د ۱۹ کلنو د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د اسیا جام سیالیو راتلونکی پړاو په بنګله دیش کې ترسره کیږي، چې پکې به افغان کرکټ ۱۹ کلنه ملي لوبډله د خپلې تیرې اتلولۍ څخه دفاع کوي.
د اسیا جام په نوم د ۵۰ اوریزه کرکټ سیالیو کې د تیر په څیر بیا هم ۸ لوبډلې شاملې دي، چې لا تر دې مهاله یې ګروپونه نه دي په ډاګه شوي.
د دې پړاو سیالیو کوربه توب به د بنګله دیش کرکټ بورډ کوي او د روان ۲۰۱۸ م کال د راتلونکې اکټوبر میاشت کې پیل کیږي.
په ګډون کوونکو ۸ لوبډلو کې افغانستان، پاکستان، هندوستان، سریلنکا، بنګله دیش، نیپال، هانګ کانګ او د متحده عربي اماراتو لوبډلې شاملې دي.
د دې سیالیو تیر پړاو په ۲۰۱۷ م کال کې ترسره شو، چې پکې د افغانستان د کرکټ ۱۹ کلنې ملي لوبډلې پای لوبه کې پاکستان ته په ماتې ورکولو سره د لمړي ځل لپاره د اتلولۍ جام خپل کړ.
د یادونې وړ ده، چې د راتلونکي پړاو سیالیو مهالویش او کره نیټې هم لا تر اوسه نه دې په ډاګه شوې، خو ښآيي، چې د افغانستان، پاکستان، هندوستان، سریلنکا، بنګله دیش او د غوراوي پړاو څخه د یوې راتیریدونکې د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د اسیا جام سیالیو وروسته د ۱۹ کلنو لوبډلو ترمنځ د سیالیو مهالویش هم په ډاګه شي.
په روان ۲۰۱۸ م کال کې نه یواځې د ۱۹ کلنو د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د اسیا جام په نوم د کرکټ ۵۰ اوریزه سیالۍ ترسره کیږي؛ بلکې د اسیا په سطحه د ۶ ملي لوبډلو ترمنځ هم د دغه جام لوبې د راتلونکې سیپټمبر میاشتې په ۱۵ مه نیټه پیل کیږي، چې افغان کرکټ ملي لوبډله به په خپلې لمړۍ سیالۍ کې د سیپټمبر په ۱۷ مه نیټه د سریلنکا خلاف بخت و ازمايي.