اسټرالیاوي لوبغاړي ډيرن بیری د پاکستان کرکټ لوبډلې سره د روزونکي په توګه له دندې اخیستو انکار کړی.
څه موده وړاندې پاکستان کرکټ بورډ ویلی ول چې د کرکټ لوبډلې د روزنې لپاره یې دا ځل له اسټرلیاوي کرکټ لوبغاړي سره خبرې اترې پیل کړي دي.
ټاکل شوې وه دغه اسټرالیاوي لوبغاړی به د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې د توپ نیونې روزونکي شي.
خو اوس پاکستانۍ رسنۍ وایي چې نوموړي د توپ نیونې په برخه کې د پاکستان لوبډلې سره د روزونکي له دندې انکار کړی دی.
ویل کیږي نوموړي د کورنیو ستونزو له امله د پاکستان کرکټ ټیم د روزنې له دندې تېر شوی.
ډیرن بیري اسټرلیاوي لوبغاړي چې په خپل لوبیز ژوند کې یې ۱۵۳ فرسټ کلاس سیالۍ شاملي دي.
رسنۍ وایي له څه مودې راهیسي د نوموړي سره د پاکستان کرکټ بورډ لخوا خبرې اترې روانې وې، خو نوموړي اوس د دغې دندې له اخیستو انکار کړی.
پاکستانۍ رسنۍ وایي، وروسته له هغې چې د دغه هېواد د کرکټ پخواني فیلډینګ روزونکي خپله دنده پرېښوده پاکستاني بورډ د اسټرلیاوي ډیرن بیري سره کامیابي خبری کړې وي.
دوی دغه راز وایي؛ ټاکل شوې وه چې نوموړی د پاکستانۍ لوبډلې سره د زمبابوې خلاف سیالیو لپاره هم ولاړ شي، خو د پاکستان کرکټ بورډ له طرفه د هغه سفر ځنډیډلی و.
د رسنیو د رپوټونو له مخې همدا لامل شو چې نوموړي د دغه مسؤلیت د نه منلو له امله بخښنه غوښتې.
ډيرن بیري ویلي خوښ دی چې د پاکستان کرکټ بورډ او مشر روزونکي مکي ارتهر ورته د پاکستان د لوبډلې د روزنې موقع ورکړي، خو ویلي یې دي د اوس لپاره دې د ده معذرت ومني.
نوموړي همدا راز ویلي چې د پاکستان په کرکټ لیګ کې د اسلام اباد یونائټید سره خپلې دندې ته دوام ورکړي.
ډیرن بیری چې پوره نوم یې ډيرن شان بیری دی، په ۱۹۶۹ کال د ډیسمبر په ۱۰ د اسټرالیا په ملبورون کې زیږیدلي او اوس مهال ۴۸ کاله عمر لري.
ښه لاسی توپ وهونکی او د خپل دور ښه ویکټ ساتونکی و، د جنوبي اسټرلیا لوبډلې سربېره یې په ویکټوریا او ماریلیبورن کرکټ کلب سره هم لوبه کړې ده.
لمړنۍ فرسټ کلاس سیالۍ په کال ۱۹۵۹ کې او وروستۍ یې په کال ۲۰۰۴ کال کې د مارچ په ۱۲مه وکړه.
نوموړي ټولې ۱۵۳ فرسټ کلاس سیالۍ کړي چې ټولې منډې یې ۴۲۷۳ کړي او په ۸۹ لیسټ ای سیالیو کې یې ۸۲۵ منډې جوړي کړي دي، په فرسټ کلاس سیالیو کې یې لوړې منډې ۱۶۶ ناسوځیدلې دي، خو په لیسټ ای کې یې بیا لوړې منډې ۶۴ ناسوځیدلې دي.