خلکو ته د ښې وینا کولو لپاره دا لارښوونې په پام کې ونیسئ

رنګین تجريدي ډیزاین

ژباړه: حمیدالله حمیدي
که غواړئ چې خبرې مو د د خلکو خوښې شي، نو هڅه وکړئ په مجلو او ورځپاڼو کې او یا هم له نورو منابعو څخه داسې څه پیدا کړئ چې نوي وي او خلکو ته په زړه پورې تمام شي. هغه څه چې خلکو ته یې وایاست مخکې له مخکې یې لنډیز درسره ولیکئ او د خبرو کولو په سر کې پرې یو نظر واچوئ.
کله چې تاسو په ارامه او خلاصه ټنډه غونډې یا د خبرو کولو تالار او یا هم د دریځ سر ته ځئ په ناخود اګاه ډول د ارامۍ او اطمینان حس خپلو مخاطبینو ته ور انتقالوئ. که مو په خپلو خبرو کې له فریب څخه کار واخیست، بې له شکه مخاطبین مو هغه څه حس کوي او تاسو ته انتقالېږي. ځان ډاډه کړئ، په هغه څه چې غواړئ خبرې وکړئ، پوره تسلط ولرئ او پر موضوع حاکم و اوسئ.
د خبرو په سر کې د یوې اسانه خو په زړه پورې پوښتنې مطرح کول ستاسو په مخاطبینو کې یو ډول احساس او انګېزه پیدا کوي او خبرو ته مو زیاته توجه کوي. په پوښتنه کې مو ښکلې او په زړه پورې کلمې وکاروئ او په داسې یوه انداز یې پیل کړئ چې په عین ساده ګۍ کې جذابیت هم ولري.
ډېر کله هغه کسان چې د خبرو کولو په وخت کې له کومې مخالفې نظریې سره مخ شي نو یې له نورو خبرو کولو زړه سوړ شي او یا هم له هغوی سره ډیالوګ شروع کوي. بریالي کسان تل د خپلو مخاطبانو پر وړاندې په پوره انرژۍ او جرئت خبرې کوي او د هغو کسانو خبرې نه نفي کوي چې د دوی پر وړاندې یې کوي.
ریموند مورتمیر د یوه تکړه ویناوال په اړه وایي: “ښه ویناوال هغه نه دی چې د ټينېس د لوبغاړي په څېر د بل د شوټ په مقابل کې خپله هم شوټ وکړي؛ بلکې د یوه ګلف د لوبغاړي په څېر باید چلند وکړي چې په یوه شوټ سره توپ هغه ژور غالي ته ورسوي چې هدف یې وو.”
د ښې وینا کولو یو تر ټولو ښه هنر دا دی چې د خبرو کولو په وخت کې له خپلو مخاطبینو سره د سترګو رابطه ولرئ، تر څو د هغو کسانو توجه چې تاسو ورته وینا کوئ ځان ته جذب کړئ. د سترګو رابطه مو باید له ټولو مخاطبینو سره یو شان وي، داسې نه چې خپله رابطه له څو خاصو کسانو سره ولرئ، که داسې وکړئ د پاتې کسانو توجه مو پر وړاندې کمېږي او خبرې مو ورته ستړې کوونکې کېږي.
کله مو چې خبرې پای ته رسېږي، له خپلو مخاطبینو څخه مننه وکړئ؛ ان کېدای شي و وایاست: “له تاسو سره مې له خبرو کولو خوند واخیست.” یا دا چې “له تاسو سره له ګډونه مې خوند واخیست.” له خپلو مخاطبینو له اخلاصه ډکه مننه کولای شي له غونډې وروسته هم ستاسو خبرې پر دوی اغېز وکړي.