تمرکز موخې ته د رسېدو لار

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

ژباړه: حمیدالله حمیدي
یوازې په هغه ځای تمرکز وکړئ، چې غواړئ ورته ورسېږئ. اوس داسې فکر وکړئ، چې د ژوند کنټرول مو له لاسه ورکړی، څه باید وکړئ؟ ژوند هم له دغه څه څخه مستثنی نه دی. سترګې باید یوازې په هغه ځای کې خښې کړئ، چې غواړئ ځان ورته ورسوئ.
که مو په همدې نېږدې وختونو کې ټولې پیسې له لاسه ورکړې وي، د تېر په اړه هېڅ فکر مه کوئ او د ځان یا نورو د ځورونې سبب هم مه ګرځئ. خپلې هیلې او غوښتنې مو په ذهن کې وساتئ او یوازې د موخې په اړه فکر وکړئ.
اصلي «تمرکز کول» پر یوې موضوع په کار دی ان څېړنو هم دغه څه تایید کړي دي، چې که د یوه څه په اړه په خپل ذهن کې تصویر جوړ نه کړئ ورته رسېدلای هم نه شئ. کله، چې تاسو ورزش کوئ په ذهن کې مو کټ مټ هغه الکترو شمیایي تغیرات راځي، لکه د تمرین پر وخت کې چې ستاسو په وجود او غړو کې راځي. دا په دې مانا ده، چې کله انسان په خپل ذهن کې تجسم سازي کوي داسې ده، لکه خپل ذهن، چې پروګرام کوي.
ماشومان ځکه زر شی زده کوي، چې دوی په طبعي ډول له تجسم سازۍ څخه ګټه اخلي. دوی په خپلو تخیلي ذهني فلمونو کې نقش لوبوي، خو ستونزه یوازې دلته وي، چې دوی یوازې د ذکاوت له مخې پرېکړه نه کوي او بس.
تاسو کولای شئ د خپل ذهن په فلمونو کې د رول لوبولو په وسیله ښه عادتونه د بدو پر ځای وټاکئ او هغه یې ځای ناستي کړئ. خو پام مو وي، چې د دې کارونو په کولو سره کېدای شي له ځینو ستونزو سره هم مخ شي، ځکه مقابله حتمي ده.
ډېری کسان په داسې شیانو فکر کوي، چې ورته مهم نه وي، همدا لامل دی، چې بیا مطلوبه نتیجه هم لاسته نه شي را وړلی. د بېلګې په توګه غواړئ سلو کسانو ته وینا وکړئ، تر شروع مخکې ځان ته وایئ: (لړزېږه مه! عصبي کېږه مه! جملې هیرې نه کړې!) له ځان سره وایئ ما خو ځان ته ویلي وو، چې «جملې درنه هېرې نه شي» نو بیا ولې داسې وشول؟
دا چې وایئ چې داسې باید ونه شي په دې سره تاسو خپل ذهن ته منفي ذهنیت ورکړی، ښه خبره داده، چې د دې پرځای ځان ته وایي چې نن غواړم د نورو ورځو په نسبت په جرئت سره خبرې وکړم او مخکې له مخکې درته یو مثبت ذهنیت جوړ کړئ.
هغه قانون، چې د هرې مور او پلار باید زده وي او هر ښوونکي یې باید خپلو زده کوونکو ته ور زده کړي، دا دی، چې (( تاسو نه شئ کولای خپل ذهن ته د یوه کار د نه کولو دستور ورکړئ، بلکې ستاسو ذهن یوازې د هغې موضوع په اړه له تاسو څخه یوازې تصویر غواړي او بس.((