ژباړه: حمیدالله حمیدي
مېلمه پاله هېوادونه یوازې د هغه هېواد د خلکو له چال چلند څخه معلومېږي، بل کوم ځانګړی معیار نه لري، چې تاسو پوه شئ د کوم هېواد اوسېدونکي مېلمه پال دي.
ددې لپاره هېڅ کومه علمی کړنلاره هم نشته، چې په وسیله یې د یوه هېواد مېلمه پالنه معلومه کړئ، یوازې د چال چلند او ذهني برداشت په وسیله دغه څه درک کېدای شي.
د نړۍ د یو شمېر هېوادونو وګړي په مېلمه پالنه کې نوم لري، خو ځینې نور بیا بیخي بې خاصیته دي، هېڅ به پوه نه شئ چې اوس دغه خلک ستاسو په لیدو خوشاله دي او که خپه. او یا دا چې هېڅ ارزښت نه ورته لری.
یو څه چې باید مخکې له مخکې یې و وایم افغانستان په دې برخه کې ساری نه لري، خو په دې لیکنه کې پرې بحث نه دی شوی.
ډېری کسان وایي چې ایرلنډیان لکه د کال څلور فصله بدلون کوي او یا دا چې بېلا بېل خلک په کې دي، نو ټولو ته یې هم مېلمه پاله نه ویل کېږي، خو اصلي خبره بل څه ده، هغه دا چې په ټوله کې د ایرلنډ خلک ډېر مېلمه پال دي. د یوه لاس ګوتې هم په یو ډول نه دي، نو کېدای شي ځینې یې مېلمه پاله نه وي، چې په ټولو باندې باید دغه اطلاق ونه شي.
۱- آیرلنډ
د ایرلنډ خلک د نړۍ په کچه په مېلمه پالنه کې لومړی ځای لري. ددې خبرې معلومول چې ایرلنډیانو، افغانان او کاناډایان مېلمه پاله دي که نه یوه سخته خبره ده. خو یو څه چې باید دلته یې یادونه وکړو هغه د ایرلنډیانو متفاوت والی دی چې په دې برخه کې د ستاینې وړ دي. همدا د دوی مېلمه پالنه ده چې ایرلنډ نن سبا د نړۍ د هغه هېوادونو په ډله کې راځي چې ډېر بهرنیان ورته په سفر، سیل او چکر ورځي.
۲- اسټرالیا
اسټرالیا او مېلمه پاله خلک یې.
مسکا د ټولو بهرنیانو لپاره د استرالیایانو ډالۍ ده. د استرالیا خلک مېلمه پاله او له نویو ورغلو کسان سره ډېر ښه چلند کوي. په دې هېواد کې د مینې او دوستۍ فضا دومره حاکمه ده چې فکر به وکړئ خپل کلي کور ته راغلي یاست. سیلانیان په دې اند دي چې هېڅ امکان نه لري چې په استرالیا کې د چا زړه تنګ شي او یا هم د یوازېتوب احساس وکړي.
۳- کاناډا
په ۲۰۰۸ کال کې یوه څېړنه تر سره شوه چې له شلو هېوادونو څخه په کې لږ تر لږه شل زره کسانو ګډون کړی و. دې ګډونوالو د ۵۰ هېوادونو په ډله کې ډېرې رایې کاناډا ته ورکړې وي. د څېړنو پایلو وښوده چې کاناډا په نړۍ کې لومړنی هېواد دی چې وګړي یې تر نورو ډېر مېلمه پاله دي.
۴- ایران
مېلمه پالنه په ایران کې له ډېرې پخوا زمانې څخه دود ده چې لا هم دغه رواج په هماغه پخوانۍ ډول پاتې دی. په ایران کې چې له هر چا سره مخ کېږئ ستاسو لپاره یې ښه ډالۍ مسکا ده. که ایران ته مو سفر نه وکړي، لاهم نه پوهېږئ چې ددغه هېواد خلک څومره مېلمه پاله دي.
۵- ګرجستان
د څېړنو او درجه بندۍ له مخې ګرجستان د نړۍ پنځم هغه هېواد دی چې خلک یې ډېر مېلمه پاله دي. نه یوازې ددې هېواد خلک مېلمه پاله او ښه زړي دي، بلکې، غرونه، دښتې، ښار او ټول هغه ځایونه چې ستاسو سترګې پرې لګېږي ښکلي او زړه راښکونکي دي. په ګرجستان کې هېڅ مسافر د غریبۍ او لوږې احساس نه کوي. ددې هېواد خلک په دې باور دي، چې مېلمه د خدای پاک دوست دی. دوی په دې اند دي چې که د مېلمه سمه پالنه ونه شي د خدای قهر به ور باندې نازل شي.
د یادولو وړ ده چې د افغانستان خلک هم په مېلمه پالنه کې تر چا کم نه دي. د افغانستان د خلکو پخوانۍ هجرې چې اوس اوس ورته مهمان خانې وایي د هر چا پر مخ خلاصې دي. که سپوره وي یا پورې له مېلمه سره یې شریکوي. ډېر کله د مېلمه مینه او عزت ور باندې دومره زور وکړي، چې خپل اولاد ته سپوره ډوډۍ ږدي، خو مېلمه ته بیا هغه څه تیاروي، چې په وس یې پوره وي.