ژباړه: حمیدالله حمیدي
د نړۍ د شتمنو نارینه و له نومونو سره نن سبا کېدای شي ډېری خلک اشنا وي. د بېلکې په توګه ډېر کم کسان به وي چې د بېل ګټس، وارن بات او یا جف بزوس نومونه یې نه وي اورېدلي. له دې سره په څنګ کې بیا د ډېری شتمنو ښځو نومونه مو به مو نه وي تر غوږو شوي. په دې لیکنه کې درته د ۲۰۱۸ کال شتمنې مېرمنې در پېژنو:
۱- الیس والټون (Alice Walton)
د خالصې شتمنۍ ارزښت یې ۴۵.۶ میلیارد ډالره دی.
الیس والټون د سم والټون لور ده چې پلار یې د توکو ګڼې مغازې درلودې او په نړیواله کچه پېژندل شوی و. نوموړې ته ډېره پانګه له خپل پلار څخه په میراث ور پاتې وه، خو په ۱۹۸۸ کال ک یې د یوه بانک پر تاسیس لاس پورې کړ او پانګونه یې په کې وکړه.
۲- ماریا فرانکا فیسولو (Maria Franca Fissolo)
د خالصې شتمنۍ ارزښت یې ۳۲.۳ میلیارد ډالره دی.
ماریا فرانکا فیسلولو د میشل فرور لور ده چې د فررو په نامه د چاکلېټو جوړولو شرکت مشري یې کوله. دا په اروپا کې د چاکلېټو جوړولو دویمه لویه فابریکه ده. هغه اوس هم د ایټالیا د میلیاردرانو له ډلې ده.
۳- ژاکلین مارس (Jacqueline Mars)
د خالصې شتمنۍ ارزښت یې ۲۸.۲ میلیارد ډالره دی.
ژاکلین مارس امریکایي پانګواله او د مارس د چاکلېټ جوړولو شرکت موسسه او څښتنه ده. ویل کېږي چې په دې کار کې یې ور سره خپل مور او پلار مرسته کړې وه. دوی له دې مخکې هم شتمن و، چې د مور او پلار له مړنې وروسته یې میراث د دوو ورڼو او ژاکلین مار ترمنځ وویشل شو.
۴- سوزان کلاتِن (Susanne Klatten)
د خالصې شتمنۍ ارزښت یې ۲۴.۴ میلیارد ډالره دی.
د سوزان کلاتن شتمني هغې ته د خپل پلار هربرت او مور یوهانا کوانټ څخه ور پاتې دی. دغه المانۍ میلیاردره اوس هم د موټر جوړولو په کمپنۍ لکه بي ام ډبلیو، کیمیاوي صنایعو، اس جي ال او ځینو نورو کمپینو کې ونډې لري.
۵- یانگ هویان (Yang Huiyan)
د خالصې شتمنۍ ارزښت یې ۲۲.۳ میلیارد ډالره دی.
یانګ هویان په هولډینګ کانټري ګارډن شرکت کې لویه ونډه واله ده او د چین د ۲۴ شتمنو کسانو په ډله کې راځي. دغه شرکت یې پلار په ۱۹۷۹ کال کې جوړ کړ چې هغه وخت یې په کې ۷۰ سلنه ونډه درلوده. پلار یې دغه شرکت په ۲۰۰۷ کال کې خپلې لور ته پرېښود.
۶- لارن پاوِل جابز (Laurene Powell Jobs)
د خالصې شتمنۍ ارزښت یې ۲۱.۳ میلیارد ډالره دی.
لارن پاول جابز د امریکایي سوداګر سټیو جابز مېرمن ده چې د اِمِرسون کالِکتیو (Emerson Collective) شرکت موسسه او اجرایي مدیره ده. دغه شرکت د قوانینو په اصلاح، د مسافرو لپاره د اسنتیاو برابرولو او دغه د چاپېریال د پاک ساتنې لپاره کار کوي. نوموړې وایي پیسې زما شخصیت نه دی، بلکې یوازې د یوې وسیلې په توګه ورته ګورم.
۷- اَبیگِیل جانسون (Abigail Johnson)
د خالصې شتمنۍ ارزښت یې ۱۸.۲ میلیادر ډالره دی.
ابیګیل جانسون امریکایي سوداګره او دفیډلیټي(Fidelity Investments) شرکت مدیره ده. نوموړې په دې شرکت کې ۲۹ سلنه ونډه لري.
