په لندن کې د کوربه انګلینډ او میلمه هندۍ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ټیسټ لوبو په دریمه سیالۍ کې هندوستان کوربه لوبډلې انګلستان ته په ستر توپیر سره ماته ورکړه.
په لمړیو دوه سیالیو کې د مسلسل بد ترینه ماتو وروسته هندوستان بیرته په انګلستان را وګرځید او دا ځل یې برعکس انګینډۍ لوبډله په لمړۍ پاڼې کې په ۱۶۱ منډو وسوځوله.
هندۍ لوبډلې د سیالۍ په دوام د ۱۶۸ منډو د مخکې والي سره سره ۳۵۲ نورې منډې جوړې کړې او انګلستان ته یې د ۵۲۱ منډو ټارګیټ ورکړ.
د هندۍ لوبډلې لپاره لوبډلمشر ویرات کوهلي د لوبې په دواړو پاڼیو کې بهترینه لوبه وکړه، په لمړۍ پاڼۍ کې یې ۹۷ او دویمه پاڼۍ کې یې ۱۰۳ منډې جوړې کړې، چې په سیالۍ کې یې ټولې ۲۰۰ منډې جوړې کړې.
د انګستان لخوا د لوبې وروستۍ او خپلې دویمې پاڼۍ کې ښه راتګ وشو، چې د لمړۍ پاڼۍ برعکس یې دا ځل ښه لوبه ترسره کړه، خو په سیالۍ کۍ یې بریا خپله نه کړه.
انګلینډۍ لوبډلې د لوبې په دویمه پاڼۍ کې د جوز بټلر د ۱۰۶ او بین سټوک ۶۲ منډو پرمټ ۳۱۷ منډې جوړې کړې، خو هدف ته په رسیدو کې د ۲۰۳ منډو په ستر توپیر سره ماته وخوړه.
د دې سیالۍ په دواړو پاڼیو کې د هندۍ لوبډلې لپاره جسپریټ بومره ۷ او هاردیک پاڼدیا ۶ ویکټې ترلاسه کړې، خو د انګستان لپاره عادل رشید په ۶ ویکټو اخیستو مخکښ بالر و.
له دې وړاندې د دواړو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د روانې ټیسټ لړۍ دوه نورې لوبې هم ترسره شوې وې، چې دواړه د انګلستان په بریا سره پای ته رسیدلې وې.
هندۍ لوبډله په دې سیالۍ کې د بریا په خپلولو سره په روان سیریز کې د بریا خپلولو تمې ژوندۍ وساتلې او لا هم دوه نورې لوبې لري، چې په ګټلو سره سیریز په خپل نوم کولی شي.
له دې وروسته د ۵ ټیسټ لوبو د روانې لړۍ څلورمه لوبه به هم د روانې اګسټ میاشتې په ۳۰ مه نیټه ۸ ورځې وروسته په انګستان کې پیل کیږي.