په برما (میانمار) کې به مو د مسلمانانو د ډله ییزو وژنو عکسونه او خبرونه ډېر لیدلي وي؛ اوس به په دې خبرشئ، چې د فیسبوک ټولنیزه شبکه په دغه وژنه کې په رول لرلو تورنه شوې ده.
دا تور له کومې عادي مرجع نه؛ بلکې د ملګرو ملتونو له لورې پر دې نړیوالې ټولنیزې شبکې پورې شوی.
د ملګرو ملتونو په هغه راپور کې، چې د برما د مسلمانانو پر ډله ییزو وژنو له خپریدو وروسته پرون خپور شوی، پر فیسبوک دا تور لګیدلی.
په دغه راپور کې د ملګرو ملتونو څېړونکي پلاوي یاده ټولنیزه شبکه تورنه کړې، چې د دغو وژنو د یوې هڅونکې شبکې په توګه ترې ګټه اخیستل شوې ده.
په راپور کې د برما د پوځ مشر او پینځه لوړپوړي جنرالان مستقیماً د مسلمانانو د ډله ییزو وژنو په امر ورکولو تورن شوي او له دې کبله یې په نړیواله کچه د جنګي مجرمینو په توګه د محاکمې غوښتنه شوې.
د ملګرو ملتونو د کارپوهانو هغه ډله، چې د برما جنګي جنایتونه یې څېړلي، پر فیسبوک په دې دلیل توندې نیوکې کړي، چې په خبره یې په روانه میلادي میاشت کې د دوی د رسمي غوښتنې باوجود یې له خپلو اکونټونو څخه د مسلمان وژنې خلاف د تبلیغاتو مخه نه ده نیولې.
د فیسبوک غبرګون
فیسبوک ویلي، چې په برما کې رسمي دفتر او کارکوونکي نه لري، ځکه یې د مسلمانانو خلاف د ډله ییزو وژنو لپاره له یوزرونو څخه غلطه استفاده شوې ده.
د فیسبوک ادارې اعلان کړی، چې د برما د شلو چارواکو او رسمي ادارو اکونټونه یې تړلي.
د فیسبوک د چارواکو په وینا دا هغه کسان دي، چې ملګرو ملتونو رسماً د بشري ناقضینو په توګه پېژندلي او دوی هم د دغه نړیوال سازمان په حواله د دوی اکونټونه ورتړلي.
د برما په اړه
برما، چې د میانمار په نوم هم یادیږي په ختیزه اسیا کې موقعیت لري.
د دې هېواد پلازمېنه نایپیداو نومیږي او د ټول نفوس شمېر یې ۶۰ میلیونه کسانو ته رسیږي.
په برما کې د ۸۹ سلنه خلکو مذهب بودایزم، د ۴ سلنې مسیحیزم ، د ۴ سلنې اسلام او د یوې سلنې خلکو مذهب هندویزم دی.
دا هېواد د مساحت له مخې د نړۍ څلوېښتم او د نفوسو له مخې څلورویشتم هېواد دی.
دغه هېواد پخوا د برتانیې مستعمره وه، خو په ۱۹۴۸ کې یې ازادي واخیسته.
برما د کورنیو جګړو اوږده سابقه لري، دا هېواد تر ۲۰۱۱ پورې د یوه پوځي رژیم څښتن و، خو د ۲۰۱۲ تر ټاکنو وروسته د دیموکرات کیدو پر لور مزل کوي.