د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ښي لاسی تیز بالر دولت ځدران یو ځل بیا د افغان کرکټ ملي لوبډلې سره یو ځای شوی دی.
نوموړی نږدې درې میاشتې وړاندې د افغانستان او بنګله دیش د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د کرکټ ۲۰ اوریزه سیالیو لړۍ ته د چمتوالي په موخه په تمریناتو کې ټپي شو، چې له کبله یې بیرته هېواد ته راستون شوی و.
تیز بالر دولت ځدران د ټپي کیدو له کبله نه یواځې د بنګله دیش خلاف درې ۲۰ اوریزه سیالیو کې ګډون ونکړ؛ بلکې د هندوستان خلاف تاریخي ټیسټ لوبه کې د ګډون څخه هم بې برخې شو.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې سره د مل ډاکټر د لارښونې له مخې، دولت ځدران ته د ۶ اونیوو لپاره ارام ورکړل شوی و، خو په وروستیو کې د افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو غوراوي کمیټې نوموړی د ایرلینډ خلاف د درې ۵۰ اوریزه سیالیو په نوملړ کې اعلان کړ.
تمه کیږي، چې نن به تیز بالر دولت ځدران د افغانستان او ایرلینډ د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ په لمړۍ ۵۰ اوریزه سیالۍ کې ولوبیږي او هم به د راتلونکي اسیا جام سیالیو ته د چمتوالي په موخه نوموړی بیرته عادي حالت ته را وګرځي.
دولت ځدران د افغانستان د کرکټ په تاریخ کې هغه تیز بالر شمیرل کیږي، چې تر دې مهاله بل هیڅ کوم یو افغان توپ اچونکي د دولت ځدران د بالینګ سرعت ته ځان نه دی رسولی.
نوموړي د ۲۰۱۵ م کال د کرکټ په نړیوال جام سیالیو کې د ۱۵۲ رفتار څخه په زیات سرعت توپ اچونه ترسره کړه، چې په هغه سیالیو کې یو له مخکښو تیز توپ اچونکو څخه وشمیرل شو.