښتونکي ژوند پر پښو دریږي، د لوړو لګښتونو لنډول اکثرو ورتلونکو کسانو ته یوه لویه اندیښنه وي.
د دې لپاره ډېری پناه غوښتونکي هغو هېوادونو ته لومړیتوب ورکوي، چې حکومت یې د کورنیو د ژوند په تامین ډېره ونډه اخلي.
په دې مطلب کې درته هماغه اروپایي هېوادونه درپېژنو، چې د بهرنیو اتباعو له ماشومانو سره تر نورو هېوادونو زیاته مرسته کوي:
المان
د المان حکومت د کورنیو لومړني او دویم اولاد ته د میاشتې ۱۹۴ ، درېیم ته ۲۰۰ او څلورم ته ۲۲۵ یورو ورکوي.
دا مرستې ټولو کورنیو ته د عاید له پام کې نیولو پرته یې ورکول کیږي.
د مرستو د دغو لوړو ارقامو له کبله په المان کې د پناه غوښتونکو کورنیو کچه په تېرو ۶ میاشتو کې ۱۰ سلنه زیاته شوې.
المان د دا ډول مرستو لپاره په کال کې ۶۰۰ میلیونه یورو ځانګړي کړي.
ترکیه
که څه هم ترکیه د اروپايي اتحادیې غړې نه ده، خو هڅه یې کوي، دلته کډوالو کورنیو ته د اسانتیا لرلو له امله هم ترې بحث کوو.
په ترکیه کې یوې کورنۍ ته د لومړي اولاد زېږولو پروخت ۳۰۰ ترکي لیره ( ۴۵،۲۱یورو) ورکول کیږي.
د دویم اولاد زېږولو لپاره دا مرسته ۶۰ یورو او ترهغې وروسته د نورو اولادونو لپاره د مرستو کچه ۹۰ یورو ته لوړیږي.
سربېره پردې په میاشتیني ډول یوې کورنۍ ته د یوه اولاد لپاره یې ۱۲۲ ترکي لیره ورکول کیږي.
د دې مرستې شرط دا دی، چې د نوي زیږیدلي ماشوم مور یا پلار لږترلږه ۴ میاشتې په ترکیه کې کار کړی وي.
برتانیه
په برتانیه کې کورنیو ته د نویو زېږیدلو ماشومانو لپاره یې په اونیز ډول مرستې کیږي. د دې مرستې کچه ۲۳ یورو ده.
دا مرستې په عام ډول د ماشومانو تر ۱۶ کلنۍ او په خاص ډول تر۲۰ کلنۍ د هغو لپاره ترسره کیږي، چې زده کړې کوي.
هغو کورنیو ته چې ماشومان یې له یوه څخه زیاتیږي، د هر ماشوم له زیاتیدو سره په اونۍ کې ۱۵ یورو مرسته هم زیاتیږي.
ایرلینډ
د برتانیې په ګاونډ ایرلینډ کې تر ۱۶ کلنۍ پورې هر ماشوم ته د میاشتې ۱۶۰ یورو ورکول کیږي.
هغه ماشومان، چې له دې عمر وروسته هم زده کړې کوي یا معیوب دي تر ۱۸ کلنۍ له دې مرستې برخمنیدای شي.
ډنمارک
په ډنمارک کې له ماشومانو سره مرسته د دوی عمر او د والدینو اقتصادي وضعیت پورې اړه لري. دا مرستې د دوی له تدریجي لوییدو سره کمیږي او په ۱۷ کلنۍ کې پای مومي.
دا مرستې د کال په هر فصل کې له ۶۰۵ یورو څخه پيل او ۳۷۷ پورې را کمیږي.
فرانسه
په فرانسه کې بیا کورنیو ته د دویم ماشوم له زیږیدو سره میاشتۍ مرستې پيلیږي. هلته هر دویم ماشوم ته د میاشتې ۱۳۱، درېیم ته ۲۹۹ او څلورم ته ۱۶۸ یورو ورکول کیږي.
اسپانیا
په اسپانیا کې بیا یو ځل کورنیو ته تر ماشوم زېږولو مرسته ورکول کیږي. دا مرسته د دغه هېواد کلني عاید ته په کتو سره ترسره کیږي.
په ۲۰۰۸ کې د دې مرستۍ کلنۍ کچه ۷۳۵ یورو وه.