۸- جینا راینهارت (Gina Rinehart)
د خالصې شتمنۍ ارزښت یې ۱۷.۲ میلیارد ډالره دی.
جینا راینهارټ د لوېدیځې استرالیا په پرت ښار کې زېږدلې ده او اوس د هَنکاک پراسپِکتینگ (Hancock Prospecting) شرکت رییسه ده. دغه بریالی شرکت په استرالیا کې د کرنې او کانونو په برخه کې کار کوي. جینا یې د خپل پلار له مړینې وروسته په دې شرکت کې د ډېرې ونډې څښتنه شوه.
۹- آیریس فونتبونا (Iris Fontbona)
د خالصې شتمنۍ ارزښت یې ۶. ۱۶ میلیارد ډالره دی.
ایریس فونتبونا تازه کله یې چې د شتمنۍ خالص ارزښت ۱۶ میلیارد ډالرو ته ورسېد د د نړۍ د شتمنو کسانو په لېست کې هم ور شامله شوه. هغه د چیلي د مشهور سوداګر آندرونیکو لوکسیک (Andrónico Luksic) مېرمن ده چې خاوند یې اوس له دې دنیا کوچېدلی دی.
۱۰- شارلِن دِ کاروالهو-هاینِکِن (Charlene de Carvalho-Heineken)
د خالصې شتمنۍ ارزښت یې ۱۵.۹ میلیارد ډالره دی.
شارلِن دِ کاروالهو-هاینِکِن یوه هالنډۍ سوداګره ده او په دغه هېواد کې د جوسو جوړولو په ستر شرکت کې (Heineken International ۲۵ سلنه ونډه لري. دا په نړۍ کې د جوس جوړولو دریم لوی شرکت بلل کېږي. نوموړې ته په ۲۰۰۳ کال کې د خپل پلار له مړینې وروسته ۳ میلیارد ډالره میراث ورسېد چې په هماغه وخت کې د شتمنو ښځو په نوملړ کې هم داخله شوه.
۱۱- مَسیمیلیانا لاندینی آلِئوتی (Massimiliana Landini Aleotti)
د خالصې شتمنۍ ارزښت یې ۱۱.۳ میلیارد ډالره دی.
میمیلیانالاندیني الیوتي ایټالیوۍ شتمنه مېرمن او د درملو جوړولو مناریني شرکت څښتنه ده. نوموړې ته دغه شرکت له مېړه څخه په میراث ور پاتې دی.
۱۲- ژو کونفِی (Zhou Qunfei)
د خالصې شتمنۍ ارزښت یې ۱۰.۲ میلیارد ډالره دی.
ژوکونفي یوه چیني کار پنځوونکې مېرمن او د لنز تکنولوژی (Lens Technology) شرکت موسسه ده. نوموړې په ۲۰۱۵ کال کې د شتمنو ښځو په نوملړ کې ور شامله شوه.
۱۳- پُلیانا چو (Pollyanna Chu)
د خالصې شتمنۍ ارزښت یې ۹.۵ میلیارد ډالره دی.
پلینا چو یوه هانکانګۍ سوداګره ا پر یو وخت د کینگ ستون فاینَنشال گروپ (Kingston Financial Group)، گُلدِن رِزورتس گروپ (Golden Resorts Group) او سینسییِر واچ (Sincere Watch) شرکتونو اجرایي مدیره هم ده. نوموړې اوس هم د هانکانګ او هم د نړۍ د شتمنو ښځو په لېست کې راځي.
۱۴ کیرستِن رازینگ (Kirsten Rausing)
د خالصې شمتنۍ ارزښت یې ۸ میلیارد ډالره دی.
کیرسټن د بسته بندۍ په تِترالاوال (TetraLaval) شرکت کې درېیمه برخه شریکه ده. دغه پیسې له خپل پلار څخه دې او وروڼو ته په میراث ور پاتې شوې دي.
۱۵- ساویتری جیندال (Savitri Jindal)
د خالصې شتمنۍ ارزښت یې ۷.۹ میلیارد ډالره دی.
ساویتري جیندال د جیندال د فولادو او انرژۍ شرکت مدیره ده. دغه شرکت یې خاوند او پي جیندال جوړ کړو چې اوس نوموړې ته په میراث ور پاتې دی.