د حکومت او ګوندونو جنجال؛ ګډه کمېټه به یې حل کړای شي؟

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

ولسمشرغني تېره شنبه مخکې له دې، چې د راتلونکو پارلماني ټاکنو په اړه معترض ګوندونه په رسمي ډول خپل بایکاټ اعلان کړي د دوی استازي ارګ ته د مذاکراتو لپاره وبلل.
د سیاسي ګوندونو استازو ویلي، چې ولسمشر ورسره په دغه ناسته کې د راتلونکو ټاکنو پر سر د رامنځته شوي جنجال د حل لپاره پرګډې کمېټې جوړولو هوکړه کړې.
د ګډې کمېټې هوکړه په داسې حال شوې، چې د اعلان شوي مهالوېش له مخې د راتلونکي پارلمان او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو ته په شمار ۵۴ ورځې پاتې دي.
افغان حکومت او شخصاً ولسمشر غني، چې تردې مخکې یې د ټاکنو په اړه د سیاسي ګوندونو پر غوښتنو توند غبرګون ښودلی و او د دوی موجودیت او مشروعیت یې تر پوښتنې لاندې راوستی و، ترهغې وروسته د دوی استازي مذاکراتو ته وبلل، چې د غوښتنو د پوره کیدو لپاره یې د ګوندونو د دوه اونیو ټاکلی ضرب العجل د پای ته رسیدو په حال کې و.
ګوندونو ګواښ کړی و، چې له ضرب العجل پوره کیدو سره به په پراخو اعتراضونو لاس پورې کړي.
اوس پوښتنه دا ده، چې دواړه لوري به د ګډې كمېټې له لارې کومې پایلې ته سره ورسیږي؟
د ګوندونو غوښتنې
معترض سیاسي ګوندونه، چې د پراخو خپلمنځیو ستونزو باوجود د پارلماني ټاکنو د نظام بدلولو لپاره حکومت ته یو شوي، غوښتنه کوي چې پارلماني ټاکنې دې له فرد محورۍ څخه ګوند محورۍ ته واړول شي.
له دې بدلون څخه د ګوندونو هدف غالباً دا دی، چې ټول افغانستان د دوی پارلماني نوماندانو ته د یوې حوزې په توګه حساب او د ګوندونو ګټلې رایې د انتقال وړ شي.
سربېره پر دې ګوندونه غواړي، چې د کاغذي تذکرو په وسیله د نوم لیکنې ترسره شوې پروسه لغوه او ګوندونو ته د ټاکنیز نظارت زمینه برابره شي.
د ټاکنو د خپلواک کمیسون دریځ
د ټاکنو د خپلواک كمیسون یوه کمیشنر او ویاند سید حفیظ الله هاشمي د ګوندونو د ضرب العجل له پوره کیدو مخکې ویلي، چې کمیسون به د خپل اعلان کړي مهالوېش له مخې خپل کارونه مخته یوسي او د چا فشار به ونه مني.
کمیسون دا خبره د هغو خبرداریو په غبرګون کې کړې، چې معترضوګوندونو له راتلونکو پارلماني ټاکنو سره د بایکاټ او په ولایتونو کې د ټاکنیزو دفترونو د تړلو په تړاو کړې وه.
بالآخره څه به وشي؟
سیاسي ګوندونه، چې یو شمېر غوښتنې یې؛ په ځانګړي ډول دا چې د کاغذي تذکرو په وسیله د نوم لیکنې له درغلیو ډک بهیر دې لغوه شي په حقه هم ده، خو ډېر ناوخته او هغه هم غالباً د روان وضعیت د ننګولو لپاره لاس په کار شوي.
په موجوده شرایطو کې ډېره ستونزمنه ښکاري، چې د ګوندونو همدا په حقه او ځينې ناحقه غوښتنې عملي او ومنل شي.
په دې غوښتنو کې یوه عمده غوښتنه، چې د ټاکنیز نظام بدلون دی کیدای شي پر حکومت سربېره د ازادو سیاسي فعالانو له مخالفت سره هم مخ شي.
یوه غوښتنه، چې اوس مهال یې د پوره کیدو امکان شته او حکومت او ټاکنو کمیسون باید ورته لاس په کارشي، سیاسي ګوندونو ته د ټاکنو له بهیر څخه د سم نظارت زمینه سازي ده.
که ګوندونه او حکومت غواړي، چې راتلونکې پارلماني ټاکنې پرخپل وخت ترسره او د دوی ترمنځ کشمکشونه زیات نه شي، پخپلو دریځونو کې دې له نرمښت څخه کار واخلي او عمومي مصالح او وضعیت دې په نظر کې ونیسي.
له دې پرته که هر لوری پرخپل دریځ ډېرټینګار کوي په دې تورنیدای شي، چې په لوی لاس په ناممکنه شرایطو کې د وضعیت د بحراني کولو لپاره پلمې جوړوي.